د يادونو سوداګر

 
نظــــر د مــينــې مـــې د حســـن سيــپــارې تخــنـــوي
لكـــه سـحــر نســـيــم د ګل شـــونــډې پسـتې تخـــنوي
 
زړه را نه غــــواړي د پســـتو څـــڼو وږمــــې ملګـرو
بيا مــې د اوښــكــو په رڼـو ګـــوتــو ليمـــــې تخــنـوي
 
ســتا د يـادونــو ســوداګــــر زمـا د تــن كلـــــي كــــې
اوس ښـــه بلـــد شـــو د زړه پــټــې دروازې تخـــنوي
 
كه مـــې په ژبـه  وكــرلـــــې دا څـــــه شـــــرم نه دى
زېړوكـى لمــر هر مازديګـر كـــې ګلـــدرې تخنــــوي
 
كله مسكــى شــي كلـــه غـونــډې جــلوه ګرې پـــيڅــې
دا شــوخكـــى نــظـــــر د چــا دى؟ اييــنــې  تخــــنوي
 
دا چې مې سترګو كې راشين شو د سكروټو ګل فرش
د خــــوب لمــــن راته جـــلانه  شــوګيـــرې تــخــنوي