
د امریکا په لاس انجلس کې د هارډویر یوې کمپنۍ داسې یوه آله تیاره کړې ده چې په کمپیوټر کې بغیر له کیبورډه لیکل کولای شی؛
دا آله ټایپ اسټرپ نومیږي چې پنځه سوري لري او پنځه واړه لکه د ګوتمې غوندې په ګوته کیږي، بیا د بلوتوث په وسیله له کمپیوټر او یا موبایل سره نښلول کیږي.
کله مو چې دا تر ګوتو کړه نو اوس تاسو ازاد یاستی چې په ځمکه، میز، فرش، بالښت، کټ او یا هر بل شي باندې ګوتې کیږدی او ټایپ وکړی.
خو د دې آلې د کارولو لپاره دا اړینه ده چې باید د کمپیوټر په لیکمن یا کیبورډ کې د هر توري ځای درته مالوم وي او په هماغه حرکت سره ټایپ وکړی.
دا آله ډیره نرمه جوړه شوې ده چې ګوتې کولای شي په اسانۍ سره حرکت وکړي، خو د هغو ټايپوونکو لپاره چې په کیبورډ په زوره زوره په ګوتو ضربه واردوي باید دا توصیه په نظر کې ونیسي چې د فرش، میز او یا ځمکې په سر چې کله ټایپ کوی نو ګوتې په زوره زوره په دې شیانو مه وهی ځکه چې بیا به درته د ګوتو درد پیدا شي.