دمطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې افغانستان ۱۴۹ ځای ترلاسه کړ

 د بې پولې خبريالانو ټولنه وايي ،چې که څه هم په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي وده کړې ،خو بيا هم خبريالان د طالبانو او همدارنګه د زوراکو او دولتي چارواکو له خوا ګواښل کيږي . د هغې درجه بندۍ له مخې چې د مطبوعاتو د آزادۍ په برخه کې دغه سازمان کړې ، افغانستان د ۱۷۵ هېوادونو تر منځ ۱۴۹ ځای ترلاسه کړی. تر ټولو غوره هېوادونه ډنمارک ، فنلنيډ او ايرلنډ بلل شوي او په دې برخه کې  تر ټولو ناوړه هېوادونه په ترتيب سره ارېتريا، شمالي کوريا ، تر کمنستان او ايران ياد شوي.