چــې دهــرچايې ترفشــــــاره درنه کډه کــوم
دنــــــــفرتــونــو،نه ډک ياره درنـه کډه کــوم
چـــې دي احــوال دجـــانان نــــن رانـــــکړو
راته نــور مـه راځــه رويباره درنه کډه کـوم
غــــــونــــــــچه ډالــې چې ورته ورنکړمـــه
ګلاب دي ټول پريـکړه ملياره درنه کډه کــوم
زمـــــــا خــولاســــــترګه پـــټه شـــوي نه ده
څومـــره وختي راځې سهاره درنه کډه کــوم
هــرڅـه خــــرڅيـــږي پــــه ډالـــروتا کــــې
جـــوړدګرانـــۍ ډکـــه بازاره درنه کډه کــوم
وايـــه تغـــويــذ اوکـــه دي کـــوډې وکــــړې
چــې دي جــــدا کړلو اغياره درنه کډه کـــوم
ارمـــــان پـــــوره دعـــطاالله بــه هــم شــــي
خلاص به شي نور له انتظاره درنه کډه کـوم
نوا راډيو جلال اباد دفتر،١٣٨٨ لړم ١٣ د٢٠٠٩ز دنومبر٤ دشپې يوولس بجې اوپنځلس دقيقې
وروستي