
دخیټې نوم دمور او جنین ترمنځ دپیوستون کړۍ ده، خو اوس ډاکتران وايي : دبدن دا برخه نورې دندې هم لري، چې دبڼې او حجم له مخې مالومیږي، دخیټې دنوم او حجم ترمنځ کلک تړاو شته، پردې سربېره دانسان دعمر منځنۍ کچه هم له دنوم له شکل څخه مالومیږي.
رواني کارپوه Gerhard Ribmann ، چې په برلین کې ژوند کوي وايي: دخیټې نوم دا مرسته کولای شي، چې دیو انسان دعمر اندازه، روغتیايي وضعیت، رواني وضعیت دهمدې نوم دبڼې او شکل څخه مالوم کړو، دنوم ډولونه او بڼې په لاندې توګه پيژندل شوې دي.
۱- نوم، چې راوتې وي: دا کس خوشباوره وي، له هر څه سره لېوالتیا لري، کېدای شي ۷۲ کاله ژوند وکړي.
۲- هغه نوم، چې په مساوي توګه ګرداو څنډې راټولې وي: دا ارام کس دی، متوازن او منځلاری دی، ټولې پریکړې یې دمنطق او اعتدال پر بنسټ وي، ژوند یې نورمال دی، دا به اوږد ژوند ولري.
۳- ګرد نوم خو څنډې یې په مساوي توګه نه دی راټولې: ددی نوم څښتن له هر څه خوند اخلي، هر څه یې خوښیږي، عاطفي ثبات نه لري او اټکل دی، چې ۶۵ کاله عمر به ولري.
۴- افقي نوم، چې داخل ته ننوتې وي: ددې نوم څښتن ډیر زیات عاطفي وي، عاطفي اړیکې ډیر ژر پیلوي، خو دخپګان لامل یې ګرځي، ددی کس دعمر منځنۍ کچه ۶۸ کاله ده.
۵- عمودي نوم، چې داخل ته ننوتی وي: ددی نوم څښتن دجادو تر بریده سخي وي، پر ځان ډیر باوري وي، عاطفي ثبات لري، دعمر منځنۍ کچه یې ۷۵ کاله ده.
۶- ګرد نوم : ددی نوم څښتن ډېر نرم ، مېنه ناک ، محتاط ، حساس او اندېښمن وي، کېدای شي اندېښنه یې پر روغتیايي وضعیت ناوړه اغیز وکړي، ددی کس دعمر منځنۍ کچه ۶۵ کاله ده.
ګرانو لوستونکو! همدا اوس خپل نوم وګورئ، چې څنګه یاست .