
لیکنه او ژباړه: مشتاق رحیم
د خلکو پرمختګ او ورستوالې بیلا بیل لاملونه لري- د دغه لاملونو څخه یو لړ یې هم د انسان د خپل د ژوند د چارو تنظیمول دي چې دا بیا د بریالیتوب او ناکامۍ ترمنځ د توپیر بنسټ جوړوي- انسانان چې هر څنګه د خپل ورځني ژوند عادتونه او کړنې برابروي هماغه ډول یې ژوند د بریالتوب او یا هم نابریالیتوب لورې ته درومي- د بریالي ژوندانه په اړه به مو ډیرې مقالې، اوږدې لیکنې او آن کتابونه لوستي وي خو دا لاندې جدول بیا ډیرې اوږدې لیکنې، لارښونې او نصیحتونه په واړه چوکاټ کې وړاندې کوي- ما دا جدول یو ځاې کې ولید او راته په لږو ټکو کې ډیرې خبرې ښکاره شو نو و مې غوښتل چې تاسې لوستونکو دپاره یې وژباړم او درسره یې شریک کړم- که چیرې هر انسان، خو په ځانګړي توګه ځوانان، دا جدول د ځان سره ولري او د دې په مقابل کې ځان وخت نا وخت و ارزوي نو شونې ده چې د دوي ژوند د بریا لیتوب په لاره برابر شي او همدا راز د بریالیتوب لوړو پوړونو ته ځان ورسوي-