
که څه هم انسان کولای شي دسخترینو غرونواوکړنګونو څخه عبور وکړي،او په سختو او بې رحمه دښتو او بیابانونو کې ژوند وکړي ،خو سره له دې بیا هم دانسان ژوند ډېر نازک دی،تر دې چې دژوند لومړنیو ضرورتونو لکه اوبه ،هوا او حتی خوب ته نه لاس رسی انسان له پښو غورځولای شي.
اوبه،هوا،غذا او خوب دانسان دلومړنیو ضروریاتو له جملې څخه دي،دلته زمونږ اصل موضوع هم داده چې پوه شو یو انسان تر څومره وخته پورې د پورتنیو شیانو په نشت کې ژوند ته ادامه ورکولای شي؟
دبشر دتجاربواو څېړنو په اساس دا موضوع مطلقا ثابت خالت نلري ،بلکه ثبت شوي پېښې ښایې چې مختلفو کسانو لپاره بېل بېل نتایج لري. دتېرو ثبت شویو پېښو په نظر کې نیولو سره کولای شو هریو په لاندې ډول واضخ کړو.
۱)دهوا پرته ( داکسېجن پرتهwith out oxigen ):
په عموم صورت یو انسان کولای شي تر درو دقېقو داکسېجن پرته ژوند ته ادامه ورکړي،تر درو دقېقو وراخوا ساه بندېدل ،خطرناکې پایلې لرلای شي،یا هم دمرګ سبب کېدلای شي، او یا یې هم دماغو ته کلک اسیب رسیږي ،او ممکن ددماغي سېستم توازون ګډوډ کړي.
خوپه استثنایې شکل داسې انسانان هم شاید شتون ولري چې دپورته وخت زیاته خپله ساه بنده کړي،تردې چې په ۲۰۰۹م کال کې اسټفان میسفاد وکولای شول په اوبو کې ۱۱دقېقې او ۳۵ثانیې ساه بنده کړي،خو دا ريکار ډ په ۲۰۱۲م کال تام سیتاس په واسطه مات شو،نوموړي لومړی دزیات اکسېجن په اخیستو وکولای شول۲۲دقېقې او ۲۲ثانیې په اوبو کې ساه بنده کړي او یو نوی ريکارډ جوړ کړي.
۲)داوبو پرتهwith out water :
په عمومي صورت څېړنې ښایې چې تر درو ورځو داوبو نه څښاک انسان مرګ ته رسوي،اما په دې اړه نتایج بیا هم فرق لري،ځکه دانسان وجود هغه اندازه اوبو ته ضرورت لري چې دانسان دبدن داوبو توازون برابر کړي.اوبه دبدن څخه دډول ډول عواملو په اساس کموالی کوي لکه تعریق،تبخیر، مستقیما دفع کول او نور ... .
سخت فعالیت اوشرایط داوبو ضیاع هم زیاتوي،لکه دګرم لمر لاندې یو ساعت ناستی ،دبدن څخه د۱،۵لېتره اوبو دتعریق سبب کېدلای شي،او که همداسې پاتې شي ممکن په ورځ او یا له دې کم وخت کې ژوند له لاسه ورکړي.
خو په یو معتدل مخیط کې یو انسان تر هفتې یا اووه ورځو هم ژوندی پاتې کېدلای شي.پلیس اسټرالوی په ۱۹۷۹م کال تر ۱۸ورځو پورې پرته داوبو څښلو په زندان کې ژوندی پاتې شو
۳)دغذا نشتوwith out food :
انسان کولای شي نسبت تېرو دوه خالاتو ته داوږدې مودې لپاره دغذا پرته ژوند ته ادامه ورکړي،او دلته دوه موارد شته: یو دا چې انسان داسې تکامل کړی چې دغذا دنشتون یا کمښت سره ښه مبارزه کولای شي،دوهم دا چې دا کار داخلاقي زاویې له اړخه هم مهم دی.ځکه دخواړو اعتصاب په نړی کې دمطلوباتو او خقوقو دلاسته راوړلو لپاره یوه ښه لار ده.
لکه د ۲۱ورځو لپاره دهند دازادی اتل مهاتما ګاندي دخواړو اعتصاب،خو دتاریخ تر ټولو اوږد دخواړو اعتصاب په ۱۹۲۰مېلادي کال کې دیو ایرلندي زنداني ترنس مکسویني په واسطه ترسره شوچې ۷۴ورځې یې دوام وکړاو په پای کې دده په مرګ پای ته ورسېده.
۴)دخوب نشتونwith out sleep :
خوب هم دانسان دحیاتي ضروریاتو له جملې څخه شمېرل کيږي ،چې داوامداره خوب نه کول دانسان ددماغو دفرسوده او متلاشي کېدو سبب ګرځي.
ګارنررکوردار هغه کس دی چې دبې خوبه کېدو ريکارډ له ځان سره لري نوموړی۱۹۶۵م کال هغه مهال چې اوولس کلن وه،په یوه ازمایښت کې تر ګډون وروسته ۲۶۴ساعته (۱۱ورځې) ویښ پاتې شو.څوک چې دبې خوبه کېدو په مرض اخته دي،ددرملنې به نه کولو سره یې دماغي سېستم او عقلي کمښت سره مخ کېدلای شي.دا چې ولې انسان خوب ته اړتیا او ضرورت لري تر اوسه دقېقه معلومه نده ،خو دومره ویلای شو چې دانسان ددماغي سکون او ارام سبب کېږي.هغه چې وایې:
دخوب نه کول به درته ګران تمام شي.
منبع:Bigbang site