
بادرنګ د ګردو ملګری دی، باید په منظمه توګه یې وخورئ، بادرنګ کولای شي، چې دیوریک اسید مخه ونیسي، ادرار مو زیاتوي ځکه ډېرې اوبه لري، ډاکتران وايي: کله، چې بادرنګ خورئ نو پوست یې مه لرې کوئ.
په المان کې روغتیايي کارپوهان وايي: بادرنګ د ګردو لپاره ډېره ګټه رسوي، ځکه ۹۸٪ اوبه لري او دا په ګرده کې دتیږې درامنځته کېدو مخه نیسي.
همدا راز بادرنګ ګوګردلري، چې دا بیا دا مرسته کوي، چې یوریک اسید له منځه یوسي، پردې سربېره دبدن دښکلا لپاره ډیر ګټوردی، ۱۰۰ ګرامه بادرنګ یوازې ۱۰ کالري لري.
بادرنګ د معدن او ویټامین زیرمه ده، پوټاسیوم، کلسیوم، فوسفور، وسپنه ، ویټامین ای ویټامین بي او سي لري.
دهمدې ګټو او اغیز له مخې ډاکتران وايی، چې بادرنګ باید له پوست سره وخوړل شي، ځکه مهم عناصر او توکي یې په پوست کې رانغښتي دي.
دنړۍ په کچه یو شمېر ستونزې او لاملونه شته، چې د ګردو دناروغۍ لامل ګرځي.
څیړنه وايي: دنړۍ په کچه د تودوخې لوړه درجه او داقلیم بدلون کېدای شي دګردو دناروغۍ یو لامل وي، هغه کاریګر، چې په ډېره ګرمۍ کې سره لمر ته کار کوي، دکردو دناروغۍ ښکار شوي دي.
تېره پیړۍ دنورو هغو په پرتله ډېره ګرمه وه او بنسټیز لامل یې وچکالي او له اټکله پورته ګرمي وه، کېدای شي دروانې پیړۍ تر پایه د تودوخې درجه درې یا څلور ځله نوره هم زیاته شي.
کارپوهان وايي: د تودوخې درجه اوس دنړۍ هرې برخې ته رسیدلې ده او ډیری لامل یې داقلیم بدلون دی.
کېدای شي دکردو دناروغۍ بل لامل دشکر ناروغي یا له اندازې زیات اندېښنه او ورخطايي وي، خو دفزیکي کار سربېره ګرمي، پوره مایعات نه اخستل پر کردو فشار راوړي او بالاخره پر ناروغۍ بدلیږي، نو کارپوهان په دا ډول شرایطو کې دبادرنګ سپارښتنه کوي.