په کوزه پښتونخوا کې د شهید انجینر شېرولي وردګ فاتحه واخیستل شوه

 
د پوهنې د مخکیني وزیر ښاغلي فاروق وردګ د ورور او په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو د استازي شهید انجینر شېرولي وردګ فاتحه د پېښور د خوشال خان عالي لیسې او غیرت تعلیمي انسټیټیوټ په انګړ کې نن  یکشنبې د غبرګولي په ۳۰مه د سهار له ۱۰ تر ۱۲ بجو پورې واخیستل شوه. د ارواښاد فاتحه چې د ده د کورنۍ، د پيښور د پوهنې د اتشې او د کوزې پښتونخوا د پوهنې د مدیرانو شورا له خوا واخیستل شوه؛ د کوزې پښتونخوا مدني او سیاسي فعالانو، د سیمې مخورو او مشرانو، د بېلابېلو لیسو ښوونکو او د کوزې پښتونخوا اوسېدونکو ګډون پکې کړی و.
د فاتحې په پیل کې لومړی د قرانکریم ختم وشو، ورپسې د فاتحې مراسم ترسره شول. د یادو مراسمو پر مهال د کوزې پښتونخوا د پوهنې د مدیرانو شورا په استازیتوب حبیب نور د ځوان شهید انجینر شېرولي وردګ د شخصیت په اړه خبرې وکړې. حبیب نور ځوان شهید انجینر شېرولي وردګ زړور، باتور او د ځوانانو سرلاری وباله. ده وویل چې شهید انجینر شېرولي وردګ تل د لوی افغانستان د درلودلو او ابادولو هیله درلوده او همېشه به یې په دې برخه کې هلې ځلې کولې.


ورپسې د ارواښاد د کورنۍ د غړو په استازیتوب ډاکټر محمد سالم اصغرخېل خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې د ده د شخصیت په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل. اصغرخېل دغه راز د ارواښاد د ورور او د پوهنې د مخکیني وزیر ښاغلي فاروق وردګ د مننې پیغام وړاندې کړ او له ټولو ګډونوالو یې مننه وکړه چې د ځوان شهید انجینر شېرولي وردګ د روح د ښادولو په پار یې د دعا په مراسمو کې ګډون وکړ. نوموړي همداراز د خوشال عالي لېسې او غیرت تعلیمي انسټیټوټ له مسوولینو او د کوزې پښتونخوا د پوهنې د مدیرانو له شورا مننه وکړه چې د ارواښاد د فاتحې د مراسمو کوربه توب یې وکړ.


انجینر شېرولي وردګ دوې اونۍ وړاندې د هیواد د خدای ناترسه دوښمنانو له خوا، د ارواښاد له کور سره د ځای پر ځای کړي ماین په واسطه شهید کړای شو او جنازه یې د ملي شورا په انګړ کې خاور وته وسپارل شوه. د ارواښاد فاتحه د پلازمېنې کابل، پېښور او نورو ولایتونو تر څنګ د امریکا په متحده ایالاتو، مصر، ترکیې، لندن، سویس او ګڼو نورو هیوادونو کې د مېشتو افغانانو له خوا واخیستل شوه.