فنلنډ د نړۍ تر ټولو سوکاله هېواد وګڼل شو

 

د (لېګاټم انسټيټوټ ) له خوا د سوکالۍ د شاخص په نامه په يوه رپوټ کې فنلنډ د نړۍ تر ټولو سوکاله هېواد ګڼل شوی. د سوکالۍ يا نېکمرغۍ په تعريف کې اقتصادي رفاه ، روغتيا او د بيان آزادۍ ته ډېر ارزښت ورکړل شوی. په دغه رپوټ کې د نړۍ ۱۰۴ هېوادونه چې د ټولې نړۍ ۹۰٪ نفوس په کې مېشت دی ، انتخاب شوي او  تر فنلنډ وروسته په ترتيب سره سويس ، سويډن، ډنمارک ،ناروې ، اسټراليا، کاناډا ، امريکا او برتانيه د نړۍ نېکمرغه هېوادونه بلل شوي. په رپوټ کې جاپان ۱۶ ، هانګ کانګ ۱۸ ،سنګاپور ۲۳ او تايوان ۲۴ ځای لري . چين ته ۷۵ او هندوستان ته ۴۵ ځای ورکړل شوی. ځينې شنونکي پر دغه رپوټ نيوکې کوي او وايي چې په هغې کې ځينې نور ملحوظات په پام کې نيول شوي .