د موبايل ټېلېفون ډېر استعمال په ماغرو کې د تومور لامل ګرځېدای شي

د روغتيا د نړيوال سازمان په يوه نوي رپوټ کې راغلي چې د ګرځنده ټېلېفون ډېر استعمال په ماغزو کې د تومور د منځته راتګ لامل کېدای شي.په رپوټ کې راغلي ، په هغو کسانو چې د ورځې څوساعته په ګرځنده ټېلېفون کې خبرې کوي ، د هغو کسانو په پرتله چې لږې خبرې کوي د ماغزو د تومور امکان ډېر دی . د رپوټ له مخې معمولا تومور د هغه غوږ د ماغزو په برخه کې پيدا کيږي ، چې د ټېلېفوني خبرو د اورېدو لپاره ډېر کارول کيږي .