عبدالستار ایدهي

 
دپاکستان  دپوځ او استخباراتو دکرغیړنې څېرې سربېره په پاکستان کې دعبدالستار ایدهي په څېر خلک هم موندل کیږي، چې خپل ټول ژوند یې دانسانیت خدمت ته وقف کړی دی، ایدهي ټرسټ  په ملیونونه پانګه درلوده، خو بنسټګر یې  د بیوزله انسان په توګه ژوند وکړ او دخپل عمر  ډېر وخت یې دبیوزلو او ناروغانو په خدمت کې مصرف کړی دی، روهي ویبپاڼه دا ځل داونۍ څېرې په  برخه کې دعبدالستار ایدهي ژوند ته تم  شوې ده.
عبدالستار ایدهي د۱۹۳۱ ز  کې دپاکستان له  زیږیدو وړاندې دهندوستان په بانتوا سیمه کې  زیږیدلی دی، په ۱۹۴۷ز کې یې کورنۍ  کراچۍ ته ولیږیده او هلته یې دخپلو نورو  ملګرو په څېر دټوکر سوداګري پیل کړه، دا کسب ورته له پلاره په میراث  رسیدلی و، دوخت په تیریدو یې له خپلو څلورو ملګرو سره  دټوکر سوداګري پرېښوده او په کراچۍ کې یې  دبیوزله ناروغانو لپاره  کوچنی کتنځای پرانېست، ایدهي دهلمان په نوم کوچنی موټر درلود، په ښار کې به یې چې چیرته  ناروغ ولیده دهمدې موټر پر وسیله به یې دې کتنځای ته  لیږدوه.

دوخت په تیریدو یې دخپلې مېرمن بلقیس په مرسته  دایدهي په نوم داسې  موسسه رامنځته کړه، چې په زرګونو رضاکاره  کارمندانو په کې خپل وخت او پانګه دانسانیت دخدمت لپاره وقف کړې ده.
عبدالستار ایدهي یولس کلن و، چې مور یې  شله شوه ، همدې پېښې دعبدالستار دژوند او ګاندې  لورې / رخ بدل کړ، نوموړي خپل ژوند دمور خدمت ته وقف کړ، له خوړو، غسل، کالیو مینځلوپورې دا ټولې چارې عبدالستار ایدهي خپله کولې، دمور ناروغي یې وغځیده او عبدالستار له درس او زده کړې پاتې شو.
ایدهي نولس کلن و، چې مور یې  وفات شوه، دنوموړي شخصي تجربې اړ ویست، چې  دمور دستونزې په اړه  په زرګونه ځلې فکر وکړي، همدا راز  نوموړی دهغو کسانو دکړاو په اړه هم فکر کاوه، چې د دا ډول  ناروغانو  پالنه او سرپرستي کوي.
ارواښاد ایدهي دې پایلې ته ورسید، چې  مختلف روغتونونه او ټولنیز مرکزونه جوړ کړي او له هغو کسانو سره مرسته وکړي، چې  له ناروغۍ او بیوزلۍ کړیږي. ایدهي پردې باور و، چې  روغ او سلیم انسان  باید دهغو لارو چارو نوښت وکړي، چې  له ناروغانو سره مرستندویه ثابتیدای شي.
ایدهي دځوانۍ پر مهال  دا  احساس کړه، چې زه باید دا کار وکړم او دا زما مسوولیت دی، چې دهغو غمیزو مخه ونیسم، چې انسانیت ورڅخه کړیږي، دا ډیر ستر کار و او امکانات په نشت حساب و، خو دنوموړي هوډ ډیر پیاوړی،  ایدهي به خپله خولۍ په لاس کې نیولې وه او دهمدې پروژې دبریا لپاره به یې دکراچۍ پر سړکونو به یې له خلکو خیرات او پیسې غوښتې.
دایدهي کورنۍ کراچۍ ته  ورغلې وه، چې ځانته روزي وګټي ، زوی یې  ګرځنده پلورونکی شو، وروسته یې دا چاره پرېښوده او  کوچنی روغتون یې پرانېست، د وخت په تیریدو یې د(ایدهي ټرست) په نوم خیریه بنسټ پرانیست او له خلکو یې وغوښتل، چې له نوموړی سره مرسته وکړي هماغه و، چې خلکو ورته ۲۰۰،۰۰۰ روپۍ مرسته وکړه.
ایدهي ټرست په ډېره لږه موده کې  په ټول پاکستان  کې مشهور شو، په لویو ښارونو کې یې څانګې پرانیستې، دامبولانس څانګې یې پرانیستې او دچټک خدمت له کبله یې دخلکو باور تر لاسه کړ.
 
د عبدالستار ایدهی له خوا جوړ شوی ایدهی ټرست  تر دې دمه له ۲۰زرو نه د ډېرو غورځول شویو ماشومانو ژوند ژغورلی، له ۵۰زرو نه ډېر یتیمان یې روزلی، او څه باندې ۴۰زره نرسان او نرسانې یې روزلې دی.
ایدهی ټرست  ته د ورځې په منځنۍ کچه  ۶زره ټیلیفونونه کیږي.

 
عبدالستار ایدهي په ۱۹۶۵ز کې  له بلقیس سره واده وکړ، نوموړې  د ایدهي ټرست کې  په روغتون کې نرسه وه، موده وروسته  بلقیس دایدهي ټرسټ په چوکاټ کې  د(مور موسسه ) مشره شوه، ددی موسسې بنسټیز کار دهغو ماشومانو پالنه او سرپرستي وه، چې دنامشروعو اړیکو له لارې نړۍ ته راغلي وو او یا هغه، چې موروپلار پرېښي وو.
د وخت په تیریدو او دعبدالستار ایدهي دمنظم پلان له مخې  دایدهي دخدمتونو لړۍ  وغځیده او په ګرد پاکستان کیې یې دبیړنو مرستو نږدې ۳۰۰ مرکزونه جوړ او پرانېستل،چې ۲۴ ساعته یې کار کاوه، په دې مرکزونو کې ۷۰۰ امبولانسونه ، درې هلیکوپټر ۲۸ کښتۍ یې دبیوزله  خلکو خدمت ته ځانګړې کړي  وو.
عبدالستار ایدهي، چې دنړۍ په کچه پيژندل شوی کس دی، خو ژوند یې ډېر ساده دی، اوس هم  د دوو کوټو په اپارتمان کې ژوند کوي، چې ایدهي ټرسټ ته نږدې دی، بلقیس او ایدهي دواړه له  ټرسټ څخه  هیڅ معاش نه اخلي.
ایدهي هیڅ شخصي پانګه نه لري، کومې نړیوالې جایزې یې، چې تر لاسه کړې دي  ټولې یې ټرسټ ته ډالۍ کړې دي.
دپاکستان له  رامنځته کېدو وروسته په ۱۹۵۱ ز کې  عبدالستار ایدهي د( ایدهي ټرسټ) رامنځته کړ، نوموړی هغه مهال دې پایلې ته رسیدلی و، چې حکومت  نه شي کولای بیوزلو خلکو سره مرسته وکړي نو ځکه یې  داسې پریکړه وکړه او داسی یوه موسسه یې رامنځته کړه، چې دنړۍ په کچه دخیریه موسسو په برخه کې تر ټولو ډېره مشهوره ده.

له ۶۰  کلونو وروسته  اوس ( ایدهي ټرسټ) په ۳۷ هېوادو کې څانګې لري، چې یوازې په پاکستان کې سلګونه روغتونونه، دار الایتامونه او ټولنیز مرکزونه  لري. ۸۵ زره  بې څښتنه مړي یې ښخ کړي دي، ۲۲ زره بې سرپرسته ماشومان یې  روزلي دي او بیا یې نورو ته ورکړي دي. دایدهي ټرسټ په کورونو کې نږدې  ۱۵۰۰۰ بیوزله او ناروغ وګړي اوسیږي. پردې سربېره  دایدهي ټرسټ په  کورونو کې  ۶۰۰ تنه  رواني ناروغان ژوند کوي، 
د۵۰ کیلومیتره پروژه
عبدالستار ایدهي دا پروژه پیل کړې وه، چې په یوه وخت کې څو موخې  تر لاسه کړي، دکلي او بانډو خلکو ته پراخه  ټولنیز خدمات وړاندې کړي. په دې پروژه  کې دهغو لارویانو مرسته هم شامله وه، چې دباد، باران، ټکر له کبله د لوې لارې پر سر پاتې  کېدل.
په دې پروژه کې  مهمه برخه  د۵۰ بستریز روغتون جوړول دي، دا روغتون په  هرو ۳۰۰ کیلومیتره کې دبیوزله وګړو مرسته  ده، دا راز له هغو مېرمنو سره هم مرسته کېده، چې دزیږون پرمهال به له ستونزو سره مخ کېدې.
ددې پروژې تخمینې لګښت  ۱۹۵ ملیونه  روپۍ ښودل شوی دی، چې ۱۲۵ مرکزونه یې جوړ کړې دي، د ۲۱ پنځوس بستریز روغتون لګښت بیا ۱۰۵ ملیونه  روپۍ دی، دپاکستان په  ۱۱ مختلفو سیمو کې جوړ شوي دي.
دایدهي ټرسټ  خدمتونه
۲۴ ساعته په ګرد پاکستان کې  بیړنۍ مرستې.
دمړو ښخول
بیوزله، یتیمانو او معیوبانو ته  پناځای برابرول
روغتون او کتنځایونه جوړول
پرمخدره توکو روږدو ته وړیا درمل برابرول
معذرو او شلو کسانو ته  ګرځنده څوکۍ برابرول
دکورنۍ تنظیم ، میندو ته مشوره ورکول
له طبیعي پېښو سره مبارزه
دا موسسه هر کال نږدې ۱۰۰،۰۰۰۰ وګړو سره مرستې کوي، چې د۴۵ مرکزونو لخوا ورته چمتو کیږي.
عبدالستار ایدهي ۲۸ هېوادونو ته سفر کړی دی، ویل کیږي، چې امریکا ورته دتابعیت ورکولو وړاندیز کړی و،خو نوموړی نه و منلی.
عبدالستار ایدهي ۹۲ کلنۍ کې ومړ یوازې په کراچۍ کې یې
څلور روغتونونه، دبیوزله وګړو لپاره دعملیات څانګې، د زړه او رواني ناروغیو څلور روغتونونه ، د۳۰ زره بې سرپرسته ماشومانو لپاره مرکزونه، د نرسانو روزنې مرکزونه جوړ کړي دي.
عبدالستار ايدهي  دپښتورګو ناروغي درلوده، پرون  ناوخته دکراچۍ په یوه روغتون کې د ۹۲ کلنۍ په عمر  ومړ نن له ماسپښین وروسته به یې  دجنازې لمونځ اداء شي. پاکستان دنوموړي پر مړینه یوه ورځ ملي ماتم  اعلان کړی دی.