غزل

چــــــــــــې داکــوم خوا دي روانې _ دازما دسترګواوښکې
 
ربــــــــــه ! څــــــومره دي ارزانې _ دا زما دسترګواوښکې
 
ســــــــــپوږمۍ هم راښـکاره شـي _ نرۍ ،نرۍ سـلګۍ کړي
 
وريــــــــــځى راشي دى اوده شي _ نرۍ، نرۍ سـلګۍ کړي
 
باران شـي غټ،غټ څاڅکې _ شي سـپوږمۍ ګذارې ګـرانې
 
ربه !  څـــومره دي ارزانـې _ دا زما دســـــــــترګواوښــکې
 
لمـــــرشـــغلوبـاندې سلام کړي _ وريځــې اخلي راخصـتونه
 
ځـــــمکه ټول يې احـــترام کړي _ وريځې اخلي راخصتـونه
 
کــــــــوم خوا راشــي طوفانونه _ کړي دلمـرشغـلې پريشانې
 
ربــــه ! څــــــــــــومره دي ارزانې  _ دازما دسترګواوښکې
 
راشــــــــــه!  ژوند ځينې پتنګ يم _ دى نړۍ کې نه اوسيږم
 
له خــــــــــپل يارسـره په جنګ يم _ دى نړۍ کې نه اوسيږم
 
جــــــــــــــــــانان هلته ، اوزه دلته _ شيبې ډېرې والله ګرانې
 
ربـــــــــــــــه څومره دي ارزانې _ دازمـا دســترګواوښــکې
 
خــــــــــــوښــوي عــادت دځـان _ عطاالله چــې وي يواځــې
 
کــــــــــــــړي يواځــې ستا ارمان _ عطاالله چــې وي يواځې
 
مــــــــــــــــورې تاکړمه پريشانه _ چــرته يــې زما درمـانې
 
ربـــــــــــــــــه څومره دي ارزانې _ دازما دســترګو اوښکې
 
دجمعې مبارکه ورځ ١٣٨٨دلړم دمياشتې اتمه دماسپيښين درې بجې دمرام راډيو دنشراتودفتر