
د شر او فساد لنډه غر که معلم عطا!!! د شمال ټلوالې يا په بل عبارت ،شر او فساد ،يا په بل عبارت ستم ملي!!! کله چې دوی په ډاکټر نجيب باندې لاره جوړه کړه،اول خو يې په وطن او افغانانو مينو د اوردو او نور امنيتي اورګانونو د افسرانو په ترورشروع وکړه ،د ترور په لړۍ کې که چيرې ووايم چې صرف پښتانه يې ترور کړل ،دا به په خپل ځای کې يو ډول مبالغه وي،دوی دې ته نه کتل چې ،پښتون دی،تاجک دی،که اوزبک يا هزاره ،هر څوک چې د افغانستان وګړي دي،او د افغانستان ملي ګټي ،او د خاورې عرضي تماميت خپل فرض ګڼي ،حتمآ بايد ترور شي ،،او د منځه ولاړ شي،
عزيزانو دا بايد د ياده ونه باسو چې څومره چې پاکستان يا (ای اس ای)د افغانستان د ملي پوځ ،ملي امنيت،اوملي پوليسو په له منځه وړلو کې فعاله ونډه درلوده،،برابره يا دوه برابره ونډه هم پکې د شر او فساد ډالۍ درلوده، دوی د خپل نيکه يعنی لوی مشر ببرک کارمل د ارمانو د پوره کولو په لار کې په يوه شي هم صرفه ونه کړه،شروع يې د وطن دو سته افسرانو ترور،د ملي امنيتي اورګانونو د له منځه وړل،په هغه سيمو کې چې مختلف قومو نه اوسي د هغوی په منځ کې تفرقه اچول،او پدې ډول سره د قومونو په منځ کې د ژبې ،سمت او مذهب په نوم خپل منځي اختلافات پيدا کول،د خلکو په مال ناموس تيری،د عامو مسلمانانو د مال ،او دولتي شتمنيو غصب کول ، د مسلمانانو نجونو،او مسلمانو کم عمره هلکانو ،د ټوپک په مټ د خپلو کورنيو نه په زور بيول او بيا د جنسي او شيطانی غريزو لپاره ترينه ناوړه استفاده،عزيزانو اوس هم د حامد کرزي نه ګيله کول او يا هم حامد کرزی په ټولو شيانو ملامت کول ځما له نظره منطقي کار نه دی،زه خپله د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمد زي ملاتړ يم،او د استدلال او منطق له پلو دا ويلی شم چې اوس حالات دا نه غوره کوي چې د حامد کرزي ملا ور ماته شي،اوس هغه حساس وخت دې چې د شمال د شر او فسات بانډ ټغر وار ټول شې،او که په اوسني حالت کې دا امکان نه وي چې يو ملي حکومت را منځ ته شي، په راتلونکې کې به دې ته زمينه برابره شي چې د معلم عطا غوندې جنګي جنايتکاران و نه کړی شي چې بغاوت و کړي ، زه پدې ډير ښه پوهيږم چې په تيرو اتو کالونو کې پر افغانانو باندې تر حده زيات ظلمونه شوي،کورونه په خپل سر لټوال شوي، دافغانانو پر وادونو ،او کورونو بمونه اچول شوي دي، نو دا هم بايد د ياده و نه وځي چې په نوموړيو جرمونو کې د شر او فساد ډله مستقيم لاس لري ،د تيرې کورنۍ جګړې په وخت چې کله په بهر کې د افغانستان سفارتونه د دوی لخوآ غصب شوي وو،دوی د خپلو ناوړه موخو لپاره افغانان بهرنيانو ته د ترهګرو په نوم ور پېژندلي،او دا چې امريکايان او انګريزان و کړی شي چې په قانوني او ازد ډول پر بې ګناه افغانانو کيمياوي وسلې استعمال کړي عبدالله عبدالله او معلم عطا په ميليونونو ډالر اخيستي، او په ټوله کې بيا وروسته دوی که چيري له مخې ورک کړی شول بيا يې لطيف پدرام د يو ديموکرات شخص په څير ور ته کينولي دی، چې د يو مطرح او د موکرات شخص په څير يې را منځ ته کړي ،که چيرې خبره دې مرحلې ته لاړه بيانو عزيزانو د ويجاړ وطن افغانستان باندې دويم فلسطين نوم کيږدی،اوس هم خبره ډيره ګډه وډه ده،که د شر اوفساد بانډ څيرو ،ديوه اړخه بايد ونه څېړل شي،دشمال د شر او فساد بانډ بايد د روسانو سره د جهاد له وخته و څېړل شي،کله چې د پنجشير درې سيرلی د پخواني شوروي اتحاد د (کی جی بی)د لوړ پوړيو چارواکو سره تعهد امضآ کړ چې د هر قطار په مقابل کی چې کابل ته تيريږي پنجشير ته به برخه پکې ورکول کيږي،دا نو په خپل ذات کې د ميليونونو افغانانو د وينې پلورل دي،د وی خپلو اهدافو اوناوړه هيلو ته د رسيدو په لار کې،په يوه هم نه دي تړلي،که هغه د کابل د ښکلي ښار ورانول دي،يا د کابل د خلکو قتل عام دی،او يا هم د کابليانو د ناموس لوټل دي،او يا هم دادې لپاره چې خپلو ناوړه اهدافو ته رسيدلي وي د عامو افغانانو تر منځ د سړې جګړې را منځ ته کول ،د قوم ،ژبې،او مذهب په نوم،او دا تر ټولو لوی ملي خيانت يې،د مليونونو ډالرو په مقابل کې د زرهاو افغانانو د ژوند په قيمت د افغانستان خاوراني ارزښت په امريکايانو او غربيانو پلورل ،زه فکر کوم چې ټول افغانان اوس پدې خبر شوي چې د شر او فساد بانډ په څه بي شرمانه ،او بې غيرته ډول د افغانستان خاوره ټوټې ټوټې د بن په غونډه کې پر امريکايانو او غربيانو وپلورله،
اوس تاسې خپل قضاوت وکړئ هغه بانډ چې د يو ملک ملي امنيت،ديو ملک د وګړيو وينه، په ډير بې ارزښت ډول پلوري او معامله کوي څه تمه يو ملت د داسې يو بانډ نه لرلی شي؟ تاسې څه فيکر کوی چې ډاکټر اشرف غني احمدزي،ډاکټر رمضان بشر دوست چې د خپلو دندو نه ګوښه شول ،علت يې دا و چې کرزي غوښتل چې د شر او فساد بانډ خوشحاله وساتي،هغه هم د افغانستان د بربادي په قيمت ،زما په اند چې دا به يو غلط تعبير وي او که چيرې موږ دا فکر وکړو چې کرزی وطن پلورونکی او دوښمنان نه پيژني دا هم يو غلط تعبير دی، ښه يې پېژني او د مطلق مجبوريت په اساس يې ور سره جوړ جاړی کړی،او د نه کړلو په صورت کې،د شر او فساد بانډ د خدای (ج) نه همدا غواړي چې يو ځل بيا کورنۍ جګړه پيل کړي او يو ځل بيا د برباد ملت په مال او ناموس بې دريغه تيری وکړي،نو د ا چې يو رهبر لدې ويرې چې په وطن کې د وينو ويالې روانې نه شي هغه هم په يو داسې کرغيړن حالت کې چې ټول ګاونډيان دي خپله بقآ د موږ په بربادي کې ګورې،او کورني د ښمنان خپلو ناوړه موخو ته د رسيدو په لارکې په يو ه هم نه وي تړلۍ،
موږ افغانان په ټوليزه توګه خپل صداقت او ريښتونوالۍ هم ډير کمزوري کړي يو ،موږ هر وخت داسې فکر کوو ، يو کس چې جمهور رئيس شي بس هغه په ګوښي او يوازې ځان هر څه کولی شي. نه داسې نه ده ! که چيرې داسې وای حامد کرزي به حتمآ د شر او فساد د بانډ مخه ډب کړي وای،دا هغه خونخوره ډله ده چې د تورې کورنۍ جګړې په مهال يې ټول د افغانستان سفارتونه په بهر کې غصب کړې ،او هم د مخدره موادو قاچاق پکې کوي،هم د انسان قاچاق پکې کوي،او هم ټوېي نړۍ ته پښتانه د ترهګرو په نوم ور پېژني،د داسې يو غښتلي دوښمن د نيست او نابود کول د نړيوال تروريزم نه هم ګران کار دي، او س هم موږ افغانان په يو داسي حالت کې ځاي لرو چې جنګي جنايتکار عبدالله عبدالله ، په قندهار او پکتيکا کې ازاد انتخباتي کمپاين کوي،او په مزار شریف کې بيا معلم عطا د کرزي او اشرف غني عکسونه په ديوالونو نه پريږدي،دلته سوال دژبې جنګ نه دی دلته سوال د ملي يووالي يا په بله ژبه د ملي امنيت دی، اوس راځم اصلي موضوع ته!هغه دا چې کله ښاغلي يون صيب په خپله يوه لیکنه کې د حامد کرزي ننګه واکړه ،او د موږ يو ډير شمير پښتنو د قلم خاوندانو ،خپلې ځوابيه لیکنې په ډير احساساتي ډول شروع کړي،او په ميډيا کې هم رنګا رنګ احساسات خواره شول پر ما يې هم ډيره اغيز کړي و ، پاکو احساساتو ته د قدر په سترګه ليدل يو ډول انساني فرض دی،خو کله کله د پاکو احساساتۍ پريکړو يا کړو وړ نه دښمنانو ته د سو استفادي ښه چانس پيدا کيږي،چې په هغه صورت کې د وګړيو ښه او پاک احساسات کيدی شي په لويو ،لويو تيروتنو خاتمه بيامومي،موږ په داسې يو حساسه شيبه کې د مرورتيا او بی اتفاقۍ جهت خپل کړ چې جهانيان مو د سر په بيه ورکړل شويو وټونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي،وټونه خو لا پريږده چې ملي ارزښتونو ته مو،او ژوند ته مو څوک د ارزښت په سترګو نه ګوري،د دې پر ځای چې د علت په لټه کې شو چې دا ولې راسره کيږي ،يو رهبر مو چې د دوښمنانو د لاسه په ارک کې محاصره دی موږ هم پسې راخيستې ،
زه خپله هم د انتخاباتو نه مخکې پدې اند وم چې اوس داسې يو موقع را رسيدلې ده چې، نور نو بايد يو داسې ملي حکومت را منځ ته شي، چې په هغه کې ټول قومونه ،ن ژادونه او مليتونه ملې ونډه و لري،او دندې هم د قابليت په اساس ورکړل ش،او په سر کې يې هم يو ملي شخصيت وجود ولري ،چې دا ټول خواره واره افغانان سره را ټول کړي،خو سل افسوس چې داسې و نه شول ،او لا نور هم يو قدم د بدبختۍ په لور ور ګړندي شوو!ځکه چې موږ تر اوسه نړيوالو ته دا ثابته نه کړی شوه چې موږ يووالی لرو ،موږ د ديپلومسۍ ژبه هم زده ده ،موږ د يو بل مفکورو ته د ارزښت په سترګو ګورو،اوس نو بهرنيان د موږ په هر څه ملنډې وهي .
په درناوی او ډيره مينه
بريالی صميم تڼي