مهربانی کول انسان خوشحالوی

  به ټولنیز ژوند کی انسان د ډیرو مشکلاتو سره مخ کیږی چی بیا همدا مشکلات انسان ته د خفګان سبب ګرځی او انسان خپله کولای شی چی خپل ځان ته خوشحالی را وبخښی داسی دیر عوامل او لاری دی چی د انسان د خوشحالی سبب کیدای شی خو د هغی نه یو هم مهربانی ده چی په نورو یی کوی. مهربانی نه داچی یو ښه عادت دی د انسان د خوشحالی سبب هم ګرځی کله چی تاسو په نورو خلکو رحم او مهربانی کوی نو ستاسو ماغزه  یو نوع هورمونونه د (سروتوینین) په نوم تولیدوی چی پدی سره انسان کولای شی نورو سره ښه فکری اړیکی ټینګی کړی او خپل شا او خوا  کی مو چی کوم کسان وی د خوښی انرژی خپره کړی او ټولو د خوښی احساس وکړي.