وطن !

ځان اوتن مې دی وطن
راتــــه ګران دی ترختن
لــــــه پاميره ترهـــرا ته
شنې درې اوشين چمن
دغــــه خـــاوره دبابا ده
دنيکونــوده مــد فـــن
شمله وردلته اوسيږي
داد ټــولــوده مسکـــن
غاټولان دي غوړيدلي
شازلميان کړې،نن اټن
لوړمرام،لوړخيالونه
داخاصه ده،زمونږفن
د امان دا يوه آرزو ده!
تا به جوړکړمه عدن
 
کونړ،بريکوټ
١٢  ٩  ١٣٨٨
امان الله امان نورستانى