ګلبدين حکمتيار

 
 څو کلونو وړاندې، يو شمېر خبري رسنيود حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار يو ليک خپور کړی و او په هغې کې له ټولو وسله والو ډلو څخه غوښتنه شوې وه، چې له جګړې لاس واخلي او په افغانستان کې د مرکزي حکومت او پياوړي نظام د جوړېدو لپاره لاسونه سره ورکړي. د ده په وينا امريکايان او انګرېزان به لکه روسان ډېرژر له افغانستان څخه ووځي، نو غوره دا ده چې له بېځايه وژنو، ځانمرګو بريدونو او سر پرېکونې څخه لاس واخېستل شي.
دا دی اوس داسې وخت هم رارسيدلی، چې اسلامي حزب د سولې پروسې ته ورګډيږي، د افغان حکومت سره هوکړې ته رسيدلی يوازې خبره لاسليک کيدو ته معطله ده، خو يو شمېر سیاسي کړۍ او پردۍ پالي رسنۍ د دغه پروسې پر ضد ډنډورې غږوي؛ هڅه کوي دا سوله ونشي.
حتی داسې کسان لکه سيما سمر، چې له ۱۴ کلونو راهيسې يې د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د مشرې په توګه يې دغه څوکۍ ځانته انحصار کړې، د حزب اسلامي مشر په بشري سرغړونو تورن کړ، او د نوموړی د محکمې غوښتنه يې وکړه. سيما سمر په افغانستان کې د بشر د حقوقو تر ټولو لويه ټيکداره ګڼل کېږي، خو نوموړي کله هم د هغه ماشومانو د وژونکو په اړه د محکمې ناره اوچته نه کړه چې د بهرنيو ځواکونو له خوا په کونړ کې په بې رحمانه توګه په شهادت ورسېدل او نه يې هم د هغو ښځو د قاتلينو په اړه د عدالت غوښتنه وکړه چې په کندهار کې د همدغه بشردوستانو په بې رحمانه بريد کې په ډلييزه توګه په شهادت ورسېدلې. سيما سمر قومي تعصب ړنده کړې، په دومره موده کې په دې و نه توانيده، چې د جنګي جنايتکارانو لږ تر لږه يو لست ترتيب کړي، چې څوک دي. که حکمتيار په بشري سرغړونو تورن دی، نو بيا مزاري، دانش، خليلي، محقق، شجاعي او نور څنګه دي؟ که نوموړې د هغه د محکمې غوښتنه کوي، نو د خپلو خونخوارانو ولې نه کوي؟ دا د بشر د حقوقو مدافع په افغانستان کې ده، چې دا ډول نظر لري او عينکې يې يوازې د يوه قوم اشخاص ويني.
د دغه څرګندونو موخه دا نه ده، چې څوک دې له مسؤليته خلاص کړل شي، بلکې ټولو لپاره د قانون د يو ډول تطبيق غوښتنه ده.
په دې کې شک نشته، چې پر اسلامي حزب باندې د نويمو کلونو په جګړو کې د مرګ ژوبلې تورنه شته، خو دغه ګوند په کورنۍ جګړه يوازينی ښکېل اړخ نه و. اوس تريخ حقيقت دا دی، چې ټولې پخوانۍ جنګي ډلې په ځانګړې توګه شمال ټلواله په حکومت کې غوښنه برخه لري؛ که د اسلامي حزب په شمول، نورو ډلې ته د امتيازاتو په ورکولو سره سوله راتلی شي، نو ولې دا کار ونشي.
موږ په دې هيله، چې د حکمتيار په مشرۍ د ګلبدين حکمتيار سره  سوله وشي او دا پروسه ناکامه نشي، د نوموړي د ژوند په هکله مالومات درسره شريکوو:
پیدایښت :
ګلبديڼ حکمتيار امو سیند ته ورڅیرمه د امام صیب د ولسوالۍ په یوه کلي کې په 1947ز کې وزیږید. پر همدغه کال یې کورنۍ له غزني څخه کندز ته لیږدېدلې وه. په خپل کلي کې یې له پلار سره د ښکار په چکر کې ونډه اخیسته، چې دده ډیر خوښیده.
په حربي لیسه کې یې زده کړه پیل کړه. وروسته یېحربي لېسه خوشې کړه او د شیرخان په عالي لیسه کې يې زده ګړوته ادامه ورکړه. تر فراغت وروسته په 1979 ز کې په کابل پوهنتون کې شامل شو.
پوهنتوني فعالیتونه :
حکمتیار د زده کړې پر مهال د اسلامي حرکت تر اغیزلاندې ډیر زر په يوه فعاله غړی بدل شو . په 1971ز کې ونیول شواو د سیدال د وژنې پر تور محکمې د دوو کلو بند سزا ورته وټاکله .ترهغې وروسته پر تېښته بریالی شو اوپه 1947ز کې پاکستان ته مهاجر شو او په دې توګه يې زده کړې نیمګړې پاتې شوې .
فکري او سیاسي چاپیریال :
حکمتیار د تیرې پیړۍ په شپږمه لسیزه کې د هغه مهال له اسلامي خوځښت څخه اغیزمن شو، چې د کمونیزم پر ضد د غبرګون پایله وه. دکمونیزم د مخنیوې لپاره ځينې اسلامي ډلې رامنځ ته شوې. لومړنۍ فعالې ډلې ( مسلمان ځوانان )، ( خدام القران ) اوورپسې (جمعیت اسلامي ) وې .
همدا تر ټولو لومړنۍ اسلامي ډلې وې، چې اروا ښاد داود خان ورسره مخامخ شواو ويې ځپلې. د دغو ډلویو شمیر غړي یې ووژل او شمیر نور یې زندان ته واچول .
پخوانې پاچا محمدظاهر شاه په 1973ز کې د اروپا پر لیدنه بوخت و، چې د کاکا زوی يې، ارواښاد داود خان د سپین اوښتون له لارې شاهي نظام رانسکور او پر ځای يې جمهوري دولت اعلان کړ. ارواښادداودخان اسلامي ډلې وټکولې او له هغو څخه يې سیاف او ډاکتر نیازی زندان ته واچول .
نورمحمد تره کی په  1978ز کې د خونړي اوښتون له لارې واک تر لاسه کړ اوداود خان يې دکورنۍ له غړو سره شهیده کړ. تره کي د جمعیت اسلامي د ټولو سیاسي بندیانو د وژنې امر وکړ . په 1977 ز غلام محمد نیازی،چې د جمعیت اسلامي لومړنۍ مشر و له یو شمیر شاګردانو سره ووژل شو . سیاف له دغو وژنو بچ شو . د ببرک کارمل د واک پرمهال په 1979ز کې سياف له بنده راخوشې شو – داخپله د تأمل وړ خبره ده – هغه مهال جنرال ضیاء الحق ډاریده، چې له افغانستان څخه د کمونیزم څپه پاکستان ته وانه وړي، نو په خلاص مټ یې د افغان اسلامپالو (! ) مرسته پیل کړه . حکمتیار یې په افغانستان کې ښی مټ و، ځکه چې کمونیسټانو یې په 1979ز کې پلار او دوه ورورڼه په زندان کې وژلي وو .
په پیښور کې له رباني سره
حكمتيار په 1974ز کې له رباني سره پردې سلا شو، چې په پیښور کې به ( اسلامي جمعیت ) له سره فعالوي. ریاست او د بهرنیو اړیکو چارې د رباني په برخه شوې او دکورنیو او نظامي چارو برخه د حکمتیار ورسیده. خو ډیر زر د دواړو اړیکې د اختلافاتو ښکار شوې . حکمتیار له ( جمعیت )څخه ووت . ځان ته یې (اسلامي حزب) جوړ کړ.
اسلامي حزب
حکمتیار په 1997 ز کې د (اسلامي حزب) بنسټ کیښود . نوی حزب یې له نظم څخه برخمن و . په لږ وخت کې یې په کابل ، کندز، بغلان او ننګرهار کې ډیر پلویان وموندل .
د حکمتیار ائتلافونه
د حکمتیار په سیاسي تاریخ کې له بل هرڅه زیات ائتلافونه ډیر تر سترګو کیږي . د پخواني شوروي اتحاد سره په جګړه کې چې له 1979ز څخه د 1989 ز پورې وغځیده له جهادي ډلو سره يې ائتلاف وکړ . د 1983ز – 1985ز پورې د سیاف تر مشرۍ لاندې د اسلامي اتحاد غړی و . د 1989 ز د فبرورۍ پر څلورویشتمه د اوه ګوني اتحاد غړی شو او د بهرنیو چارو د وزیر دنده ورترغاړې شوه. د 1989 ز په اګسټ کې هم له دغه اتحاد څخه په شا شو او له دندې یې استعفی ورکړله .
کابل ته دمجاهدینو له ننوتو سره سم همدغه ډلې د یو بل په ضد ودریدې. دجګړو دغه لسیزه دیو لړ ائتلافونو د جوړیدو او ماتیدو شاهده وه. حكمتيار په دغه ټولو ایتلافونو کې فعاله عنصر واو د هر ایتلاف پر مهال یې له مسعود او رباني سره اختلاف پر خپل ځای پاتې و ترهغو چې طالبانو ټول له کابل څخه وویستل .
له 1992 ز څخه رادیخوا د حکمتیار په ژوندکې مهم پړاونه
۱۹۹۲/۴/۲۵ز : د مسعود ملیشو د جنرال دوستم ځواکونو په مرسته د حکمتیار له ځواکونو سره پر جګړه لاس پورې کړ . حکمتیار له دوی مخکې راننوتی و . جګړه دوه ورځې روانه وه . په پای کې حکمتیار اړ شو چې د پلازمینې سهیل ته په شا شي .
۱۹۹۲/۴/۸ز : صبغت الله مجددي د کابل له ادارې څخه واک ترلاسه کړ .
۱۹۹۲/۵/۲۵ز : د حکمتیار او مسعود تر منځ لیده کاته وشول.
۱۹۹۲/۶/۲۸ز : رباني له صبغت الله مجددي څخه واک تر لاسه کړ .
۱۹۹۲/۷/۶ز : عبدالصبور فرید د پیښور د تړون له مخې د صدارت عظمی چارې پر غاړه واخېستې .
۱۹۹۲/۸/۱۰ز : دحکمتیار ځواکونو پلازمینه کابل تر سخت بمبار لاندې ونیوه . دلیل دا و چې په پلازمینه کې د کمونیسټ دوستم ملیشې دي . پر همدغه ورځ نږدې زر کسه شهیدان او په زرګونو نور ټپیان شول .
۱۹۹۲/۸/۱۶ز : رباني د حکمتیار د مشرانو له مجلس او عبدالصبور فرید له صدارت څخه بر طرفه کړل .
۱۹۹۲/۸/۲۹ز : رباني او حکمتیار د درې اوونیو پرله پسې سختو جګړو څخه وروسته پراوربند سلا شول . ددغې جګړې پایله د ۴۰۰۰ کابلیانو شهادت او له پلازمېينې څخه د نږدې ۲۰۰۰ کسانو وتل وو .
۱۹۹۲/۱۰/۳۱ز : د رباني د واک موده ۴۵ ورځې نوره هم اوږده شوه .
۱۹۹۲/۱۲/۳۰ز : حکمتیار د اهل حل العقد شوری له لوري د ولسمشر په توګه د رباني ټاکنه رد کړه .
۱۹۹۳/۳/۷ز : اسلام اباد د افغاني ډلوکوربه و . همدلته د سولې تړون لاسلیک شو . پریکړه وشوه چې رباني د نورو ۱۸ میاشتو لپاره ولسمشر شي او حکمتیار لومړی وزیر .
۱۹۹۳/۶/۱۷ز : حکمتیار د لومړي وزیر په توګه لوړه پورته کړه .
۱۹۹۴ز : د رباني او حکمتیار تر منځ اختلافاتو سر راپورته کړ او حکمتیار استعفی ورکړه . د دواړو خواوو تر منځ د کابل په ختیځ کې خونړۍ جګړه پیل شوه . هریوه هڅه کوله چې ستراتیژیک ځایونه راخپل کړي .
۱۹۹۶/۵/۲۴ز : د حکمتیار او رباني د ځواکونو تر منځ خونړۍ جګړې ونښتې . د سولې د تړون په رامنځ ته کیدو پای ته ورسیدلې . سوله یې ځکه ومنله چې د طالبانو خوځښت رادبره شو . نږدې وه چې دواړو ته د پای ټکی کیږدي . دا دوخت غوښتنه وه چې دواړه خبرو ته ګونډه ماته کړه . د عمومي ټولټاکنو لپاره د لنډمهالي حکومت پر جوړولو سلا شول . پریکړه وشوه چې صدارت ، دفاع او ماليي وزارتونه به د حزب اسلامي وي .
۱۹۹۶/۷ : د حکمتیار ځواکونو کابل تر سخت بمبارلاندې ونیو ، پلمه یې داوه چې دکمونیسټ دوستم ملیشې باید له ښاره ووځي او زور یې اوبه شي . د همدغه بمبار له امله د کابل یو شمیر ښاریان شهیدان شول .
تر هغې وروسته حکمتيار په خپله له کمونېست دوستم سره يوځای شو او په ګډه يې پر کابل عمليات پيل کړل خو دواړو ماتې وخوړه .
۱۹۹۶/۸ز :تر دې دمخه چې طالبان پلازمینه کابل تر ګوتو کړي، حکمتیار اړ شو چې هغو سیمو ته ووځي ، چې د شمالي ټلوالۍ تر واک لاندې وې او د طالبانو د رانسکورولو په موخه له هغو سره یو ځای شو .
 
له طالبانو څخه ملاتړ :
 
کله چې طالبانو پلازمینه کابل تر ګوتو کړ او د هېواد ۹۰٪ځمکه یې په خپل واک کې راوسته ، حکمتیار دغه مهال د خلکو او کمرو له سترګو پټ و . کله چې پر افغانستان امریکا برید وکړ، حکمتیار یو ځل بیا راڅرګند شو . له خپل استوګنځای تهران څخه یې وویل : « زه بېرته هېواد ته ستنیږم ، له طالبانو سره همکاري پیلوم . دا له افغانستان او ولس څخه د دفاع وخت دی ، نه د واک د ترلاسه کولو د هڅو .»
پر طالبانو د حکمتيار له نيوکو څخه داسې ښکاري ، چې په وروستيو وختو کې د ده او طالبانو تر منځ يو ځل بيا اړيکې خړې شوې وي . د حزب اسلامي يو شمېر مهم غړي واردمخه له کرزي سره يوځای شوې وواو له امکان څخه لرې نه وه ، چې د همدوی په منځګړېتوب دې حکمتيارهم له کرزي سره کومې جوړې ته رسېدلی وای، خو دا دی اوس له اشرف غني سره دا جوړجاړی شوی، خو چې دا پروسه سبوتاژ نشي.