په اسلامي هېوادونوکې دامريکافوځي اډې

چاچـــې خـــــــپل قدرپـــــه خپلـــــه وکړګلــــــه
ستاره دهغـــــــــه قــــوم په عـــــــروج شولــــــه
خداى هم نه بدلوي حال دهغـــــــــوخلکــــــــــو
څوک چـــــــې نه بدلـــوي خپل حالت په خپله
 
ليکوال :خليل تسل
     په دې کې هېڅ شک نشته  چې امريکااوس مهال دنړ ۍ ديوفرعوني قدرت ترڅنګ يوداسې اقتصادي ، اوفوځي ځواک دى چې دنړۍ په هره پرېکړه ، کورني اوبهرني دريځ کې دپام وړ رول لري  اودامها ل دنړۍ ګڼې ستونزې لاس ته راوړنې اوخپل منځي شخړې دامريکااوپه ځانګړي ډول دپتنتاګون ، اوسي ، اى ، اې دپلانونوپايله ده .
       په کلي کې چې هرڅوک ډېرمالداره شي نوپه کليوالويې پوره باج چلېږي ، اوکليوال ورته په هره برخه کې احتياج وي اومجبوردي چې دخپلواړتياوودپوره کولو لپاره ددغه مالداره کس خبره ومني ، داچې انټرنټ له برکته ټوله نړۍ ديوه وړوکي کلي غوندې شوې نو همداسې به دمالدارو غوندې باج چلوونکي هم په کې وي چې بويه دغه ګوته  امريکااودامريکاسپي (دبرتانيالومړ ى وزير) ته ونيول شي ځکه چې دغه دووهېوادونودتاريخ په اوږدوکې تل دنړۍ اوپه نړ ۍ کې دمخ پرودې هېوادونووده له ګواښ سره مخ کړې ده امريکاديوولسم سپټمبرله پېښووروسته دهغه پلان پيلامه پيل کړه چې پنټاګون اودپنټاګون مشر
 انواوکليسااستازويې دتېرې نيمې پېړۍ راهيسې پلانونه سنجولي ووخودپيل لپاره يې خوله يوې جعلي قانوني بڼې ته نه جوړېده اوهمدغه دسپټمبريوولسمه ورته هغه دچاخبره ننګه غواشوه داخوټولوته معلومه ده چې له دغه پېښې وروسته امريکالومړى په عراق په دې تورفوځي يرغل وکړچې ګنې دولسمشرصدام حسين سره اتومي وسلې دي چې ممکن دالقاعده ووياداسرائٍيلو دښمنانوته لاس ته ورشي په دغه بې رحمانه يرغل کې ډېرې درنې وسلې چې اداتومي وسلودلېږدتوان يې درلودپه پراخه پيمانه وکارول شوې اودبغدادځمکه يې ورباندې لمبه کړه خوداچې اتومي وسلې يې ولې ونه موندې ؟ څه شوې ؟ اياصدام ريښتيا هم دغه وسلې لرلې که نه ؟ صدام ولې دتړلو دروازو  وازوشاته محاکمه اوولې داخترپه ورځ ووژل؟ شو دايوبېل بحث دى  غواړوپه دې وغږېږوچې په دغه هېوادکې دامريکااوسنۍ فوځي اډې په څه حال دي اوپه نوروکومواسلامي هېوادونوکې يې خپل فوځيان دسولې اوهمکارۍ په نوم مېشت کړي دي ، دزيانونه په نوم انټرنټي خپرونه چې ددغه ړانده يرغل له پيله ترننه امريکايانو اونوروبهرنيوته اوښتي تلفات راټولوي   اووخت ناوخت په دې اړه ډېرمحرم اسنادخپروي .چې له مله يې دغه خپرونه دامريکايي فوځي چارواکودغندنې وړهم ګرځېدلې ده .
په سرکې بايدداهم واضح کړوچې امريکادشلمې پېړۍ دپيل راهيسې  په ګڼواسلامي هېوادونوکې ګڼ فوځيان ځاى په ځاى کړي دي چې اکثره يې عربي هېوادونه ووکه څه هم ظاهرادغه فوځيان په دې هېوادونوکې دسفارت اوامريکايي اتباعواوامريکايي گټودخوندي کولو لپاره استول کېدل خو اصلي هدف يې ددغه هېوادونودمالي سرچينوڅاردتېلواونفتوپه مرکزونوغيرمستقيمه قبضه وه چې وه   نه شي کولى اسلامي هېوادو نه پرمختګ وکړي  بلکې تل امريکاته په اجتياج کې وساتل شي خوپه دغه سرتېروکې اکثره جاسوسان تش په نامه خبريالان ، سوادګراونوروو چې دامريکالپاره يې په پټه کارکاوه
عراق :-
      عراق لومړۍ هېوادووچې دامريکايي ځواکونوداوسنيوعملياتو ښکارشواوګڼ بې ګناه کسان په کې ووژل شول (زيانونه)ليکي چې دامريکافوځ په دغه هېوادکې داسې سرګلولې استعمال کړې چې له څارګروالوتکو نه وېشتل کېدلې داډول وسلې هم ځمکنۍ قوې هم کارولې دي ديرغل په شپوورځوکې دانظريه په امريکاکې خوره وه چې ددې حملواصلي طراح اسامه اودهغه ملګري دي چې ممکن په عراق کې پټ شوي وي نوځکه خودفوځيانوپه ډله کې رضايت ترلاسه شواوګڼ کسان حاضرشول عراق ته لاړشي همداسې وشول دبغدادپه څنډو اوهوايي ډګرکې درسمي شمېروله مخې نږدې شل زره امريکايي کمانډو مېشت دي چې دنده يې دعراق دتېلود
 سرچينوڅارل اوپه لېږدکې دهغوى  مرسته اودعراق دنفتودوزارت دفعاليتونو کنترول دى
داډول فوځي اډې چې يوه زياته شميره ټيټ پوړې کارکونکي يې عراقيان دې چې دژباړونکو ،قرارداديانو ، ګارډانواوساتونکوپه حيث ورسر ه په کمومعاشونوکار کارکوي دعراق په نوروښارونوکې هم شته چې درک يې چاته نه ورکوي دعراق اوکوېټ په سرحدونوکې هم څواډې موجودې دي چې ددغه دوه هېوادونوچارې له نږدې څاري اودامريکادفاع وزارت ته معلومات استوي چې په مهمو کشفي اوتخنيکي وسايلوسمبال دي چې له سمندري اډوسره هم فعالې اړيکې لري په دغه اډوکې هم له دېرش زرونه زيات امريکايي سرتېري مېشت دي په مجموع کې اوس مهال په عراق کې ډېرتاريخي ځايونه دامريکايانوپه کنترول کې دي ، هرڅه په رڼاورځ ترسره کېږي دې ته حاجت نه شته چې څارګري اوجاسوسي دې وشي.دامهال په عراق کې دټولوپټواوښکاره امريکايي  سرتېروشمېره نږدې درې سوه زروته رسېږي .
سعودي عربستان :
  په سعودې کې امريکايي فوځي حضوراوشنۍ نه دى درياض په څنډودرياض په هوايي ډګراوجده کې د١٩٧٠کال نه راپه دېخوا.امريکايي فوځيان دسعودي دبهرنيوچارووزارت سره دتړون په اساس مېشت دي چې شمېره يې هغه مهال داوواتوزروپه شاوخواکې وه خواوس مهال دشلوزروپه شاوخواکې امريکايي سرتېرې هلته حضورلري اودسعودي شيخان ورته دډېروپياوړوسله والودوستانوپه څېرګوري په دغه اډو کې يوزياته اندازه هغه جاسوسان دي چې سي اى اې دخليج هېوادونواومنځنۍ اسيادهېوادونودڅاردنده په غاړه لري خودسعودي چارواکي يې لاهم په حضورغوږ نه ګروي .دغه شمېره له لبناڼ ، چاد، تنزانيا،   ، الجزاير،مصرنه په دې زياته ده چې دسعودې حکومت په دې حضورهېڅ کوم مخالفت نه لر ي اودسعودې حکومتي مخالفين اوهغه څوک چې له دې حضورسره مخالف دي ددولت له وېرې غږنه شي اوچتولى ددغه فوځي اډې اودجدې په هوايي ډګرکې دمېشتې فوځي اډې لپاره موادپه خليج سمندرکې دامريکاله بحري اډونه رسول کېږي خودسعودي حکومت خپلو خلکوته داډاډورکو ي چې دوى ددې په بدل کې له امريکانه پرېمانه پيسې اخلي دراپورونوله مخې ويل کېږي چې دسعودې حکومت هره مياشت له امريکانه ددې په بدل کې يوملياردډالرترلاسه کوي خودابه خداى به خداى ته معلومه وي چې په بدل کې به يې څومره تېل په پټه ترواشنګټنه رسېږي
مانازهوايي اډه :
 دادافغانستان په ګاونډ ې هېوادقرغزستان کې هغه فوځي اډه ده چې په دوه زرم کال کې جوړه شوه جنجالي اډه ده اودغه هېوادله امريکانه دامتيازاتوترلاسه کولولپاره دغه هېوادته دپارلمان دخوښې سره سره ورکړه اودامها ل په کې دپنځوزروپه شاوخواکې امريکايي سرتېرې په کې شامل دي چې افغانستان ته دفوځيانولپاره ترې ملکي اکملات ترسره کو ي خوپه غيررسمې ډول دافغانستان ، روسې ، ادپخواني شوروي ته دازادشوو هېوادونوڅارنه ده چې په عين حا ل کې دروسې دستراتيژيکو ګټولپاره يوگواښ دى ځکه خويې روسې هم وخت ناوخت مخالفت کړى ، ددې په ځواب کې بياامريکاوايي چې ددغه اډې دنده په منځني ختيځ اودافغانستان په شمالي ګاونډيوهېوادونوکې دوران کاروڅارل دي مانازهډه په منازهوايي ډګرکې جوړه شوې چې قرغزستان په مياشت کې ورنه يوملياردډالردکرايي په ډول   ترلاسه کوي اودهم ورڅخه خپل فوځ ته امکانات  پيداکوي .
افريقا
 په ګڼوافريکايي هېوادونوکې هم په زرګونو امريکايي سرتېرې دسوله ساتو ، امنيتي کمپنيو، سفارتي ګارډانو، دملل متحددسرتېروپه نوم په کوچنيوفوځي اډوچې په هوايي ډګرونواوسمندري بېړيوکې دي هستوګنه لري چې کوربه هېوادونوته کومه کرايه هم نه ورکوي په دغه هېوادونوکې ګڼ شمېربياهم عربي دي له سوډان ، تنزانيا، سوماليا،بوسنيا،مالي ، ناجير، اج ساحل ، الجزايراونور شامل دي  البته دغه سرتېرې اوسني نه دي له تېروشپېتوکلونوراپه دېخواپه دغه هېوادونوکې دمعززومېلمنوپه توګه مېشت دي چې ډېروته يې ددغه هېوادوتابعت هم دهغه هېواددکارګر انولخواپه رشوت کې ورکړل شوى دى
اسراييل
 اسراييل چې اصلاديوه هېوادپه ځاى په اسياکې دمتحده ايالاتويوسفارت ورته ويلى شو دامريکايانولپاره يوه ازاده سيمه ده چې ګڼ امريکايان په کې په فوځي اوغيرفوځي ډول ژوندکو ي اسراييلي ځواکونوته دفوځي مشوروترڅنګ هغوى له اسراييلواوايران سره جنګ ته هڅوي  دحماس فلسطيني ګوند، اودلبنان دحزب الله دورکولولپاره کارکوي يوبله خبره داده چې داسراييلوپه اتوم سمبال فوځ کې ډېرى همدغه امريکايان شامل دي خودموساد(داسراييلواستخبراتي شبکه )ترڅارلاندې کارکوي ددغه سرتېروشمېره ددېرشوزروپه شاوخواکې ده
افغانستان
 دامها ل چې په افغانستان کې داېتلاف دسرتېروترټولو لويه شمېره دامريکايانوده نوځکه يې دهېوادټول هوايي ډګرونه په خپلوفوځي اډوبدل کړي دي اوتقريباپه هرولايت کې يې موږ تاسې وينو يوازې دباګرام په هوايي اډه کې دامريکايي سرتېروشمېره لسوزروته رسېږي په دغه اډه کې دګڼو افغانانو ځمکې دغه سرتېرو په فوځي ساحه کې نيولې دي همدارازدکندهار، جلال اباد ،مزارشريف په هوايي ډګرونوکې په زرګونوامريکايي سرتېري مېشت دي خودهرات په ولايت کې په ځانګړي ډو ل  ديادولووړپه دې دي چې هلته يې دنده ظاهرادامنيت اوقچاقومخنيوى دى خوپه حقيقت کې دګاونډې هېوادايران حالات څار ي
         دامها ل  ددريولکو بهرنيوسرتېروله جملې څخه څلورمه برخه ټول امريکايان دي چې څه له پخوانه پاتې وواوڅه اوس اوس له عراق نه راغلي دي دلته دفوځ حسابول ځکه دومره اړين نه وي چې افغانستان اوس ددوى متوحه خاوره ګڼل کېږي ، په افغانستان کې امريکادخپلوفوځيانوپه ځاى په ځاى کولوسره وکولى شول چې داسياپه زړه واکمني ترلاسه کړي .
پاکستان
لکه څرنګه چې اوسنيوامريکايي فوځي عملياتو دپاکستان لپاره دننګې غوا حيثيت خپل کړنوامريکاهم خپله بدله واخيسته هېڅوک نه پوهېږي چې  په پاکستان کې دې امريکايي سرتېرې موجودوى خودابايدووايوچې دکراچۍ له بندرنه رانيولې داسلام اباد، پېښور،لاهوراونورسيموکې دسفارت دساتونکوپه نامه دفوځ ګڼې ډلې موجودې دي چې اى اېس اى پرده ورباندې اچولې ده  دغه سرتېر ې په دې نامه هلته ځاى په ځاى شوي چې دکراچى له سمندرنه دامريکادسمندر ي ځواک هغه مرستې وڅاري چې افغانستان ته رسول کېږي . ددغه اکمالاتونه پاکستان ته په لکونوډالرګټه رسېدلې ده يوداچې ټول رسوونکي وسايط په ځمکنۍ
 لاردپاکستاني وګړي دي بل داچى دپاکستان دباج په ډول هم بلاپيسې ورنه اخلي تاسې به اورېدلي وي چې هروخت په دغه لارواکمالاتي موټرسوزول کېږي خوحقيقت دادى چې نه طالبان دومره جريت لري چې په دوى حمله وکړي اونه طالبان دومره وږي دي چې امريکايي وسايل خواړه اونورتوکي چې په کانتينرونوکې لېږدول کېږي چورکړي بلکې داټول پاکستاني وږي فوځيان اوملېشه ده چې داګرمه لوبه يې روانه کړي اوبهانه يې طالبان وي
کيوبا
  کيوبا  که څه هم اسلامي هېوادنه دى خوامريکاورنه دګوانټاناموټاپوله اسلامي هېوادونوله نيول شووبنديانولپاره دزندان جوړولو لپاره اخيستى چې بنديان په کې وحشيانه ژوندلري دغه بنديان درسمي پايلوله مخې دزروپه شاوخواکې حسابېږي خوحقيقت دداى چې دلته دپنځوزروپه شاوخواکې مسلمانان دترورېستانوپه نامه بنديان دي اوامريکايي بې رحمه مستنتېقينوڅپړې زغمي په دغه اډه کې دپنځوزروامريکايي سرتېروډلې ددغه زندان په ساتلوګمارل شوې دي
پايله
لنډه داچې دامها ل امريکايي سرتېري له ايران پرته چې ولسمشريې(احمدي نژاد) دخپلې لوړې په مراسموکې په جاروويل چې داسلامي هېوادونولومړى مشريم چې په ډاګه وايم ((امريکاظالمه ده اوفوځ يې قاتل دى خوزه اودايران خلک ورنه وېره نه لرو))بل هېڅ داسې هېوادنه شته چې دامريکاله فوځي حضوره دې ځان وساتي دامريکاپه فوځي اډوکې يوزيات شمېرمسلمان وګړي ښځې اونارينه په دندوبوخت دي چې دغه اورته دتېلوماناورکوي بل خواپه اسلامي هېوادونوکې دامريکاسفارتونه اوکونسلګرۍ دجاسوسانومرکزونه ګرځېدلي دي په بغداد کې دامريکادسفارت عمله ددريوزروکسانوپه شاوخواکې ده همداسې په هر هېواد کې ددېپلوماتانوپه نامه هرسفارت دشپږسوونه ترزروپورې کارکوونکي لري اولومړى هڅه ددې هېوادونودمالي سرچينونيول اوڅارل دي بله داچې ددوى بل شعاربيارغونه دى خو که فکروکړىيوبنيادي کاريې هم نه دى کړى تعميرونه يې امانت جوړکړي اووړي يې دي ، پلونه يې  نيټ اوبولټ کړي اودتګ په مهال يې له ځان سره وړي حال داچې که يي بيارغونه وغواړي په يوه مياشت کې کولى شي دامريکاځينې ښارونه چې ددې هېوادونوهومره ووزلزلواوتوپانونوونړول خو دوه درې مياشتې وروسته له هغې وړاندې بڼې نه ښکلي ابادشول ددوى دنده خويوازې بې لاري دامريکايي کلتورخپرول اوبې ځايه خرچې دي . اوس که فکروکړئ داسلامي هېوادونواکثره مشران داسې څوک دي چي لوړې زده کړې يې په امريکاکې کړېداسلامي هېوادمشرانوته څه لازم دي هېڅ !!!
په دې چې دوى خپله دغه دوستي دځان لپاره وياړاودوخت غوښتنه ګڼي ديوالي ازادخيالي اوله دغه مډرن استعمارڅخه ځان ساتل خو لاپه ځا ى پرېږده اوس له هغوى نه هيله کول هم لېونتوب دى ځکه څوک چې خپله په اورکې دځان سېزلوپرېکړه کو ي نوڅوک به يې مخنيوى وکړي ، دوى ته بايداوس يوازې دادعاوکړوچې خداى يې دې په زړ ه کې ديوه رېښتيني مسلمان جزبه په غورځنګ کړي اوهغه وړې مبارزې ډلې چې دمسلمانانودغه بدمرغي يې درک کړي اودامريکالپاره لوى سرخوږى ګرځېدلې خداى کامياب لري
                         په همدې هيله
 ١٣٨٨-٧-٢٠
 
 خليل تسل
ننګرهارپوهنتون
Khlil-tasal@yahoo.com
 
٠٧٧٥٣٤٣٧٩٩