په خوست ښار کې د ۲۸ مېلیونه افغانیو په ارزښت د دوو مهمو سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې

 
د سه شنبې په ورځ په ښا ر کې د مجاهد څلورلاري څخه د پروژې تر پل پورې دخوست – ګردېز په عمومي سړک د مهمې جادې چارې  د یو لړ ځانګرو مراسمو پرمهال پيل شوې . دغه جاده چې له غبرګو سړکونو جوړه شوې ،(۹۰۰) متره اوږدوالی او (۱۸) متره عرض  لري چې د سړکونو منځ کې  د ګلدان  او  دواړو خواوو ته د لښتيو د جوړېدو ترڅنګ به  د جادې دروښانولو پخاطر لمریز څراغونه هم نصب شي.
خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي  د مراسمو پرمهال  رسنیو ته وویل ولایتي اداره ژمنه ده چې د ښار د جوړونې اومعیاري پراختیا لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي،ترڅو دخوست ښاریان له داسې پاک،ښایسته او معیاري ښار څخه برخمن شي چې  په ولایت  کې دبیارغونې نمونه واوسي .
ده زیاته کړه له دې مخکې هم د ښار په مختلفو ساحو کې د (۱۵۰) مېلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پراختیایي پروژې پيل شوي دي چې ترجوړېدو وروسته به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي  ، ده زېری ورکړ چې له کوچني اختر وروسته به د شاوخوا (۵۰) مېلیونه افغانیو په ارزښت د منار ترڅنګ د  یوې بلې جادې  چارې هم پيل شي چې په بشپړېدو سره به ښار ته ځانګړې ښکلا ورکړي .
حبیبي په پروژو کې د کیفیت اصل خورا مهم وباله او ټينګار یې وکړ چې هېچا ته به ددې اجازه ورنه کړي چې په ټيټ کیفیت پروژې پلي کړي ، ده دخوست خلکو ته ډاډ ورکړ چې د هرې پروژې څخه د ولایت د نظارت د ټيم ترڅنګ  اړونده اداره هم مکلفه ده چې له  خپلو انکشافي پروژو  نظارت وکړي .
خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي د ځينو ساختماني شرکتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل یو شمېر ساختماني شرکتونه چې  د پروژو په تطبیق کې ظرفیت،وسایل،وسایط او کاري تجربه نه لري ، د پروژو په داوطلبۍ کې د ګډون غوښتنه کوي چې دده په وینا د تدارکاتو د قانون په اساس ولایتي اداره د هغوی ممانعت هم نه شي کولی خو په وینا یې اداره هڅه کوي چې  ددې ستونزې د هواري لپاره  د قانون په رڼا کې په یوه اساسي مېکانېزم کار وکړي ترڅو هغه شرکتونه په داوطلبۍ کې ګډون وکړي چې په اړونده برخو کې کافي وسایل،وسایط ،ظرفیت او کاري تجربه ولري .
خوست ښاروال انجنیرعبدالبصیر د رسنیو سره په خبرو کې دا یوه ارزښتناکه پروژه وبلله او ژمنه یې وکړه چې د ښاروالۍ ریاست د ټولو پروژو څخه  د ښه کیفیت په موخه د تخنیکي ټيم پواسطه دومداره نظارت کوي . ده وویل په ښار کې ټولې پيل شوې پروژې د کیفت له پلوه مطماینې دي او هڅه کوي چې دغه مهم اصل ته ادامه ورکړي.
د یادولو وړ ده چې  د ۱۳۹۴ لمریز کال راهیسې په ښار کې  ښاري نظم ،ډېسپلین ،سهولتونو او ښکلا ته پاملرنه ډېره شوې او هڅه کیږي چې دا لړۍ ترهغې پورې وغځوي څو چې خوست له یوه پاک،ښایسته،معیاري او پراخ ښار څخه برخمن شي .