پکتيا: د کوچني اختر په وياړ اختريزه مشاعره ترسره شوه.

  
مشاعره د سحرسپورتي، فرهنګي او ټولنيز مرکز لخوا په لاره اچول شوې وه، چې ګڼ شمېر شاعرانو، ځوانانو او د ادب مېنوالو پکې ګډون کړی وو.
غونډه د قاري صيب سيد حيدر لخوا په څو مبارکو اياتونو سره پېل شوه .
ورپسې د همدې مرکز مشر استاد ګل کريم سحر مېلمنو ته د ښه راغلاست وينا واوروله او ټول مسلمه ملت ته يې د کوچني اختر مبارکي ورکړه. او وې ويل چې  ددې اختر په رارسېدو سره د الله ج په دربار کې لاسونه لپه کوو تر څو پدې وران او ويجاړ وطن کې آمن او ورولي راشي.
او د پکتيا ولايت په ټولو فرهنکپالو ځوانانو باندې يې غږ وکړ چې  د خپل فرهنک لپاره لاس ورکړو چې خپل فرهنګ مو بډا او لا قوي شي.
وروسته علمي او فرهنګي شخصيت ډاکټر عبدالهادي حماس خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې يې له همدې مرکز مشرتابه او غړو څخه مننه او کوروداني وکړه .
ورپسې ديني عالم قاري خواجه الدين حق بيان خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې يې د لوی څښتن تعالی څخه د  آمن او سوکالي غوښتنه وکړه. او داسې غونډې يې د اسلام له نظره ګټورې او ارزښتناکې وبللې، او ټولو ته يې د کوچني اختر مبارکي ورکړه.
وروسته مشاعره خوږمن ځاځي پدې بيتونو سره پېل کړه.
چې د کينې له بګنونکې ترګومۍ خلاص شم
نو زه به هله د خپل ځان له دښمنۍ خلاص شم
ته چې زما په اړه داسې ميسکچن اوسېږې
نو زه به څه ستا د تنقيد له ګندګۍ خلاص شم
او مشاعرې د شپې تر لسو بجو پورې دوام وکړ او پدې مشاعره کې شاوخوا ۱۵۰ تنو شاعرانو او د آدب مېنوالو ګډون درلود.
او هېره دې نه وي چې مشاعره د ماښام له روژه ماتي څخه وروسته پېل شوه چې روژه ماتی هم دا همدې مرکز لخوا برابر شوی وو.
مشاعره او غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.
راپور: رسول اشنا