محمد علي:  نړیوال اتل

 
 
محمدعلی ((۱۷ جنوری ۱۹۴۲ – 4 جون ۲۰۱۶)امریکايي سوک وهونکی، اصلي نوم یې(كاسيوس مارسيلوس كلاي جونيور) دی په  ۱۹۴۲ز دامریکا په کنتاکي ایالت کې زیږیدلی دی له ۷۴ کلونو له تنفسی ناروغۍ وروسته ومړ، ارواښاد محمد علي دمنځنۍکچې کورنۍ سره تړاو درلود، مور یې پر خپل مذهب (معمداني) راستر کړی و، وروسته  داسلام په مبارک دین مشرف شواو ځانته یې (محمدعلي) نوم غوره کړ.
په شلو کلونو کې درې ځل د نړۍ په کچه  د دروند وزن اتل شو، په ۱۹۹۹ ز کې د پیړۍ ورزشکار وپیژندل شول، دا لقب ورته دسپورت مشهورې مجلې سپورټس ایلاسټریټد لخوا ورکړل شوی دی، وروسته یې همدا لقب دایټالوۍ مجلې لاګازیتا ډیلو لخوا هم اخستی دی، مجلې سروی پیل کړې وه او ارواښاد محمد ۷۱.۲٪ رایې تر لاسه کړې وې.
محمد علي په ۲۰۰۲ ز کې کابل ته راغلی و.

ارواښاد به دځان په اړه ویل: زه دپتنګ په څېر الوځم او دمچۍ په څېر نېښ وهم. نوموړی دنړۍ په کچه تیز سوک وهونکی دی، ویل کیږي، چې سوک یې د ۱۰۰۰ پونډه ځواک سره برابر دی، په ۱۹۸۱ ز کې یې دسپورټ له نړۍ سره خدای په اماني وکړه، نوموړي ۵۶ سیالیو کې ونډه درلوده، چې ۳۷ یې دخپل تیز او پیاوړي له سوک ګټلې دي، یوازې پنځه سیالۍ یې بایللې دي.
 
دسوک نړۍ ته ننوتل
محمد علي دسوک نړۍ ته دتصادف له مخې ننوتی دی، ۱۲ کلن و، چې په سیمه ییزه کچه یې یو شمېر لاسته راوړنې درلودې، ۱۸ کلنۍته نه و  رسیدلی، چې داولمپیک یو شمېر طلايي میډالونه یې تر لاسه کړل، په ۱۹۶۰ ز د سوک وهنۍ مسلکي لړۍ پیل کړه، په دریو کلونو کې یې ۱۹ سیالۍ تر سره کړې او ټولې یې وګټلې، ۱۹۶۴ ز کې یې دهغه مهال دسوک وهنۍ اتل سونی لیستون مات کړ، دلومړي ځل د دروند وزن د سوک وهنۍ اتل شو، هغه مهال یې عمر ۲۲ کاله و، دا نو دنړۍ په کچه ریکارډ و، چې دنوموړي په برخه شو.
 
داسلام منل
محمد علي دالیجاه محمد خطبې اوریدلی، په ۱۹۶۴ ز کې سوني لیسټون دسوک وهنۍ له تخت څخه راوغورځوه، له دی بریا وروسته ارواښاد په ۱۹۶۵ز کې اسلام ومانه او خپل نوم یې محمد علي ته  واړوه او د(کلای) روستاړی یې ورڅخه لری کړ. ځکه دې نوم دمریتوب مانا ورکوله او په انګلیسي کې خټې ته ویل کیږي. دا روستاړی  یې دخپل نږدې ملګري امریکايي مفکرمالکوم اکس په سپارښتنه او مشوره لرې، ارواښاد علي اسلام ومانه او دا اندېښنه یې نه کوله، چې دا کار به یې دخلکو ترمنځ محبوبیت راکم کړي، خو محبوبیت او ملاتړ یې دپخوا په پرتله څو ځلې زیات شو.
 
محمد علي او دویټنام جګړه
په ۱۹۶۴ ز کې محمد علي په هغه ازموینه کې ناکام شو، چې دامریکايي اردو لپاره به اخستل کېده، ځکه دنوموړي لیکنۍ او ژبنۍ وړتیاوې ددې جوګه نه وې، چې محمد علي دې په امریکايي پوځ کې دنده ولري، په ۱۹۶۶ ز کې بیا ازموینه ورکړه، دا ځل یې ځان لومړۍ ګټګورۍ ته ورساوه، او اردو ته د تګ وړتیا یې راخپله کړې وه، دا ځل یې بخت ورسره یاري ونه کړه، ځکه امریکا په ویټنام کې ښکیل وه، اردو ورڅخه وغوښتل، چې باید ویټنام ته ولاړ شي، خو محمد علي دا ځل دپوځ غوښتنه رد کړه او زیاته یې کړه دا چټله جګړه ده زه په کې برخه نه اخلم، دا دقران کریم له لارښونو سره په ټکر ککې ده، زه دمسلمان په توګه نه شم کولای دې جګړې ته ولاړ شم، اسلام یوازې دهغې جګړې لارښونه کوي، چې دالله او دهغه درسول صلی الله علیه وسلم لپاره وي. په ۱۹۶۶ ز کې یې دا خبره هم ور زیاته کړه، زه په ویتنام کې له کمونیست پوځ سره نه جنګیږم، هغوي خو ماته دزنجي/ تورپوستي خطاب نه کوي.
 
دالقابو سلبول
په ۱۹۶۷ ز  محمد علي دسوک وهنې په نړۍ کې پرلپسې بریاوې تر لاسه کړې وې، دویتنام جګړې له کبله یې حکومت ترې تول القاب بیرته واخیستل، دنوموړي دهمدې دریځ له کبله، چې دویتنام په جګړه کې یې له ګډون مخ واړوه، په دې جګړه امریکايي پوځ دسر او مال زیان ګاللې وو.
محمد علي په ۱۹۷۰ ز کې بیا د سوک وهنې نړۍ ته راوګرځید، نوموړی دلومړي ځل لپاره د جوفریزر پر وړاندې ډګر ته راووت له جو سره محمد علي درې سیالۍ وکړې، دوه یې وګټلې، چې دنړۍ سیالي وبلل شوه.
په ۱۹۷۴ ز محمد علي له پیاوړي او مشهور سوک وهونکي فورمان سره میدان ته ښکته شو او خپل سیال یې مات کړ، دا ځل نو محمد علي نړۍ او امریکا ولړزوله او بیرته د سوک وهنې تخت ته پورته شو.
 
دارواښاد محمد علي په اړه  ورځپاڼو داسې لیکلي دي.
دمحمد علي مړینه دنړۍ په کچه کومه عادي هغه نه وه، مشهورو ورځپاڼو، سیاستوالو دا ځل ارواښاد محمد علي ته داسې القاب کارولي، چې له دې وړاندې هیچا ته نه دي کارول شوي.
دسوک وهنې دا افسانوي اتل یوازې سوک وهونکی نه و، بلکې دانساني ارزښتونو مدافع او ملاتړی و، دویتنام له جګړې انکار د شهرت اوج ته ورساوه نوموړي ویلي وو: زه له ویتنام سره کومه ستونزه نه لرم، ما ته یې دتورپوستي خطاب نه دی کړی.
دا لومړی ځل دی، چې یو ورزشکار دومره ستایل کیږي، هیلري کلنټن وايي محمد علي دښکلا، پیاوړتیا، سرعت بېلګه ده، ولسمشر محمد اشرف غني او حامد کرزي هم محمد علي ستایلې او خپله خواخوږي یې د ارواښاد له کورنۍ سره شریکه کړې ده.
نیویارک ټایمز لیکلی وو:د شلمې پیړۍ اتل ولاړ، واشنګټن پوسټ بیا لیکلی و: دسوک وهنې اتل، دنړۍ په کچه  دښه نیت سفیره  محمد علي الله مو مل شه.
په فرانسه کې ورځپاڼو لیکلي وو: په تاریخ کې تر ټولو ستر ورزشکار، المان کې ورځپاڼو لیکلي وو: محمد علي ښکلی، غوره او ستر انسان و، یوازې سوک وهونکی نه و، بلکې کاریزماتیک انسان و، دسیالۍ په ډګر کې نه ایساریږي، څرګندونې یې  په انساني موضوعاتو کې د تېز پل په څېر وې.
محمد علي به تکرار نه شي.
ډیلي میل لیکلی و: متواضع غر ولاړ،  ټیلګراف لیکلي دي: دمحمد علي سیالي  پخوا او اوس هم داسې ورزشي پېښې دي، چې دنړۍ په کچه مېنوال لري، ددې افسانوي اتل خبره اوس هم دخلکو پر ژبو ده.
کله که دې زما دماتې خوب ولیده، په کار ده، چې له خوبه رابېدار او بښنه وغواړې.
محمد علي څلور ودونه کړي دي، اوه لوڼې او دوه زامن لري.
 
ناروغي او مړینه
محمد علي په ۱۹۸۴ ز کې پر پارکینسون  ناروغۍ اخته شو، په ۲۰۰۵ ز کې یې روغتیايي وضعیت ډېر خراب شو، خبره تر روغتونه ورسیده او هرکال باید په کې بستر شوې وای.
ارواښاد محمد علي د روان کال دجون پر دویمه روغتون ته ولیږدول شو، دا ځل یې د تنفس ستونزه درلوده، ورځپاڼو او نړیوالو خبري رسنیو وویل: دسوک وهنې افسانوي اتل د زنکندن په حال کی دی، کورنۍ یې د جنازې او ښخول مراسم نیسي، ډاکترانو هم وویل: محمد علي نور له دې نړۍ ځي.