عرفان

راځۍ چې عـــــلم اوعرفان زده کــــــړو
سپيڅلې دين او پاک قرآن زده کــــــړو
 
راځۍ چې لاره دنجات حاصل کــــــړو
توپير دښــــه اوبد هــــر آن زده کــــــړو
 
زده کړه ددين پرمونږفرض کړې مولى
ددين اصول او هـــم ايمان زده کــــــړو
 
دخــــلاصون لاره بس همــــدا لاره ده
په ژوندانه کې چې احسان زده کــــــړو
 
توصيـــــه يــــوبـــــل ته د دين پکار ده
طاعت دپاک غنى سلطان زده کــــــړو
 
دموراوپلارپراولادشته حقــــونـــــه
دغه حقونه په جــــــــهان زده کــــــړو
 
په ښووکارونوکې تلوارپکاردې
له بدکردارونه (امان)زده کــــــړو
کونړ  بريکوټ
١٤  ٨  ١٣٨٨
امان الله امان نورستانى