
موږ په دې عقيده چې یوه ورځ به د ځمکې او اسمانونو نظام په بشپړ ډول له منځه ځي، دا کومه شکمنه او نه واقع کېدونکي موضوع نده!!
دلته زمونږ اصل هدف دا دى چې ، په دې اړه ځینې ساده او مغلقوپوښتنو ته دامکان ترحده ځوابونه تهیه کړو.
لکه ددغې پېښې دوقوع علت څه دی؟، دغه پېښه به کله رامنځته شي؟،ایه ددغې پېښې دوقوع په اړه کومه پېشګويې کولای شو؟،ایه ددغې پېښې دوقوع کوم اثرات واقع شوي؟.
دغه او ورته نوروې پوښتنې دقران او احادیثو په رڼا کې واضح کولای شو ،خو مونږ غواړو دساینسي څېړنو له زاویې په دې موضوع یو څه رڼا واچوو.
دجهان دهستی دنابود کېدو موضوع دنجوم پوهانو او فزیک پوهانو ترمنځ یو پيچيده موضوع ده،او په دې اړه مختلف نظریات موجود دي،یو ددغه نظریوڅخه ترټولو مهمه دځمکې بېګ بانګ (Big bang)یا لويې چاودنې نظریه ده،دغه نظریه اصلاً دځمکې دمنبسط کېدو څخه منشأ اخلي، په دې ډول چې ځمکه دبېلابېلو عواملو په اساس منبسط کېدو خواته روانه ده او کله چې دانبساط اخري حد ته ورسیږي،دجهان فواصل بې نهایت ته رسیږي،یوه لویه چادونه او ګسیختګي به رامنځته شي او په جهان کې به ټول موجود مواد له منځه ولاړ شي.
هغه څېړنې چې په سوپرنوا ستوري تر سره شوي دجهان دانبساط کېدل ثابتوي.
ددغه انبساط سرعت مخ په تزاید دی،اوشاید یوه ورځ نهایې حد ته ورسیږي.
ددغه انبساط اساسي علت توره انرژي( Dark Energy) ده ،کومه چې دخاصو فرمولو په اساس محاسبه کېدلای شي.که دتورې انرژي دمحاسبې فرمول دځمکې دانبساط لپاره تطبیق کړو او اخیاناً دغه نظریه دروسته وګڼو، نو دجهان دنابودکېدو پېښه به ۲،۸ ميليارده کاله ( داوسني ۱،۲ ميلیارده عمر دوه برابره) وروسته واقع شي.
که څه هم له دې وړاندي دجهان دله منځه تلو پېښه ۲۲ ميلیارده کاله وروسته اټکل شوي وه،کله چې(Milky Way ) کهکشان دخپل ګاونډي اندرومېدا(Andromeda )کهکشان سره ټکر وکړي او دلمر دمرګ سبب وګرځي.
همدا ډول دجهان دنابودکېدو لپاره نورې مختلفې نظريې هم شتون لري ،که مرګ ګرما (Heat Death Of Universe ) ،همداشان نورې نظریې هم شته چې هریوه په خپل ځای اهمیت لري.
که لږ ددې موضوع ديني اړخ ته بېرته مراجعه وکړو ،نو داخبره راته ثابته کيږي چې اسلام خق دين او قران سپېڅلى قاطع،خق ،او قديم کتاب دى،ځکه کفار که څه هم مستقيماً دقيامت دورځې منکر دي ، خوپه غير مستقيم شکل زمونږ ددين او کتاب تصديق کوونکي دي.
مأخذ:NASA SITE