د افغانستان د جهادي او ملي احزابو د همغږۍ عالي شوری مطبوعاتي اعلاميه

 
 
د افغانستان دجهادي او ملي احزابو دهمغږۍ عالي شوری پخپله  د۱۳۹۵کال دسرطان  د دوهمې نېټې ناسته  کې په یوغږ  دجهاد رهبر او د افغانستان داسلامی دولت لومړنی مشرجلالتماب حضرت صبغت الله مجددي ددې شوری دمشر په توګه وټاکه.
ددې شوری درهبرۍ پلاوي غړیوپه دې ناسته کې  پرېکړه وکړه چې دکارونو دلاښه والي او پرمختګ لپاره به دشوری په راتلونکې ناسته کې د شوری دريیس مرستیالان او دکاري کمېټو مشران هم وټاکي   .
جلالتماب حضرت صبغت الله مجددي ، ددې شوری  درهبرۍ له پلاوي څخه  د شوری د رییس په توګه دده پرټاکلو او  پرده ددوی له باور څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د شوری دغړیو په مرسته به دشوری دموخو اواهدافو دترسره کېدلولپاره خپل هرډول هڅې او کوښښونه ونه سپموي  .
د افغانستان دجهادي او ملي احزابو دهمغږۍ عالي شوری تراوسه خپل کارونه او پروګرامونه په شورایی شکل پر مخ وړل .
هیله ده چې ددې شوری درییس له ټاکلوسره به دشوری په کارونو  اوپروګرامونو کې لاښه پرمختګ  ترسره شي .
 
دافغانستان دجهادي او ملي احزابو دهمغږۍ  دعالي شوری فرهنګي کمېټه