ملا اختر محمد منصور



د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور په هکله لا هم ځينې داسې رېپوټونه خپريږي، چې په وژل کيدو کې یې شک کيږي، خو دا چې د امريکا جمهور رييس بارک اوباما يې د وژل کيدو پخلی وکړ او داسې رېپوټونه شته، چې طالبان د نوي مشر د ټاکل کيدو لپاره غونډه کړې، نو دا احتمال کموي چې بيا دې د سياست میدان ته راګډ شي.
وروسته له هغې چې د طالبانو د مشر ملا محمدعمر د مړينې خبر خپور شو او پر ځای يې ملا اختر منصور وټاکل شو، له هماغه مهاله په طالبانو کې ډلې رامنځته شوې. هغه خلک، چې د دسيسې په تيورۍ او په ځانګړې توګه په سيمه کې د امريکا د لوبې په هکله باوري دي، دغه کړنې پلان شوې بولي او وايي، چې امريکا غواړي د القاعده او طالبانو پر ځای په سيمه کې نوې ډلې اسلامي دولت يا داعش ته لاره هواره کړي.
طالبانو نږدې دوه کاله د خپل مشر مړینه پټه وساتله او دهغه ځایناستې یې د یوې ورځې په اوږدو له دوو مرستیالانو سره یو ځای وټاکه، ملا محمدعمر او طالب پدیده د افغان په خونړي تاریخ کې د پخوانیو ټوپکمارو او جنګسالارانو د خرمستیو طبیعي پایله وه، تاریخ به پر ملا محمد عمر خپل قضاوت کوي، خو لږ ترلږه یې ملت ته دا ګټه ورسیده،چې د پخوانیو په اصطلاح جهادي ټوپکمارو ټغر یې ورټول کړ کنه خدای خبر، چې دوی به پر ولس څومره چپه میچنې ګرځولې وې، د بن لادن ساتنه هم له دې ټوپکمارو طالبانو ته په میراث پاتې وه، چې ملاعمر هم بیا وساته او د منطقي چلند پر ځای یې د بن لادن له موضوع سره عاطفي چلند وکړ، چې په پایله کې د نړۍ زبرځواک افغانستان ته راغی او بیچاره ولس دا ځل د طالب او امریکا ترمنځ په روان غوبل کې د ساه اخستو وخت نه لري.
ښايي د امريکا په پلانونو کې وروسته له هغې بدلون رامنځته شوی وي، چې روسيه د نړۍ په سياست کې فعالې ونډې اخستو ته اړه شوه او دا هغه څه و، چې امريکا ترې غافله وه او دا اټکل يې نه و کړی.
روسيې د اوکرائين پر سر په رامنځته شوي کړکيچ کې، د دفاع غوره لاره يانې بريد ته مخه کړه او د کريميا سيمه يې د خپلې خاورې سره يوځای کړه. روسيې همدا راز د داعش د مخ په زياتيدونکي ګواښ پر وړاندې هم له تدبير نه کار واخيست، مخکې لدې چې د دغه ډلې جنګيالي يې سرحدونو ته راورسيږي، له خپله هېواده ډيرې ليرې يې په سوريه کې پرې بمبارۍ پيل کړې، چې ښه پريمان يې ترې ووژل. داسې ويل کيږي، چې د افغانستان لپاره يې هم دوه ميليارده ډالره تخصص کړي او يو شمېر ډلو ته يې وسلې هم ورکړي، چې د داعش د نفوذ مخنيوی وشي. داسې رېپوټونه هم په رسنيو کې خپاره شوي وو، چې روسيه اوس له طالبانو سره نږدې اړيکې لري او حتی د ملا اختر محمد منصور او جمهور رييس پوتين تر منځ د ليدنې رېپوټونه هم خپاره شوي وو.
په دې هکله حکم کول به آسانه نه وي، چې ووايو دا ټولې پاس ياد شوې پېښې په سيمه کې د سياسي لوبو سره تړاو نه لري؛ بې له شکه يې چې لري يې.
د اسلامي حزب په مشرۍ د ګلبدين حکمتيار سره د سولې خبرو اترو پروسه، د طالبانو د مشر ملا اختر منصور وژل کيدل او دا ادعاوې، چې په همدې ورځ له ايران نه د راستنيدو په حال کې و او يو شمېر نورې اړوندې پېښې دا په ډاګه کوي، چې په سيمه کې د لوبې بله پرده پيليدونکې ده.
د لوبې دا نوې پرده، چې هر ډول وي خو افغانستان بيا قرباني ښکاري، ځکه موږ ملي بنسټونه نه لرو، چې د خپلو ګټو لپاره سياسي لوبه وکړي، خو زموږ ګاونډي هېوادنو ته دا چم ورځي.
بن لادن په پاکستان کې ووژل شو، ملا محمد عمر او يو شمېر نور طالب مشران په پاکستان کې ووژل شول او دا ملا اختر محمد منصور هم د مې د مياشتې په ۲۱ مه نېټه، په بلوچستان کې ووژل شو، خو بيا هم تل پاکستان له هر حالت نه ګټه پورته کوي.
اوس چې د معتبرو رسنيو د خبرونو سرټکی د ملا اختر محمد منصور د وژنې او اړوند خبرونه دي، موږ به هم د نوموړي په هکله مالومات له ګرانو لوستونکو سره شريک کړو:
ملامنصور د طالبانو د تحریک د بنسټ ایښودونکو په ډله کې ګڼل کیږي. دی د طالبانو د واکمنۍ په مهال د هوايي ملکي چلند د وزارت سرپرست و او څو موده یې د کندهار د والي په توګه هم دنده ترسره کړه.
ملامنصور شاوخوا ۵۶ کاله وړاندې د کندهار ولایت د میوند په ولسوالۍ کې وزیږدید. ده د نورو طالب مشرانو په څیر لنډې دیني زده کړې کړي او ډیر عمر یې په وسله والو نښتو (جهاد) کې تیر کړی.
مایکل سمپل، د بلفاست د کوین پوهنتون کې د جګړو د بدلون او ټولنیز عدالت د انستیتیوت څیړونکی او د طالبان د چارو کارپوه وايي په اصل کې ملامنصور له ډیرې مودې راهیسي د طالبانو د مشر په توګه چارې ترسره کولې.
په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د ملاعبدالغني برادر تر نیول کیدو وړاندې، ملامنصور د طالبانو د مشرتابه په پوړ کې پنځم او آن شپږم کس بلل کیده.
ملابرادر د ملاعمر د مرستیال په توګه کار کاوه او د هغه له بندي کیدلو وروسته ملامنصور او ملا عبدالقیوم ذاکر د هغه د ځای نیولو ته سترګې سرې کړې خو د طالبانو په وروستیو اعلامیو کې ملامنصور ته د "نائب امیر" لقب ورکول کیده.
قومي انډول
ملا منصور په قوم اسحق زی، درانی دی. ملاعمر هوتک، غلجی و.
د ملا منصور نوم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې و خو د امریکا د ترهګرو په لیست کې نه و. د ملاعمر نوم نه یوازې د امریکا په تور لیست کې وه بلکه د هغه پر سر ۱۰ میلیونه ډالره انعام هم وو.
د ځينو رسنیو په حواله په ۲۰۱۰ کال کې ملامنصور هم د لنډې مودې لپاره د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لورې ونیول شو خو ډیر ژر بیرته خوشې شو.
پر ملامنصور باندې تورونه وو، چې د پاکستان د استخباراتي سازمان (آې اس آې) سره نږدې اړيکې درلودې او يوه لويه نيوکه د طالبانو لخوا دا وه، چې د ملا محمد عمر د مړينه يې پټه ساتلې وه او له ده نوم نه يې ناوړه ګټه پورته کوله. پر ملامنصور د مخدره توکو د قاچاق کولو تورنه هم وو.
طالبانو منلې ده، چې مشر یې اختر منصور دامریکا په هوايي برید کې وژل شوی دی، خو اوس پوښتنه داده، چې ایا ملا منصور ایران ته تللی وو؟ دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت وايي: کوم سړی، چې دبې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی، تازه له ایران څخه راستون شوې و، یاد سړی په کرایه شوي موټر کې پاکستان ته راننوتی و.
دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه لیکي: دولي محمد په نوم پاسپورټ داسې ویزه لري، چې ایران ته پرې ننوتل کېدای شي. یوې پاکستانۍ سرچینې فرانس پریس اژانس ته ویلي دي: دا سړی، دولي محمد په نوم پاکستانی تابعیت لري او دبلوچستان له استوګنو څخه دی، سرچینه زیاتوي، یاد پاسپورټ داسې ایرانۍ ویزه لري، چې د ۲۰۱۶ ز دمارچ پر ۲۸ نېټه اخستل شوې ده.
سرچینه وايي: کوم کس، چې له ایران څخه پاکستان ته راننوتی و، په احمدوال سیمه نومی سیمه کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په نښه کړې دی.
د رویترز خبري اژانس دمالوماتو له مخې، داسې ښکاري، چې دولي محمد په نوم کس د می پر ۲۱ له ایرانه، پاکستان ته راننوتی وو، دا دبرید ورځ ده، اوس داښې ښکاري، چې په نښه شوي موټر کې پړسیدلې جسد دسیمه ییز موټروان دی او دویمه،چې ټوله سوځیدلې ده تر اوسه یې په اړه مالومات نشته.
دولي محمد په نوم دپاکستاني پاسپورټ لرونکې کس انځورونه، چې رویټرز تر لاسه کړي دي، دملا منصور له پخوانیو هغو سره ورته لري، خو دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، چې ملا منصور دې په بل نوم هم بهر ته سفر کړې وي.
دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت وايي: دولي محمد پاسپورت داسې ویزه لري، چې ایران ته پرې سفر کېدای شي، وزارت زیاتوي، واشنګټن لومړی وزیر نواز شریف له برید وړاندې نه و ، خبر کړې ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي: دا برید د پاکستان پر خپلواکۍ برید دی.
تر ټولو لويه بدمرغي دا ده، چې د ترهګرۍ اصلي ټاټوبی او سرچينه پاکستان دی، خو امريکا او متحدين يې د علت پر ځای د معلول (افغانستان) باندې يرغل وکړ، چې بې له دې چې خپلې موخې ولري بل دليل نشي کيدی.