نن د انټرنېټ څلوېښتمه کاليزه لمانځل کيږي

 

نن د انتټرنېټ څلوېښتمه کاليزه لمانځل کيږي. د 1969 کال د ااکټوبر په 19 نېټه د لومړي ځل لپاره له کمپيوټر څخه کمپيوټر ته پيغام واستول شو. د انټرنېټ مخترع امريکايي ليونارډ کلين راک اوس هم ژوندی دی او  75 کاله عمر لري، مانا دا چې په هغه وخت کې نوموړی ۳۵ کلن و.انټرنېټ اساسا د استخباراتي موخو لپاره جوړ شوی و، خو په ډېره لنډه موده کې د تڼۍ همدغه يوه ټک نړۍ پر نړيوال کلي بدله کړه.