په فرانسه کې د (پيرنت) په نامه يو مخترع په دې بريالی شوی چې له هوا څخه اوبو توليد کړي.نوموړي داسې يوه آله جوړه کړې چې کولی شي په يوه شپه او ورځ کې د هوا له بخاراتو څخه ۸۰۰ ليتره اوبه توليد کړي.دا نوې آله د الوتکې څرخ ته ورته والی لري چې د هوا د بخاراتو د کنګل کولو له لارې اوبه توليدوي. پيرنت وايی ، چې نوې جوړه شوې آله به له هغو افريقايي هېوادونو سره ډېره مرسته وکړي چې د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.
وروستي