په عامې روغتیا وزارت کې فساد عادي چاره ګرځېدلې

 
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې کمېټې موندنې ښيي چې د عامې روغتیا په وزارت کې اداري فساد او له دولتي امکاناتو شخصي ګټه اخیستنه معمول دي. د وزارت له تېلو، درملو او وسایطو شخصي استفاده، درغلي، جعل، اختلاس او زورواکي په یاد وزارت کې د فساد مهم موارد په ګوته شوې دي.
 
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټې موندنې ښيي چې د عامې روغتیا په وزارت کې اختلاس او فساد عادي چاره ګرځېدلې ده.
د څارنې او ارزونې د ګډې خپلواکې کمېټې له خوا په چمتو شوي څېړنیز راپور راغلي چې د روغتیا په برخه کې پر روڼتیا د خلکو باور خورا کم شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت له تېلو، درملو او امبولانسونو څخه شخصي استفاده او له ناروغانو سره ناوړه توپیري چلند هغه موارد دي، چې د فساد د څار ادارې یې اندېښمنې کړې دي.
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې ګدې کمېټې موندنې دغه راز ښيي چې له دې ور هاخوا د عامې روغتیا وزارت په ډېرو برخو کې درغلي، جعل، اختلاس او زورواکي هم معمول دي.
د یادې کمېټې تخنیکي سلاکار میټیوو رادېک پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د عامې روغتیا په وزارت کې فساد د دغه وزارت پر فعالیتونو د خلکو باور کم کړی دی.
هغه وویل:«په ټوله کې زموږ موندنې ښيي چې د روغتیا د برخې فساد ډېر زیات دی او د هېواد د هرې برخې اوسیدونکي یې له ګواښ سره مخ کړي دي، په دې برخه کې فساد د خلکو اعتماد له لاسه ورکړی او په ټولو برخو کې همغږي کمزوري ده.»
پر اداري فساد د څار دا کمېټه وايي چې دا څېړنیز راپور یې د ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې له خلکو سره د خبرو او خپلو څېړنو له مخې بشپړ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په دغه وزارت کې تشو بستونو او خیالي روغتونونو په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي.
د فساد پر وړاندې د څار او ارزونې خپلواکه کمېټه درې افغان او درې بهرني غړي لري چې په وینا وروستی راپور یې د روغتیا وزارت په غوښتنه تر سره کړی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي، که څه هم د فساد ختمېدو لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي خو له پخوانۍ ادارې ورته فساد په میراث پاتې دی.
 
ډاکټر فیروزالدین فیروز دې غونډې ته وویل چې د فساد په اړه نوې موندنې به مرسته وکړي چې دوی خپلې ستونزې هوارې او له فساد سره مبارزه لا ګټوره کړي.
نوموړي وویل:«دا راپور موږ ته جرئت راکوي چې موږ له تېر کال راهیسې د فساد پر وړاندې مبارزه په ښه مسیر روانه کړي ده، موږ په دې راپور کې وینو چې د روغتیا د برخې فساد او ستونزې څومره ژورې دي، موږ وینو چې یوازې د روغتیا سکټور زیانمن نه دی بلکې دا ستونزه دولت او عامو خلکو ته هم ده چې په ډېر بد وضعیت له پخوانیو سیستمونو او ادارو موږ ته په میراث پاتې دی.»
د کمېټې یوه بل غړي نسیم اکبر وویل چې د افغانستان په ډېری وزارتونو او ادارو کې ورته ستونزې شته چې دې کار ملي ګټې له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.
ښاغلی اکبر وايي چې په افغانستان کې د فساد پر وړاندې ټولې هڅې یوازې تر شعاره پاتې شوي او له سیاسي پیاوړي دریځ پرته به یې په لنډ وخت کې مخنیوی نا شونی وي.
 
سرچينه: سرنوشت ورځپاڼه