پکتيا ولايت کې د فري فايټ سیالۍ ترسره شوې

 
غونډه د قران کريم په يو څو مبارکو آياتونو سره پېل شوه، وروسته د بدنيروزنې عمومي آمریت آمر ګل کريم سحر خبرې وکړې، سحر په خپلو خبرو کې ووېلچې همدغه ځوانان دي او همدغه ورزشکاران دي چې د سپورت په ډګر کې خولېتويوي نه کوم څوک معاش ورکوي او نه کوم څوک د ځای مصارف ورکوي آما دوی پهخپله آنرژي سره خپل هېواد ته خدمت کوي.سحر صيب د کابل څخه راغلومېلمنو په ولسي جرګه کې د پکتيا ولايت منتخب وکيل ګل بادشاه مجيدي ته ښهراغلاست ووېل .
وروسته مدني فعال قاري جمعه ګل احمدزي خبرې وکړې او احمدزي صیب په خپلوخبرو کې  له ورزشکارانو څخه ملاتړ وکړو او احمدزي صيب دا هم وويل چې موږبه د پکتيا ورزشکارانو سره په هر قيمت ولاړ يو او ملاتړ به يې کوو.
ورپسې په ولسي جرګې کې د پکتيا ولايت منتخب وکيل ګل بادشاه مجيدي خبرېوکړې او ورزشکارانو ته يې ډاډ ورکړو چې په هره مانا او په هر وخت کې  لهتاسو سره ولاړ يو.
روسته سيالۍ شروع شوې چې پدې سياليو کې ۵کلپونو په ګډون ۴۰تنوورزشکارانو ګډون کړی وو. او سيالۍ د امنيتي ځواکونو تر نامه لاندې دواموموند چې له دې سياليو څخه موخه د پکتيا ولايت د بدني روزنې عمومي آمريتته د لسو ۱۰تنو د غوره لوبډلې جوړول وو.
او ورپسې سيالۍ د بدني روزنې عمومي آمريت لخوا چې ورته کوم مډالونه، دقهرمانۍ حکمونه او ډالۍ برابرې شوې وې په قهرمانانو ورزشکارانو او مېلمنوباندې ووېشل شول.
او پاتې دې نه وې چې ددې سياليو ټول لګښت قاري جمعه ګل احمدزي په غاړه اخېستی وو.او راروانه سيالۍ به د بدني روزنې عمومي آمريت د مهال وېش سره سم د۱۳۹۵/۳/۶نېټه د موی تای فدراسيون ترسره شي او يوه ورځ به دوام وکړي.
راپور: رسول اشنا، پکتيا ولايت ګردېز، افغانستان