مولوي هبت الله اخندزاده

 
 
تېره شنبه دپاکستان پرمهال ۰۳:۰۰ بجې دبلوچستان ایالت  په احمد وال کې طالب  مشر ملا اختر محمد منصور دامریکا بې پیلوټه  الوتکې په نښه او له خپل ساتونکي سره یې وواژه. اختر منصور  په ۲۰۱۵ ز کې دطالبانو دمشر په توګه ټاکل شوی و، خو دیو شمېر داخلي مخالفتونو له مخې  ورڅخه ځینې  مهم مشران او قومندانان جلا شول.
پردې سربېره نوموړی ونه توانیده، چې  ټول طالبان پر ځان راټول کړي. له پنځو ورځو بحثونو وروسته  طالبان وتوانیدل، چې  نوې مشرتابه  وټاکي ، په دې ټاکنو کې مولوي هبت الله اخندزاده دمشر، دسراج الدین حقانی او مولوي یعقوب دمرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.
ملا منصور پرځان طالبان را ټول نه کړای شول، د هغه وجود نور د باکستان په ګټه نه و، له روسانو ، ایرانیانو سره یې اړیکې دامریکا پر زیان وې، ځکه یې ترې ځان خلاص کړ.
پاکستان د ملا منصور د مرګ په اعلان سره اوس داسې څوک د طالبانو رهبرۍ ته راټول کړل، چې مخالف طالبان هم پرې ور غونډ شي، اوس به وګورو، چې مولوي هبت الله دا چاره تر سره کولای شي او کنه.
په لاندې کرښو کې دمولوي هیبة الله ژوندلیک لوستلې شئ.
دطالبانو نوی مشر  هبت الله  اخندزاده د مولوي عبدالستار زوی دی، دکندهار ولایت په بولدک کې په ۱۹۶۹ ز کې زیږیدلی دی، دخپل ژوند برخه یې په کندهار او پاکستان کې تېره کړې ده.
دیني زده کړې یې په افغانستان او پاکستان کې ترسره کړې دي
له روسانو د جګړې  پر مهال یې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور سره یو ځای په یوه جبهه کې، چې مشري یې د طالبانو د واکمنۍپر مهال د سرپرستې شوری  مرستیال ملا محمد حسن اخند کوله ؛ د روسانو په مقابل کې وسلوال‌جهاد کړی. او دپخواني جهادي رهبر مولوی محمد یونس له تنظیم سره یې اړیکې درلودې.
په ۲۰۰۱ ز کې دطالبانو دواکمنۍ له ړنګیدو دمحاکمو رییس ټاکل شوی و، طالبانو اړوند ټولې فتواوې به همده ورکولې.
مولوي هبت الله د طالبانو درهبرۍ شورا په غونډه کې دطالب مشر په توګه وټاکل شو.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد BBC ته منلې ده، چې  ملا اختر منصور  ایران ته تګ وراتګ کاوه او لامل یې دخپلو جنګیالیو دوضعیت مالومول وو.