
واي نړۍ د ټکنالوجۍ د پرمختګ له کبله په یو واړه کلي بدله شوې ده- د دې ترڅنګ دا هم ویل کیږي چې انګریزي د دغه کلي د اوسیدونکو ګډه ژبه ګرځیدلې- که څه هم دویمې خبرې سره د نړۍ یو شمیر وګړي اختلاف لري خو له دې حقیقته هیڅ څوک سترګې نه شي پټولې چې دا اوس مهال په نړۍ کې انګریزي یو له ټولو ډیره کاریدونکې ژبه ده- په ځانګړي ډول د لوړو زدکړو دپاره انګریزي خورا ډیره کاریږي- د نړۍ په ګوټ ګوټ کې که جرمني ده او که فرانس، هندوستان که سویلي افریقا او که امریکا، په ټولو کې انګریزي د کورنیو ژبو ترڅنګ د زدکړې ژبه ده او په ډیرو هیوادونو کې چې خپله ژبه یې انګریزي نه هم ده پکې دا د زدکړو لومړۍ ژبه ده – د نړۍ لویه برخه علم یا خو په انګریزي ژبه لوستونکو او زدکونکو ته وړاندې کیږي او یا هم له نورو ژبو دغه ژبې ته ژباړل کیږي-
دا چې انګریزي ژبه د زدکړو او نړۍ سره د اړیکي دپاره بنسټیزه اړتیا ده، د دې ژبې زده کول خورا د اهمیت وړ ده- د دغه ژبې اهمیت ته په کتو ډیر افغانان هم ځانګړیو کورسونو کې ګډون کوي ترڅو انګریزي ژبه زدکړه کړي – خو ډیرې وخت بیا له هغو چې انګریزي ژبه یې زده وي پوښتنه کیږي چې څنګه کولې شم انګریزي ژبه زده کړم؟ ډیره هڅه کوم چې انګریزي زده کړم خو نه کیږي! زما ماغزه لکه چې د انګریزي د زده کولو دپاره نه دي جوړ!
دا چې انګریزي په نړۍ کې خورا پراخه شتون لري نو د زده کولو دپاره یې سرچینې او امکانات هم ډیر دي- خو ډیرې وخت چې د دې ژبې زدکړه ستونزمنه ثابتږي د هغې لامل، زما په اند، د دغه ژبې د زدکړې سمه طریقه نه کارول دي- دلته زه تاسې سره هغه لارې چارې او تکنیکونه چې پر مټ یې ما انګریزي ژبه زده کړې ده شریکوم- ما انګریزي ډیره لږه په رسمي ښونیزو مرکزونو کې زده کړې او دا لاندې تاکتیکونه مې کارولي ترڅو انګریزي ژبه زده کړم- دا څه چې تاسې لولې یوازې او یوازې زما تجربه او د زدکړې طریقه ده خو زما په اند هر هغه چاسره به د انګریزي په زدکړه کې همدومره مرسته وکړي څومره چې یې ماسره کړې-
۱. د انګریزي ژبې د زدکړې د پاره اړینه ده چې یوانګریزي کورس کې داخله واخلئ - کوښښ وکړئ چې له ډیرو ټیټو لیولونو/ کچې یا ټولګي ېې پیل کړئ- ډیرې وخت مونږ سره تشویش ویي چې ژر کورس خلاص کړو خو دا تشویش مه کوئ او څومره چې امکان وي له ټیټې کچې یې پیل کړئ، خیر که دوه یا څلور میاشتې ډیرې هم درباندې تیرې شي- ما په لومړي سر کې منظم کورس نه و لوستې خو وروسته راته څرګنده شوه چې که چیرې مې له پخوا کوم منظم کورس کې زدکړې پیل کړې واې نو شونې وه چې لا ژر او د وخته به مې په ژبه کې مهارت خپل کړې وای-
۲. کوښښ وکړئ چې د کورس استاد سره له پیله ملګرتیا جوړه کړئ – د ده سره ملګرتیا تاسې ته چانس درکوي چې ښونکې په ټولګي کې پر تاسې ډیر غږ وکړي، د زدکړو پر مهال درته ډیر وخت درکړي او همدا راز پر تاسې کار زیات کړي – دا بار په اوږو په خوښۍ در واخلئ ولې چې وروستۍ بریا بیا پکې ستاسې ده –
۳. په ټولګي کې هڅه وکړئ چې ډیر په انګریزي وغږیږئ، حتا که نیمه خبره مو په پښتو او نیمه نوره په انګریزي وي هم ستونزه نشته- هڅه وکړئ چې څومره مو چې زده ده هغه ووایاست – ډیر وخت به د ټولګیوالو او هم د استاد د خندا واست خو یقین وکړئ چې هر کله مو په ټولګي کې ډیره خندا د ځان په اړه ولیده، پوه شئ چې اوس مو د انګریزي د زدکړې سفر په سم مسیر پیل کړ- د چا د خندا صرف نظر، بس خپله خبره کوئ- نن به مو خبرې 10 سلنه انګریزي او نوره پښتو وي خو د هرې تیریدونکې ورځې سره به دا سلنه له یوې خوا کمیږي او له بلې خوا ډیریږي- کولې شئ چې په امتحاني ډول یو څو ورځې په انګریزي کې ریاضي وکاروئ او د خبرو د برخو سلنې مالومې کړئ ترڅو په خپل پرمختګ پوه شئ-
خو یوازې د انګریزي کورس کې ګډون ستاسې د انګریزي د زدکړې ضمانت نه شي کیدې- ډیر ملګري په همدې تمه کورس پیل او کورس خلاص کړي خو ژبه یې نه وي زده- د دې دپاره چې انګریزي په ښه ډول زده کړئ نو اړینه ده چې رسمي زدکړو ترڅنګ د ورځې له 30 تر 60 دقیقو نور وخت هم د انګریزي زدکړې ته ورکړئ-
د رسمي کورس څخه دباندې دا لاندې پروګرام پلي کړئ:
۱. هرې هغې برخې کې چې مینه ورسره لرئ په انګریزي کې لوست وکړئ- که مو سیاست خوښیږي نو سیاسي ورځپاڼې، که د لوبو مینه وال یاست نو د لوبو په برخه کې او که مو فلمي نړۍ خوښه وي نو فلمي مجلې ولولئ- هڅه وکړئ چې د خپلې د خوښې په برخه کې لوست وکړئ – کله مو چې د لوست دپاره موضوع وټاکله نو هغه له دوو نه تر پینځو وارو پورې په یوه اونۍ کې په داسې غږ ولولئ چې ستاسې غږ بیرته ستاسې غوږونه واوري- دې ته مه ګورئ چې سم یې لولې او که ناسم، پرمخه ولاړ شئ - که کور کې څوک داسې وي چې په انګریزي پوهیږي نو ښه به وي چې د هغه په مخ کې یې ولولئ ترڅو بعضې ځایونو کی درسره د تلفظ په سمولو کې مرسته وکړي- هڅه وکړئ، یوازې هڅه، چې په مانا ځان پوه کړئ خو که نه پوهیږئ نو تشویش به نه کوئ او هماغه باید درته اهمیت ولري څومره باندې چې پوهیږئ-
۲. د لوست په اوږدو کې هغه ټکي چې په مانا یې نه پوهیږئ نخښه کړئ – په لومړي سر کې به دا لغتونه ډیر وي خو غم به یې نه کوئ- د نخښه شویو لغاتو مانا په ډیکشنري کې وګورئ او یوازې هغه لغات زده کول ځان دپاره غوره کړئ کوم چې درته یا خوند درکوي او یا هم درته اسانه بریښي- یوه بیله کتابچه ولرئ او په هغې کې هماغه لغات مو چې خوښ وي یاداشت کوئ او بیا یې ترې یادوي- د ورځې کم تر کمه ۲۰-۳۰ نوي لغات زده کړئ- دا ډیر زیات بریښي خو نه دي - په شپږو میاشتو کې څه دپاسه ۵۰۰۰ لغات به درته پوره نړۍ وي- د دې کار دپاره له انګریزي څخه پښتو یا دري ته او یا دواړه ډیکشنریانې د ځان سره ولرئ- زړه پورې خبره خو دا ده چې کله مو ډیر لغات نه وي زده نو د لغاتو زده کول به درته اسانه وي او ماغزه به مو نوي لغات ژر ژر قبلوي او حفظوي خو چې څومره مخ ته ځئ، دا لړۍ به پسیږي- دا پسیدل د دې نخښه ده چې تاسې په کافي اندازه زیرمه لرئ-
۳. د ځان څخه د اوریدو ترڅنګ که هڅه وکړئ چې بي بي سي، الجزیره یا سي این این تلویزونونه د نیم ساعت دپاره تعقیب کړئ خو د دې هڅې سره چې تاسې د هغې په خبره ځان پوه کړئ- لومړي سر کې به درته دا د زړه تنګئ لامل وي ولې چې په خبرو به یې نه پوهیږئ خو که پاسنې پروګرام تطبیق کړئ او ورسره دا اوریدنه کوئ نو د یو میاشت په اوږدو کې به له ۱۰ تر ۲۰ سلنه برداشت پیدا کړئ- دلته ستاسې غوږ د انګریزي ژبې سره اشنا کیږي-
۴. د ۱۵-۳۰ دقیقو پورې په په یوه سیناریو کې د ځان سره خبرې کوئ - د مثال په ډول د ولسمشر سره تلویزوني مرکه وکړئ - په انګریزي ورسره خبرې وکړئ- دلته به مو ډیر وخت داسې لغات مخې ته درځي چې لیوالتیا به مو وي چې دې ته به په انګریزي کې څه واي نو یوه ډیکشنري له پښتو یا دري څخه انګریزي ته باید د ځان سره ولرئ او دغه لغات چې خیال ته درځي باید له هغه ځایه یې زده کړئ-
۵. که کورکې څوک داسې شته چې په انګریزي پوهیږي، نو هغه سره هڅه کوئ چې په انګریزي ماته ګوډه خبره وکړئ، آن که دومره هم وي چې څنګه یاست!
۶. که انټرنیټ ته لاسرسې لرئ نو کار مو نور هم اسانه شو- یوټیوب کې ډیرې ویډیوګانې د انګریزي دزدکړې د پاره دي- خو له بده مرغه دا درسونه په پښتو کې یا خو نشته او که شته نو ډیر کم دي- خو که په فارسي پوهیږئ او یا هم مو په هندي/ اردو سر خلاصیږي نو بیا مو کار اسانه دی- دمثال په ډول که په یوټیوب کې په فارسي ولیکئ چې آموزش لسان انګلیسي نو سلګونه درسي ویډیو ګانې دې- بس ګټه ترې پورته کړئ-
ضرور نه ده چې دا ټولې لارښوونې هره ورځ په یو وار په کار واچوئ- کولې شئ چې له دې لارښونو څخه دوه د اونۍ یوه ورځ دوه بله ورځ او دوه نور بله ورځ تمریمن کړئ-
انګریزي ژبه زده کول ګران نه دي، هغه څه چې ګران دي هغه هڅه کول دي- که هڅه کولې شئ نو په شپږو میاشتو کې به مو زده شي او بیا له هغه ځایه ستاسې کار دې چې ځان څومره ډیر د دغې ژبې په کارولو کې مسلکي کوئ-