
ژباړه: نجيب الله خان
رونالډو چې پوره نوم یې (Cristiano ronaldo dos Santos aveiro) دی، په ۱۹۸۵کې د فبروري په پنځمه د پرتګال په مادیرا کې زيږيدلى، د ونې لوړوالى يې۱۸۶سانتي متره دی؛ نوموړی اوس د ریال ماډريډ کلب لپاره لوبه کوي.
کریسټنا رونالډو چې د فوټبال یو مخکښ لوبغاړی دی، په نړۍ کې زرګونه مينوال لري.زرګونه خلک هغه د یو فوټبالر په حیث خوښوي، لوبې یې په مینه ګوري.
خو؛
رونالډو ولې شراب نه څښي؟
او ولې سګرېټ نه څکوي؟
همدارنګه څه لامل دی، چې په ځان باندې انځورونه (ټاټو)نه وباسي؟ په داسې حال کې چې زیاتره لوبغاړي په خپل ځان مختلف ټاټووباسي.
داهغه پوښتنې دي، چې د زرګونه خلکو په ذهن کې پیدا کېږي؛ او دځواب په لټه کې یې کېږي، خو رونالډو دغو سوالونو په ځواب کې داسې ویلې دي چې:
ځکه په ځان انځورونه نه وباسي چې نوموړی هر کال نورو ته وینه ورکوي نه غواړي چې کوم څه په نوموړي بده اغيزه وکړي.
شراب ځکه نه څښي،چې پلار يې د شرابو د څښلو له امله مړ شوی و.
او د سېګرټو دنه څکولو لامل یې هم دادی؛ چې هغه نه غواړي چې کوم داسې څه وکړي چې دده د فوټبال د ښو لوبو کولو مخه ونيسي.