
يوولس کلن عتيق الله چې خيرنې جامې يې پر تن او له ډېرې ګرمۍ او ستړيا څخه يې پر مخ خولې را ماتې دي، د کندهار ښار د فابريکې سراى د موټرو په يوه مستري خانه کې کار کوي.
دغه ماشوم که څه هم پوهېږي چې دا عمر يې د کار کولو نه دى، خو وايي د پلار مرګ اړ کړى چې کار وکړي او د خپلو دوو وړو خويندو او مور لاسنيوى وکړي.
د دغه ماشوم پلار شاوخوا نهه کاله وړاندې د کندهار پر زندان د وسله والو په ډله ييز بريد او موټربم چاودنه کې وژل شوى دى.
د دغه بريد پر مهال لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته او سلګونه زندانيان وتښتېدل.
عتيق الله پژواک خبري اژانس ته ويلي، دى هغه مهال ډېر وړوکى و او په څه نه پوهېده خو مور يې ورته ويلي چې پلار يې د کندهار زندان ته څېرمه د سرپوزې په سيمه کې نانوايي لرله او د وسله والو په بريد کې له ډېرو نورو کسانو سره يو ځاى ووژل شو.
دى زياتوي، کله چې يې پلار ژوندى و، په يوه کرايي کور کې اوسېدل خو کله چې يې پلار مړ شو نو نيکه يې دوى ته په خپل کور کې د استوګنې لپاره يوه خونه ورکړه.
د نوموړي په وينا، اوس له خپلو دوو خويندو او مور سره يو ځاى د خپل نيکه په کور کې له دردونو او ارمانونو ډک ژوند تېروي.
دى وايي، درې کاله مخکې يې مور هغه په ښوونځي کې داخل کړ او تر دويم ټولګي پورې يې زده کړې وکړې، خو وروسته اړ کړاى شو چې زده کړې پرېږدي او کار وکړي.
دغه يتيم ماشوم ويلي: ((هغه ورځ مې تر اوسه په ياد ده چې مور مې له خپلو ټولګيوالو رابېل کړم او په يوه مستري خانه کې يې له يوه مستري سره شاګرد کړم، ما په هغه ورځ بېخي ډېر وژړل، خپلې مور ته مې ويل چې زه کار نه کوم او مکتب وايم، خو مور مې په ژړا ژړا راته ويل چې اوس زه سخته مجبوره يمه او ته بايد کار وکړې.))
د ده په وينا، داسې کمې ورځې راغلي چې دى دې په خوشحالۍ خپل کار ته تللى وي، هر سهار وختي چې له کوره راوځي نو سترګې يې له اوښکو ډکې وي.
عتيق الله وايي: ((د مستري خانې کار ډېر سخت دى، هيڅ مې نه خوښېږي، ځکه ټوله ورځ مې خيرن کالي اغوستي وي او تر ماښامه له خپل استاد سره د موټرانو کار کوم، خو د کار پر مهال مې د هغه سپکې سپورې او وهل ټکول ډېر ځوروي.))
نوموړى زياتوي، هره ورځ يې په زړه کې ورګرځي چې که پلار يې ژوندى واى، نو هېڅکله به يې دومره سختۍ او خوارۍ نه واى ليدلې او لکه د نورو ماشومانو په څېر به دى هم ښوونځي ته تلاى.
نوموړى چې دا مهال يې زړه راډک شوى و پسې زياته کړې، د هغې ورځې په ارمان يم چې له دې خيرن او سخت کار څخه خلاص شم او يوازې درس ووايم.
خو د ده په خبره، څوک نشته چې د هغه دا ارمان پوره کړي؛ ځکه د پلار له مرګ وروسته نه ورسره دوستانو مرسته کړې ده او نه هم حکومت، هغوى اوس د هر چا له ياده وتلي دي.
دغه ماشوم وايي، هره ورځ چې د کار له خلاصېدو وروسته کور ته ځي نو استاد ورته پنځوس افغانۍ ورکوي، خو په کومه ورځ چې کارونه ډېر وي، اتيا يا سل افغانۍ هم ورکوي چې دى يې خپلې مور ته ورکوي او هغه د دوى لپاره ورباندې وچه ډوډۍ او نور اخلي.
د دغه ماشوم مور وايي، که خاوند يې نه واى ورڅخه بېل شوى او يا ډېره مجبوره نه واى نو هېڅلکه به يې پر خپل ماشوم زوى کار نه واى کړى.
هغې د خپل خاوند د وژل کېدو کيسه کړې او ويلي یې دي: ((خاوند مې د کندهار محبس ته نژدې نانوايي درلودله، هغه به سهار د اذانونو پر مهال کار ته تلئ او په نيمه شپه به کور ته راتلئ، هغه دغه ستړي کار ته زما او زما د اولادونو په خاطر اوږه ورکړې وه، خو د ظالمانو پر هغه دا کار هم پېرزو نه و او په يوې ډېرې زوروې چاودنې کې يې شهيد کړ.))
دا وايي، له خاوند څخه دوې وړې لوڼې او يو زوى ور پاتې دي چې دا مهال د خپل پلار په کور کې ژوند کوي او هغه ورته د استوګنې لپاره يوه خونه ورکړې ده.
د دې په خبره، د پلار ژوند يې هم دومره ښه نه دى چې د دوى پالنه او ساتنه دې وکړاى شي؛ ځکه خو مجبوره ده چې هم يې زوى او هم دا په خپله کار وکړي.
دې ويلي، پر ځان يې شپه او ورځ يوه کړې ده، د دې تر څنګ چې د کور کار او د اولادونو پالنه کوي، د ستنې کار کوي، له دوکاندارانو خامکي غاړې او نور په مزدوري اخلي او په مياشتو مياشتو تر کار وروسته پنځه يا شپږ زره افغانۍ ترلاسه کوي او په ډېرې سختۍ ورباندې خپلې اړتياوې پوره کوي.
دا زياتوي، په پيل کې يې خپلې دوې لوڼې او زوى درې واړه ښوونځي ته داخل کړي وو، خو خراب اقتصادي حالت مجبوره کړه چې زوى له ښوونځي را وګرځوي او کار وکړي، خو لوڼې يې لا هم ښوونځي ته ځي او زده کړې کوي.
د دې په خبره، د يوې بې وسې مېرمنې په توګه په داسې حال کې د دريو اولادونو ساتنه ور له غاړې ده چې هېچا ورسره مرسته نه ده کړې او د ژوند ناخوالو ته يوازې پاتې شوې ده.
دا د کندهار لومړۍ کورنۍ نه ده چې جګړو يې د ژوند عادي بڼه بدله کړې او له هغو يې خوښي او سکون اخيستى، بلکې دلته په زرګونو داسې کورنۍ شته چې جګړې يې غړي ورڅخه بېل کړي او هغوى ته د تل لپاره بدمرغې کړې دي.
د کندهار امنيتي چارواکي وايي، د کندهار پر زندان د ډله ييز بريد پېښه ډېره زړه بوږنوونکې وه چې نه يوازې يې درانه ځاني او مالي زيانونه واړول، بلکې له امله يې تر زرو ډېر هغه زندانيان هم وتښتېدل چې د خلکو په وژنو او نورو درنو جرمونو تورن وو.
هغوى وايي، له دې پېښې ډېر کلونه تېرېږي او کېداى شي چې يو شمېر عاملين د قانون منګولو ته سپارل شوي وي او نور يې د جګړو پر مهال وژل شوي وي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي چې د دغه راز پېښو پر مهال حکومت له قربانيانو سره يوه اندازه مرسته کوي چې کېداى شي له دې کورنۍ سره هم هغه مهال مرسته شوې وي.
خو دى دا هم وايي چې دغه راز مرستې د خلکو بدمرغۍ پر خوښيو نه شي بدلولاى.
نوموړي ويلي، د کندهار ولايتي اداره هڅه کوي شتمن هېوادوال وهڅوي چې د جګړې له قربانيانو سره مرسته وکړي او تر ممکنه حده د هغوى لاسنيوى وکړي.