د ژوندون د غره په دنګه څوکه ناست يم

زما په سرد شنه اسمان خيمه ولاړه
زه ترې لاندې د حساسو شيبو شور کې
د ژوندون د غره په دنګه څوکه ناست يم
زما ټول ځواک  مخامخ ښکتني لور ته
په وجود کې د اسې غونډ دى داسې ځير دى
لکه بنده پړسيدلى پوکڼۍ کې
چې راغونډه هوا زور کوي سوري ته
ټول بدن مې د تعجب تبې نيولى
د نظر لاندې مې دوې   درې پرتې دي
يوه دره د کيف او نور په ښکلا ښکلې
خو دا بله کې وحشي غږ د شنه اور دى
دغه  اور کې دومره زوردى دومره زور دى
چې يوه سپرغۍ يې ټول کاينات سوزي


                 ----
د ژوندون دغره په دنګه څوکه ناست يم
له دې څوکې زنګ وهلې زينه ښکته
د زينې په بيخ کې توره دروازه ده
دروازې کې يوه بل ډول څيره ده
پيژنداى نشي خو نيغه ده رڼه ده
په لاسو کې يې نيولى داسې تيغ دى
چې په يو شړک پري کوي د ژوندي سريو
له پيچلو بدنونو نه روحونه


               ----
د څيرې نه لږ څه پاس په دروازه کې
په لوحه باندې ليکلې دا خبره
« دلته دم او قدم دواړه په حساب دي
  پل غلط په لاره مه ږده بې حسابه »


     سيدجيلاني جلان