په چين کې مصنوعي واوره وورېده


تېره شپه د چين په پلازمينه بېجېنګ کې له معمول وخت څخه شاوخوا دوې مياشتې وړاندې واوره وورېده او د ځمکې مخ يې سپين کړ. تېره شپه لومړی باران پيل شو او ورو ورو په واوره بدل شو. چين وايي چې د وچکالي د مخنيوي لپاره يې له مصنوعي لارو د واورې د ورېدو موده زياته اوله خپل وخت څخه رامخکې کړې ده، خو دا چې څنګه يې دا کار کړی په دې اړه يې توضيح نه ده ورکړې.