
حکمتيار
كه د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د وژل كېدو خبر رښتيا وي نو زه د ځان او حزب اسلامي له لوري د ده كورنۍ، خواخوږو او ټولو طالبانو ته تسليت وايم. هيله كوم چي الله تعالى هغه ته مغفرت او دوى ته صبر او نعم البدل ورپه برخه كړي.
طالبانو ته مي يو ځل بيا او په دې خاص پړاو كي وړانديز او مشوره دا ده چي راشئ د هېواد د روان بحران د حل لپاره گډ دريځ او گډہ تگلاره غوره كړو، هم د سولي په ارتباط، هم د مقاومت او جهاد په ارتباط او هم د هېواد د راتلونكي په ارتباط. كه دا درته ممكن نه وي، د خپلو خاصو ظروفو له كبله يا د خپلو ذهني ځانگړتياوو او تحفظاتو له امله، نو راشئ لږ تر لږہ پر دې توافق وكړو چي يو د بل په ضد نه جنگي تگلاره غوره كړو او نه د دښمنۍ ژبه او لهجه وكاروو، د هغو مخه ونيسو چي طالبان د حزب اسلامي په ضد او د حزب اسلامي مجاهدين د طالبانو په ضد دښمنۍ ته هڅوي او د دې دواړو ډلو له منبر او آدرس يو د بل ېه ضد ناوړہ تبليغات كوي، راشئ خپله ټوله توجه لويو لويو راپېښو گواښونو ته واړوو، موږ دې ته چمتو يو، په ډېر اخلاص او صداقت سره تاسو ته د تفاهم لاس اوږدوو، دې ته چمتو يو چي له طالبانو سره همغسي يوه معاهده ولرو چي د كابل له چارواكو سره لاسليك ته تياره او نږدې شوې.
كه دا هم درته ممكنه نه وي نو موږ خپلي مخي ته پرېږدئ، د هېواد د آزادۍ او په خپلواك افغانستان كي د يوه بشپړ اسلامي نظام د قائمېدو په اړہ چي موږ كومه تگلاره غوره كړې او اته څلوېښت كاله مو په دې لار كي پرله پسې هلي ځلي كړې، ستونزي او كړاوونه مو گاللي، په دې لار كي زموږ د لكونو همسفرو او همسنگرو خولې او ويني توى شوې، په لسگونو زره غړي مو شهيدان شوي، د كفر، نفاق او فساد گډ كورني او بهرني ائتلافونه زموږ په خلاف جوړ شوي، خو نه مو دښمن ته سر ټيټ كړى، نه مو سنگر پرېښى او نه مو له جهاد او مبارزې لاس اخيستى، پر الله تعالى، د هغه پر پيغمبرانو، كتابونو، آخرت او ټولو ايماني ارزښتونو ايمان لرو، د حلال او حرام پولي پېژنو او د ژوند په ټولو چارو كي ئې مراعاتوو، كه جهاد كوو او له دښمن سره جنگېږو د خپل ايمان په حكم او د ايماني مسئوليتونو د اداء كولو لپاره ئې كوو او كه له دښمن سره سوله كوو همغسي ئې كوو چي قرآن ئې لارښوونه راته كړې او رسول الله صلى الله عليه و سلم له هغو يهودو او مشركينو سره هم كړې چي له ده او د ده له يارانو سره ئې تر ټولو زياته دښمني كړې وه.
تاسو خپل فكري توان او خپل جنگي زور ځواك د اسلام د دښمنانو په ضد وكاروئ، كه احياناً وتوانېدى چي هغوى وپرځوئ او د هغوى له جگړي فارغ او داسي پړاو ته ورسېدئ چي خپل ټول سياسي او فكري مخالفين او حتى هغه هم چي اسلام ته ژمن دي خو ستاسو له تگلاري او سياستونو سره لږ يا ډېر اختلاف لري او تاسو ئې نشئ زغملى او غواړئ وئې ځپئ، همغه وخت دا كار وكړئ، كه څه هم داسي ناوړہ او ناسم تصميم ته نه شرعي مجوز لرئ او نه عقلي توجيه، په داسي حال كي چي تاسو داسي پړاو ته له رسېدو ډېره ډېره فاصله لرئ، اوږده جگړہ، د غرونو په څېر ستر ستر خنډونه، ... په مخكي، دا تگلاره تاسو له خپلو ملگرو سره هم جگړو او يو د بل وژلو ته بيايي. رسول الله صلى الله عليه و سلم عبد الله بن ابى زغملى خو تاسو داسي ستر ستر مجاهد حزبونه او شخصيتونه نشئ زغملى چي په جهاد او مبارزې كي تر تاسو له هره پلوه ډېر ډېر وړاندي دي او حتى هغه هم چي تر پرون ورځي ستاسو د يوه سنگر او يوه صف ملگري ول!!!
حكمتيار