
کابل پریس کلب د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې د جون تر لومړۍ نېټې پورې له کابل پرته د هېواد په دري دیرش ولایتونو کې له رسنیو سره د ولایتي ادارو او والیانو د ارزونې سروې ترسره کړه.
په دغه سروې کې ټول ۳۷۰ خبریالان پوښتل شوې او ډیرو یې له ولایتي ادرو سر ټکولی او د هغوی چلند یې له خبریالانو سره نا مناسب ګڼلی دی.
خبریالانو په خپلو تجربو کې ویلي، چې د ملي یووالي حکومت په راتګ سره په ولایتي ادراو کې د چارواکو چلند بدل شوی ځکه هغوی له یو لوري له رسنیو سره پر چلند نه پوهیږي او له بل لوري په قانوني مواردو کې له رسنیو معلومات پټوي.
د سروې پایلې ښيي، چې په زابل، کاپیسا او ننګرهار ولایتونو کې تر بل هر ولایت د خبریالانو پر وړاندې ستونزې زیاتې دي او والیان یې له خبریالانو سره په هیڅ برخه کې همکاري نه کوي.
په همدې ولایتونو کې تر نورو زیات معلومات له رسنیو پټ شوي او ډير شیان رسنیو د سیمه اییزو خلکو یا نا معلومو سرچینو په حواله خپاره کړي دي.
بدخشان، غزني، خوست او پکتیا تر پورته دریو ولایتونو په دویمه درجه کې د معلوماتو د پټولو له نظره خبریالانو تر نورو ستونزمن ولایتونو ښودلي دي.
پوښتل شویو کسانو ویلي، چې په ډيرو کمو مواردو کې والیان د مرکو او خبرونو د تایید لپاره موندلی شي.
بادغیس، سمنګان او هلمند د دریمې درجې کمزوري ولایتونه دي، چې والیانو یې تر ډيره له خبریالانو سره د همکارۍ په برخه کې کوم غوڅ اقدام نه دی کړی.
هغه ولایتونو چې په سروې کې یې تر صفر پورته مثبت پاینټونه اخیستې بلخ، جوزجان، پروان او بغلان په کې شامل دی.
په پنځمه کټګورۍ کې هرات، لغمان او نورستان شامل دی، چې د نورو په پرتله په کې له خبریالانو همکاري یو څه ښه ده او والیانو یې هم تر یوه بریده له سیمه اییزو او نړیوالو خبریالانو سره همکاري کړې ده.
پاتې ولایتونه په منځنۍ کچه کې دي او خبریالان نه ترې خوښ دي او نه هم خفه.
د سروې د پایلو له مخې فراه بیا دریمه درجه هغه ولایت دی، چې له خبریالانو سره په کې ښه همکاري شوي ده.
بامیان بیا د رسنیو لپاره دویمه درجه ښه ولایت دی، چې له خبریالانو سره مرسته په کې شوې او والي یې هم له خبریالانو سره په اسانۍ مرکې کوي.
خو لوګر، تخار او کونړ بیا هغه ولایتونو دي، چې د هېواد په کچه په کې له رسنیو سره تر ټولو ډيره همکاري شوي او والیان په خپله ډير وخت د خبري سرچینو په توګه راوتلي دي.
د محلي رسنیو وضعیت:
د سروې پایلې ښيي، چې په ولایتونو کې د محلي رسنیو وضعیت ورځ تر بلې په خرابیدو دی او لوی لامل یې هم دادی، چې رسنیو د خپلو لومړیو فعالیتونو پر مهال مناسبه کاري اجنډا نه لرله او اوس د مالي ستونزو له امله د سقوط برید ته رسېدلې دي.
له ۳۷۰ پوښتل شویو خبریالانو سلو هغه یې ویلي، چې محلي رسنۍ په خراب یا د سقوط لوري ته روانې دي، چې دا کار د ولایتي ادارو جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
اویا خبریالانو ویلي، چې محلي رسنۍ په پخواني حالت دي او یوازې امتیازات او کار کوونکي یې کم شوې دي.
اوه څلویښت نورو خبریالانو بیا د محلي رسنیو په اړه ډیره اندیښنه نه ده ښودلې او ویلي یې دي، چې محلي رسنۍ په سیاستونو کې ډير رول نه لري.
درې پنځوس نورو خبریالانو ویلی. چې په ټولو ولایتونو کې دولتي رسنۍ نه مړې دي او نه هم ژوندی نو ځکه د والیانو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
د خبریالانو لپاره د درې غوره او درې ناوړه ولایتونو راپور:
تخار:
په تخار ولایت کې پوښتل شویو ټولو خبریالانو والي ته د ښې همکارۍ یا همکارۍ رایه ورکړې ده.
خبریالانو په خپلو تجربو کې ویلي، چې د تخار والي له یو لوري ځوان دی او له بل لوري یې خبریالان له ځان سره په بشپړ ډول همغږي کړي دي.
له دغه ولایت د تخار والي په تېر یوه کال نږدې یو سل اویا خبرونه خپاره کړي او تر دیرشو زیاتو په مطبوعاتي او غیرمطبوعاتي ناستو کې یې له خبریالانو سره په ډلییز ډول مرکې او څرګندونې کړې دي.
خبریالانو همدراز ویلي،، چې خبریالان والي هر ډول عملیاتو او غونډو ته تر نورو لومړی له ځان سره بیايي.
له والي سره په تېر یوه کال کې اوو رسنیو ځانګړې مرکې کړې، چې د ډيریو مرکو محتوا یې امنیتي ستونزې او په تخار کې پراختیا ده.
والي له سیمه اییزو راډیوګانو سره په تخار کې څو څو ځله مرکې کړې؛ خو ملي او نړیوالو رسنیو کومې یوې یې د تخار له والي سره د ځانګړې مرکې هڅه نه ده کړې.
محمد یاسین ضیا پلازمېنې ته هم د خپلو سفرونو پر مهال خبریالانو ته دا فرصت ورکړی چې له ده سره مرکې وکړي.
لوګر:
ولایتي ادارې په ځانګړي ډول والي یې په تېر یوه کال کې له هر هغه خبریال سره مرکه کړې، چې د والي د نظر اخیستلو هڅه یې کړې.
ددغه ولایت خبریالانو ته د کابل پریس کلب د بورډ د پریکړې او په نړیوالو رسنیو کې د لوګر د راغلو راپورونو پر بنسټ پنځلس فورمې ورکړل شوې وې، چې یوازې یوه خبریال والي ته د لږ همکارۍ رایه ورکړې او پاتې ټولو خبریالانو محمد حلیم فدايي ته د ( له رسنیو سره ډير ښه همکار) علامه ټیک مارک کړې ده.
ولایتي ادارې په تېر یوه کال د ۲۰۱۵-۰۵-۰۱ تر ۲۰۱۶-۰۵-۰۱ پورې شاواخوا درې سوه خبرونه خپاره کړي، چې د مطبوعاتي دفتر تر څنګ د ډیرو په اړه یې معلومات په خپله د لوګر والي ورکړې دي.
په کابل کې سرنوشت ورځپاڼې، هېرټ اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې، افغان اسلامي آژانس، پژواک خبري آژانس، آزادۍ راډیو او څو نورې سیمه اییز راډیو ګانې د هغه رسنیو په کتار کې راځي چې والي ورسره په خپل یوه کاري کال کې څو څو ځله مرکې کړې دي.
والي خپله شخصي شمېره د خبریالانو په واک کې ورکړې او هر مهال چې خبریال د کومې موضوع په اړه معلومات وغواړي مخامخ یې له والي پوښتلی شي.
په مرکز پل علم ښار کې د خبریالانو او فرهنګیانو لپاره د ښاروالۍ تالار هم د هغوی غونډو ته ددې لپاره ورکړل شوی، چې رسنیز فعالیتونه په کې پیاوړي شي.
لوګر والي له څو نړیوالو رسنیو غوښتي، چې په دغه ولایت کې سیمه اییز خبریالان ولري تر څو د لوګر معلومات پر وخت تر افغانانو او نړیوالو ورسیږي.
په لوګر کې له لس پوښتل شویو خبریالانو او فرهنګیانو څخه ډیرو یې په دغه ولایت کې له ولایتي ریاستونو د معلوماتو تر لاسه کولو پر مهال جدي ستونزه نه ده لیدلې.
د ځمکو د غصب په اړه په خپله د والي دخالت او د غاصبینو ته ورکول هغه کړنه ده چې خبریالانو ستایلې او په وینا یې په دې برخه کې ولایتي ادراې له رسنیو سره هر ډول مرسته کړې ده.
په پراختیايي برخه کې هر څومره پروژې چې پرانیستل شوې، بلنلیک یې ټولو رسنیو ته رسیدلې او خبریالان تر نورو لومړی ور بلل شوي دي.
په عدلي او قضایي ارګانونو کې په تېرو اتو میاشتو کې څلور دوسیې چې خبریالانو یې کتنه غوښتې په اړه یې خبریالانو ته معلومات ورکړل شوي دي.
د ولایت مطبوعاتي دفتر د والي په لارښوونه ټولو خبریالانو ته یو ډول معلومات ورکوي او پر وخت اعلامیې خپروي.
والي له کوم تعصب پرته په انګلیسي، پښتو او دري ژبو له خبریالانو سره مرکې کړې، چې دې کار د نړیوالو خبریالانو رضایت هم تر لاسه کړی دی.
له شک پرته چې په ټول افغانستان کې له خبریالانو سره د چلند پر مهال ستونزې موجودې دي، چې په لوګر کې تر اوسه په هیڅ دولتي اداره کې معلوماتو ته د لاسرسي قانون نه دی لیدل شوی.
دا که څه هم د عدلیې وزارت مکلفیت دی چې د ولسمشر غني له لوري توشیح شوی قانون ټولو دولتي ادارو ته ولیږي؛ خو والي هم باید په دې برخه کې هڅې کړې وای او له عدلیې وزارت نه یې دغه قانون غوښتی وای چې له بده مرغه دا کار نه دی شوی.
کونړ:
په دغه ولایت کې له ډکو شویو پنځلس فورمونو اکثریتو یې په بشپړ ډول د والي د ډيرې همکارۍ په اړه دي.
خبریالانو په خپلو تجرو کې لیکلي، چې کله یې غوښتي له والي سره یې اړیکه نیولې ده او مرکې یې ورسره کړې دي.
په کابل کې د د افغانستان ملي راډیو راغلې تجربه وايي، چې ددغه راډيو مسوولینو درې ځله د پوهنې، ځنګلونو او امنیت په اړه په ژوندۍ خپرونه کې له والي سره مرکې کړې او نوموړی یې په دوه دقیقو کې پر ټلفون موندلی دی.
دغه مرکې د ۲۰۱۶ په فبرورۍ، مارچ او اپریل کې شوې دي چې وحید الله کلمیزي ورته په رسمي وخت کې ځواب ورکړی دی.
د ام آی سي ټي جرمني نهاد له لوري په لیکل شوي تجربه کې لیکلي، چې ددغه ادرې خبریال د ۲۰۱۵ په ډیسمبر کې کونړ ته سفر کړی او هلته یې د اوبو په اړه پر یو څیړنیز راپور کار کړی.
په دغه تجربه کې لیکل شوي، چې والي درې ورځې د ام آی سي ټي خبریال ته هر ډول امکانات برابر کړي او همداراز یې د خلکو له خولې د حقایقو په اخیستلو کې هم مرسته ورکړې ده.
د کونړ له ولایتي ادارې په تیر یوه کال کې دوه سوه اویا خبرونه خپاره شوي، چې د ولایت د امنیه قوماندان او ولایت د مطبوعاتي دفتر تر څنګ ډیر یې والي په خپرو رسنیو ته تایید کړي او یا یې په اړه معلومات ورکړي دي.
والي د ختیځو ولایتونو له مطبوعاتي دفترونو سره هم د همغږۍ په رامنځ ته کولو کار کړی او د کونړ، خبریالان یې د ننګرهار، نورستان او لغمان له خبریالانو سره په اړیکه کې کړې دي، چې د ځینو موضوعاتو په اړه د ختیځ په کچه رپوټونه جوړ کړي.
وحیدالله کلمیزي په کونړ کې د تر ټولو لویې ستونزې ځنګلونو د قاچاق په اړه مخامخ له خبریالانو سره معلومات شریک کړي او په دې توګه یې ددغه ناوړه کار مخه نیولې ده.
د کونړ د والي په اړه د سروې د پایلې له مخې تر ټولو لویه ستونزه داده چې له امنیتي بنسټونو په ځانګړي توګه پولیسو سره همغږي نه لري.
رایه ورکوونکو ویلي، چې ګڼ مهال د کونړ امنیه قوماندان یو ډول او والي بل ډول معلومات رسنیو ته ورکوي.
معلوماتو ته د نه لاسرسي ستونزه په کونړ کې هم شته؛ خو والي ټول ریاستونه مجبور کړي، چې له خبریالانو سره د څیړنیزو راپورونو پر مهال مرسته ورکړي.
هغه درې ولایتونو چې د رسنیو لپاره تر ټولو بد وضعیت په کې روان دی او والیان یې هم په هیڅ ډول له رسنیو سره همکار نه دي:
زابل:
د خبریالانو لپاره تر ټولو بد ولایت دی، چې والي یې درې ځله پنځه پنځه تنه خبریالان د ولایت له مخې شړلي دي.
زابل ته له ورکړل شویو اوو فورمونو ټولو خبریالانو والي ته د هیڅ همکار نه دی رایه ورکړې ده او په دې توګه د کابل پریس کلب په دې سروې کې زابل منفي سل پاینټونه اخیستي، او له دري دیرشو ولایتونو د رسنیو لپاره تر ټولو ناوړه ولایت دی.
خبریالانو د والي په اړه خپلې لس تجربې له پریس کلب سره شریکې کړې، چې په ټولو کې د معلوماتو د محدودولو، ناوړه چلند او معلوماتو د پتولو کیسې شوې دي.
د ۲۰۱۶ د مارچ په اتمه نېټه د الجزیرې عربي ټلویزیون خبریالانو درې ورځې هڅه کړې، چې د یوې موضوع په اړه د زابل د والي نظر واخلي؛ خو والي یې نه دی موندلی.
د والي مطبوعاتي دفتر هم له خبریالانو سره د والي په څير چلند کوي او ډير وخت خبریالان مجبور شوي، چې د پېښو په اړه عیني شاهدان د خپلو خبرونو سرچینې وګرځوي.
والي د ۲۰۱۶ د اپریل په اته ویشتمه نیټه په زابل کې یو خبریال هم په ناقانونه توګه ګواښلی او د هغه په اړه یې یو مکتوب هم امنیتي ارګانونو ته استولی دی.
د زابل والي له ګومارل کیدو تر اوسه له هیڅ خبریال سره مرکه نه ده کړې او نه یې هم خبریالانو ته د هغوی له کاري چوکاټ سره سم د کار کولو اجازه ورکړې ده.
کاپیسا:
د کابل پریس کلب د سروې په جریان کې د کاپیسا ولایت شپږو خبریالانو پریس کلب ته مراجعه کړې او د والي د استبدادي چلند څخه یې سر ټکولی دی.
د ۲۰۱۶ د مارچ په اتمه نيټه د هېرټ اف ایشا انګلیسي ورځپاڼې د څلورو ورځو لپاره هڅه کړې د کاپیسا د والي نظر واخلي؛ خو نه دي بریالي شوي.
د المان غږ نړیوالې راډیو خبریال د ۲۰۱۶ د جنورۍ په نهمه دوه ورځې والي ته انتظار کړی چې اله سی او نجراب ولسوالیو د حالت په اړه د والي نظر ولري؛ خو نه دی بریالی شوی.
سیدمحمد خالد هاشمي د والي په توګه له ټاکل کېدو وروسته په خپل ولایت کې د خبري غونډو په جوړولو کې هیڅ ګام نه دی اخیستی.
نوموړي همدراز د راډیو افغانستان څو څو ځله اړیکو ته په ژوندۍ خپرونه کې وخت نه دی ورکړی او خلک یې بې ځوابه پرې ایښي دي.
د کاپيسا لپاره د ټاکل شویو فورمونو له ډلې شپږو خبریالانو والي ته د هیڅ همکار نه دی خانه ډکه کړې او یوازې یوه خبریال د همکار نه دی خانه ټیک مارک کړې ده.
ننګرهار:
د ۲۰۱۵ کال د جولای په اته ویشتمه نیټه د ننګرهار والي لس خبریالان د یوې مطبوعاتي غونډې په موخه اته ساعته انتظار کړي او په اخر کې یې له کومې خبرتیا پرته هغوی تګ ته اړ کړي وو، چې دا د خبریالانو لپاره یوه ترخه تجربه ده.
د ۲۰۱۵ کال د ډیسمبر په نهمه نېټه په ننګرهار کې له شینوارو د راکډه شویو کورنیو په اړه له والي سره شپږو رسنیو د اوو ورځو لپاره د اړیکې نیولو هڅه کې خو نه دي بریالۍ شوې.
خبریالانو که څه هم په خپلو تجربو کې د والي له ویاند او مطبوعاتي دفتر څخه خوښي ښودلې؛ خو پخپله والي په ستونزه موندل کیږي.
پژواک خبري آژانس د سلیم خان کندوزي د ټاکل کېدو په لومړیو ورځو کې له هغه سره یوه ځانګړې مرکه کړې ده.
ددغه آژانس یوه مدیر ویلي، ښايي دوی چې په څومره آسانۍ والي موندلی وي نور څوک یې پيدا نه شي کړای.
د ننګرهار خبریالانو په خپلو تجربو کې لیکلي، چې والي له ځان سره هیڅ سیمې ته خبریال نه بیايي او تر ډيره یې ولسوالیو ته سفر هم نه دی کړی.
په ننګرهار کې د ذبیر خاکسار په نوم د یوه خبریال د وژل کېدو د قصې ګونګ والي بل هغه مورد دی، چې د ننګرهار والي پرې سترګې پټې کړې دي.
خبریالانو ویلي، یوازې د خاکسار د وژنې په ورځ ولایتي ادارې جدي غبرګون وښود تر هغه ورسته یې هیچا هم په دې اړه کوم ګام نه دی اخیستی.
تر ټولو لویه ستونزه چې په ننګرهار کې خبریالانو یاده کړې، په څو ولسوالیو کې د حالت خرابوالی دی، چې والي یې له رسنیو پټ ساتي.
یوه خبریال په خپله تجربه کې لیکلي: (( د شینوارو په اچین، ده بالا، هسکه مینه او یو شمېر نورو ولسوالیو کې حالت ډیر ګونګ او پيچلي دي؛ خو والي هیڅکله رسنیو ته په دې اړه معلومات نه ورکوي، چې هلته اصلي حالت څه دی، همدراز د کډوالو بې برخلیکه پاتې کیدل بله موضوع ده چې والي پټه کړې او آن د فساد خبرې هم په کې مطرح وې، چې تر اوسه هم ګونګه ده.))
په ننګرهار کې یوه بله جدي ستونزه چې خبریالانو یاده کړې او کومه ثبوت یې نه دی وړاندې کړی دادی چې والي څو څو ځله خبریالانو ته د موضوعاتو د پټولو لپاره پیسې او نور امتیازات وړاندیز کړي دي.
کابل پریس کلب ددې موضوع د ثبوت لپاره ډيرې هڅې وکړې؛ خو بریالی نه شو، اما خبریالانو د بریښنا پرې کېدو په اړه یوه بېلګه یاده کړې، چې والي له سیمه اییزو قوماندانانو سره هوکړه کړې او د خبریالانو د خولو خوږولو وړاندیز یې هم کړی.
وړاندیزونه:
۱:- کابل پریس کلب له ولسمشرۍ ماڼۍ اجرایه ریاست، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او سیمه اییزو ارګانونو خپلواکې ادارې څخه غواړي، چې هغه درې ولایتونو او والیان چې نه یوازې دا چې له خبریالانو سره مرسته نه کوي، بلکې د هغوی سپکاوی کوي، په دې پوه کړي، چې له رسنیو سره معلومات شریکول د هغوی قانوني دنده ده.
۲:- هغه والیان چې د خبریالانو سپکاوی یې کړی او د قانون ماتونې په پېښو کې ښکیل دي باید وپوښتل شي، چې ولې له خپل صلاحیت څخه د خبریالانو پر وړاندې ناوړه ګټه اخلي.
۳:- کله چې والیان ټاکل کیږي، باید د یوې ځانګړې تګلارې له مخې هغوی ته له رسنیو او خبریالانو سره د خبرو او مرکو کولو لارې چارې د یوه ورکشاپ په ترڅ کې وښودل شي، چې د والي پوهیدل بیا په ټوله ولایتي اداره اغیز لري.
۴:- د سیمه اییزو ارګانونو خپلواکه اداره باید وخت پر وخت له رسنیو سره د والیانو د چلند پوښتنه وکړي او د والیانو مستقیم نظر واخلي.
۵:- والیان باید ټولې هغه شمېرې، ایمیل آدرسونه او فیسبوک پاڼې له خبریالانو سره شریکې کړي، چې دوی یې په خپله په واک کې لري، ځکه تر ډيره د والیانو موبایل ټلفونونه د هغوی له سکرترانو سره وي.
۶:- والیان باید د خپلو ویندویانو په ټاکنه کې دقت وکړي، او داسې کسان د خپل ویاند او مطبوعاتي ټیم د غړو په توګه وګوماري، چې له رسنیو سره بلدتیا ولري او همدراز په رسمي ژبو د خبرو تر څنګ په انګلیسي هم خبرې وکړی شي.