لاریون کوونکي:  د بلخ له سرپرست والي دې نور واک واخیستل شي

 
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې سلګونو لاريون کوونکو د بلخ د سرپرست والي د لرې کولو غوښتنه وکړه.
ياد لاريون چې پرون د بلخ ولايتي شورا د ځينو وکيلانو له خوا بدرګه کېده له فردوسي څلورلارې پيل او د ولايتي شورا مخې ته پای ته ورسېد.
لاريون کوونکو د هېواد ملي بيرغونه او د بلخ د سرپرست والي تصويرونه چې چلپاوې پرې کش شوې وې، له ځان سره لېږدول.
دوی د «موږ په بلخ کې د يو حزب او يو قوم د حکومت د پای ته رسېدو غوښتنه کوو، د بلخ سرپرست والي دې لرې شي، بلخ کې دې داسې والي مقرر کړای شي چې حزبي نه وي» شعارونه ورکول.
د ولايتي شورا مرستيال او د جنبش ګوند غړي شجاع الدين شجاع چې د ياد لاريون يو له تنظيموونکو څخه وو، لاريون کوونکو ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې دوی په بلخ کې د روانو بې عدالتيو پر وړاندې راټول شوي دي.
نوموړي زياته کړه: ((تاسو ټول پوهېږئ چې په بلخ کې د قدرت انحصار موجود دی، د دغه انحصار له لارې يوه ډله د بلخ د ټولې هستۍ پر خپلولو اخته ده.))
هغه د غير مسوولو وسله والو او په غير قانوني توګه د وسلو وېش ته يو ځل بيا اشاره وکړه چې د همدغه ډول ستونزو پر وړاندې يې غږ پورته کړی دی.
شجاع وويل: ((څوک چې زموږ پر روان مدني حرکت باندې د بې نظمۍ جوړولو نوم ږدي، هغوی وېرېږي چې د همدغو مدني حرکتونو له لارې يې د يو قلم په مرسته له بې عدالتيو پرده پورته کوو.))
نوموړي له مرکزي دولت څخه د بلخ د سرپرست والي د لرې کېدو د غوښتنې تر څنګ وويل چې بايد په بلخ ولايت کې يو زړه سواند، عادل او داسې شخص چې له ټولو قومونو سره ښې او نږدې اړيکې ولري، پر دنده وګومارل شي.
د ولايتي شورا پخوانی رييس محمد ابراهيم خير اندېش چې ياد لاريون له بدرګه کوونکو څخه وو، لاريون کوونکو ته د خپلو خبرو په ترڅ کې والي ته په خطاب کې وويل: ((د بلخ محترم والي صېب څوارلس کاله مو خلکو ته دوکه ورکړې ده. نور بس دی.))
نوموړي پر والي تور ولګاوه چې په تېرو څوارلس کلونو کې يې د بلخ د امنيت لپاره هېڅ هم نه دي کړی، بلکې د بلخ امنيت د خلکو له خوا نيول شوی دی.
هغه د بلخ والي ته په خطاب کې وويل چې نن يې هم د ياد لاريون د مخنيوي لپاره په بېلابېلو ډولونو هڅې وکړې، خو د بلخ عدالت غوښتونکي خلک ونه وېرېدل او را غونډ شول.
خيراندېش زياته کړه: ((والي صیب دا درته ننګ دی چې د سرپرست په توګه ولايت کوې، نور يې پرېږده.))
نوموړي تور ولګاوه چې په مزارشريف ښار کې انکشافي چارې په غير متوازن شکل ترسره شوې دي.
هغه د مزارشريف ښار د شمال، ختيځ او لوېديځو اړخونو د ځينو سيمو نومونه واخيستل چې پراختيايي چارې په کې د نشت برابرې دي.
د ولايتي شورا وکيل او د ياد لاريون يوه تنظيموونکي محمداصف مومند لاريون کوونکو ته د خبرو په ترڅ کې وويل: ((موږ نور سرپرست والي نه غواړو، د بلخ محترم والي صیب! استعفا ورکړه.))
نوموړي زياته کړه چې دوی مچان او مياشې نه دي، راټول شوي خلک د دې ښکارندويي کوي چې د دوی غوښتنې حق دي.
هغه د بلخ والي ته په خطاب کې وويل، څوارلس کاله چې کوم ظلم شوی، بس دی او نور يې صبر پای ته رسېدلی.
اصف مومند په احساساتي انداز کې وويل: ((که چېرې د بلخ والي استعفا ورنه کړي، بيا راټولېږو، بيا راټولېږو او بيا راټولېږو.))
د ياد لاريون يوه ګډونوال محمدمير پژواک ته وويل چې په خپل ولايت کې د عدالت غوښتنې په موخه يې په دغه لاريون کې برخه اخيستې ده.
نوموړي زياته کړه: ((موږ برق غواړو، موږ سړک غواړو، سړک داسې ځای ته غځول شوی چې هلته خلک ژوند نه کوي؛ خو چېرته چې خلک ژوند کوي، هلته بيا خامه سړکونه دي.))
دغه لاريون د اته ماده ييز پرېکړليک په لوستلو پای ته ورسېد چې په کې پرته له قيدو شرطه يې د بلخ د سرپرست والي د ګوښه کېدو غوښتنه شوې وه.
همداراز په پرېکړليک کې له مرکزي حکومته د بلخ د هر اړخيزو چارو د سپړنې او څېړنې په موخه د باصلاحيته پلاوي د رالېږلو غوښتنه شوې وه.
سرچينه: سرنوشت ورځپاڼه