ټوټاپ (TUTAPترکمنستان–ازبکستان–افغانستان–پاکستان) د ترکمنستان څخه پاکستان ته د برښنا د لېږد پروژه ده چې د افغانستان برخه برښنا ظرفیت یې ۵۰۰ مېګا واټه دی. پر نوموړې پروژه د ترکمنستان، تاجیکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ هوکړه د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي په دوره کې وشوه. د ټوټاپ ۵۰۰ مېګا واټه برښنا د ترکمنستان څخه ازبکستان ته، له هغه ځای بیا تاجیکستان او له تاجیکستان څخه افغانستان ته او بیا له هغه ځای څخه پاکستان ته لېږدول کېږي. د دغه پروژې پرمټ به افغانستان د ټرانزیټي حقوقو تر څنګ وتوانیږي تر یوه بریده د افغانستان د برښنا د کمښت تقاضا مرفوع کړي. د یوې تر سره شوې سروې له مخې، جرمن فشر کمپنۍ د ټوټاپ پروژې غځونې لپاره دوه کرښې ماسټرپلان او وړاندیز کړي دي: سالنګ–کابل کرښه او بامیان–میدان-وردګ کرښه. د دغو دوه وړاندیز شويو کرښو څخه، د افغانستان د وزیرانو شورای د خالې ورځې ۳۰ م اپرېل غونډه کې د ټوټاپ پروژې د لېږد لوری سالنګ–کابل وټاکه. نوموړې پرېکړه د ځینو سیاستوالو له خوا سیاسي او په مغرضانه ډول وکارول شوه.
د اجرایه ریاست دویم مرستیال ښاغلي محمد محقق په وروستیو کې په یوه مطبوعاتي بیانیه کې افغان دولت ته خبرداری ورکړ چې د ټوټاپ لوری له سالنګ–کابل څخه بامیان–میدان-وردګ لورې ته واړوي. ښاغلي محقق د ټوټاپ د لورې بدلون په دې عقلاني کړ چې ګواکې د بامیان–میدان-وردګ کرښه تر سالنګ–کابل کرښې ډېره با امنه او ډېره اقتصادي ده. هغه بامیان–میدان-وردګ کرښه با امنه او سالنګ–کابل ناامنه وبلله په دلیل چې نوموړې کرښه په ژمي کې د واورې پراخه اورښت او د واورو راشیو راښویدلو سره لاس ګرېوان ده. هغه نوموړې شونې کرښه (سالنګ–کابل) یوه ټولنیزه بې عدالتي وبلله او له حکومت څخه یې په دې برخه کې کلکه غوښتنه وکړه چې د ټوټاپ پروژې غځول بامیان–میدان-وردګ لورې ته ورواړوي. تر څنګ یې حکومت ته د دې خبرداری هم ورکړ چې که غوښتنه یې و نه منل شي، نو په دوامداره لاریونو کولو به لاس پورې کړي، او آن تر دې چې د ملي وحدت حکومت سره د همکارۍ کولو څخه به هم لاس په سر شي. د محقق څرګندونو پسې ټوټاپ په اړه د حکومت پرېکړه د هزاره توکم له خوا وغندل شوه او نوموړې پرېکړه یې د دغه اقلیت پر وړاندې یوه ټولنیزه بې عدالتي وبلله.
که څه هم ښاغلي محقق ادعا وکړه چې د ټوټاپ لپاره د بامیان–میدان-وردګ کرښه تر سالنګ–کابل کرښې ډېره باامنه ده، سالنګ–کابل کرښې ته په غړېدلو سترګو لید کولی شي د هغه دغه ادعا ناسمه اثبات کړي. سالنګ–کابل کرښه پر طالب یا القاعده اخته سیمه نه ده. پر نوموړې کرښه مونږ تر اوسه د داسې کومې ټروریسټي پېښې شاهدان هم نه یوو پاتې شوي چې سالنګ–کابل د ټوټاپ غځولو لپاره یوه ناامنه لاره وګرځوي. خو بیا هم، په سالنګ کې د واورو راشي د ټوټاپ کرښې ستنو لپاره یو څرګند خطر دی ځکه چې مونږ د دا ډول پېښو شاهدان پاتې شوي یوو، چې ښه بېلګه یې د تېر ژمي د واورو راشي کېدای شي چې په سالنګ کې یې د اوسنۍ برښنا ستنې په ګونډو کړې. په پایله کې یې کابل او د هېواد نورې برخې په اونیو اونیو تیاره وګرځېدې. ګڼ شمېر مدنی فعالانو او عامو وګړو پر دولت باندې نیوکه وکړه چې په سالنګ کې یې د برښنا ستنو لپاره د واورو راشیو مخنوي لپاره ژغورونکي دیوالونه نه ول جوړ کړي. د ژغورونکو دېوالونو نشتون په سالنګ کې د ټوټاپ برښنا کرښې لپاره یو امنیتي تهدید دی. خو د واورو راشیو راښوېدلو تېرو تجربو ته په پام، دولت باید د شته او راتلونکې برښنایي ستنو خوندي کولو لپاره د ژغورونکو دېوالونو غم خوړلی وي. له دې لارې، د ټوټاپ پر وړاندې د واورو راشیو څخه رامنځ ته کېدونکې ناامني کېداشي صفر ته راټيته شي.
ښاغلی محقق او هزاره توکم استدلال کوي چې د ټوټاپ غځونې لپاره د بامیان–میدان-وردګ کرښه تر سالنګ-کابل کرښې ډېره اقتصادي ده، حال دا چې برعکس یې په اسانۍ سره توجیه کېدای شي. د جرمن فشر سروې پر بنسټ، د برښنا غځونې کرښې لوری بامیان–میدان-وردګ کرښې ته بدلون ۷۳ کیلومټره واټن ډېروي. د واټن دغه اضافه والی په حقیقت کې په لګښت کې د ۷۳ میلیونه ډالر اضافه والي په مانا دی. بیا له کابل څخه ۱۲ جنوبي ولایتونو ته د ټوټاپ برښنا غځونه، په لګښت کې په بیلیونونو ډېرښت رامنځ ته کوي. د سالنګ-کابل لوري د لګښت د لږولو په پار افغان دولت باید په سالنګ کې د برښنایي ستنو څخه د واورو ممکنه راشیو پر وړاندې ژغورونکي دېوالونه جوړ کړي. د نوموړو دېوالونو لګښت به له دوه سوه زره امریکایي ډالرو څخه ډېر نه شي. مونږ کولی شو د ۷۳ میلیونو ډالرو پاتې برخه وسپموو او د نورو یادو اضافي لګښتونو مخنیوی وکړو. په ډاګه لیدلی شئ چې د سالنګ-کابل کرښې د لګښت مثمریت د بامیان–میدان-وردګ کرښې څخه ډېر دی.
د ټوټاپ غځونه له سالنګ–کابل لورې د ټولنیز عدالت مراعات کولو لپاره یو اړین ګام دی. د برښنا ورکړل کېدونکي ولایتونه چې د سالنګ–کابل لارې په اقتصادي ډول برښنا ورکول کېدای شی د تعداد له مخې د هغه ولایتونو څخه چې بامیان–میدان-وردګ لاره باندې پراته دي ډېر دی. که چېرې د ټوټاپ لوری بامیان– میدان-وردګ ته واړول شي، د ټوټاپ څخه یوازې دوه ولایتونو بامیان او میدا-وردګو ته برښنا ورکول کېږي او هغه هم په ډېر اصرافي لګښت سره چې ممکن میلیونونو ته ورسیږي. دولس جنوبي ولایتونه (کندهار، غزني، لوګر، پکتیا، خوست . . . ) ته به بیا له کابل څخه د برښنا مزي او ستنې ورغځیږي یوازې که دولت د بیلیونونو ډالرو لګښت وسه درلودای. له ټوټاپ څخه پرته بامیان او د افغانستان هر ولایت کولی شي له دولت څخه د برښنا غوښتنه وکړي ځکه دا د دوي یو بنسټیز حق دی. دوي باید د خپل حق غوښتلو لپاره ټوټاپ شرط ونه ګرځوي. ټولنیز عدالت به هغه مهال په ښه ډول تامین شي چې ۱۲ جنوبي ولایتونو ته د سلانګ–کابل لارې د ټوټاپ پروژې مزي غځولو سره خوشحالي ورپه برخه کړي.
د ټوټاپ لپاره د سالنګ–کابل کرښې مهالیز مثمریت هم د بامیان–میدان-وردګ کرښې څخه ډېر دی. د ټوټاپ بامیان–میدان-وردګ لورې ته اړول به ۷۳ کیلومټره واټن ډېر کړي. یاد واټن به هرومرو میاشتې او کلونه واخلي چې په پایله کې به د ټوټاپ چارې ځنډ سره مخ کړي. ویل کېږي چې د بامیانو پر لورې یو کیلو مټر اضافي واټن د یو میلیون ډالرو په ارزښت پرېوزي. ۷۳ کیلو مټره واټن ټولټال لګښت کې ۷۳ میلیونه ډالره اصراف رامنځ ته کوي. له دې امله، د ټوټاپ لپاره د بامیان–میدان-وردګ کرښه د کلونو وخت او میلیونونو ډالرو ضایعې څخه پرته بل هیڅ نه شې کېدای.
ښاغلي محمد محقق په وروستی خبري بیانیه کې وویل، ”که چېرې افغان دولت ټوټاپ د بامیانو له لوري ونه غځوي، دا به د ملي وحدت سره زمونږ د همکارۍ پای وي. “زه په دې باور یم چې د ټوتاپ لپاره د سالنګ–کابل لوری ټاکل د افغان حکومت پرېکړه ده. نوموړې پرېکړه د وزیران شورای چې د هزاره توکم په ګډون پکې د افغانستان د ټولو توکمونو څخه وزیران شتون لري شوي ده. د دغه پرېکړې ملاتړ د اوبو او برښنا وزارت له خوا هم وشو. یاد وزارت په دې اړه سپارښتنه وکړه چې د ټوټاپ پروژې مزی دې د سالنګ غاښي له لوري وغځیږي. کله چې د ټوټاپ سکالو په اړه د ولسې جرګې له ځینو غړو څخه وپوښتل شول، هغوي د حکومت به چارو کې د افرادو دا ډول مداخلې په اړه ژور خپګان وښود. وکیلانو زیاته کړه چې دغه افراد (ښاغلی محقق او د ولس مشر پخوانی دویم مرستیال ښاغلی کریم خلیلي) د ټوټاپ پروژه د افغانستان په سیاسي ډګر کې د بیا ظهور او نفوذ په پار سیاسي کوي.
ټول پورتني مدارک د ټوتاپ لپاره سالنګ–کابل کرښه په ښه ډول توجیه کوي. بامیانو کرښه ټوتاپ ۷۳ کیلو مټره اوږدوي، چې د ټوټاپ ټاکلي مالي لګښت به کابو د ۷۳ میلیونه ډالرو اصراف سره مخ کړي، په داسې حال کې چې د سالنګ–کابل کرښه دغه دواړه ۷۳ کیلو مټره واټن او ۷۳ میلیونه ډالر سپموي. سالنګ–کابل کرښه پله دې امله د وخت او هم د لګښت له مخې مثمره ده. که څه هم د سالنګ–کابل کرښه د ټوتاپ لپاره د واورو د راشیو له امله په ژمې کې یو څه ناامنه ده، د یادو ۷۳ میلیونه ډالرو په یوه وړوکي مقدار د سالنګ کنډو ستني تامینېدی شي. د ټوټاپ بامیان–میدان-وردګ لورې ته وراړول به یوه ستره ټولنیزه بې عدالتي وزېږوي ځکه چې سالنګ–کابل لاره د افغانستان ۱۲ جنوپي ولایتونو ته پرته د کوم اصافي لګښت برښنا ورکولی شي په داسې حال کې چې بامیان–میدان-وردګ کرښه یوازې دوه یادو ولایتونو ته برښنا ورکولی شی. پکر کوم افغان دولت ټوټاپ لپاره د سالنګ–کابل په ټاکلو کې د یاد لوري د وخت او لګښت مثمریت او ټولنیز عدالت په پام کې نیولو سره پرېکړه کړېده.