
افغانستان د بربادي او ابادي په پل صراط ولاړ دی!!!اوموږ پښتانه لا هم لګيا يو ديو بل پښوته مو تبرونه نيولي او ښه په افتخارسره د يو بل ريښي اوباسو،دتاريخ په اوږدو که موږ رنګا رنګ ګپونه خوړلي ،او لا يې هم خورو،د خپل غرور دومره خوړلي يو چې نن پاکستاني استخبارتي شبکې په موږ کې دومره ننوتي دی چې د موږ تنکی ځوانان ځانوژنې ته اماده کوي،او بيا يې موږ ته راليږي په وژني مو ګواښي او په راکيټونو مو ولي او موږ رډ رډ ورګورو ولی چې د موږ بې وسيو له امله خپله اوربشې بيلولی نه شو ،
کله چې بيا يو پښتون عالم يو ابتکار وکړي ۳۳ اثار راته ډالۍ کړي، بيا په هغه باندې په مستعارو نومونو ليکنې کوو خو په هر ٌصورت ،هر ستمي او هر د پرديو په چوپړ کې کولي شي چې يو څو کرښې را کش کړې ،او د پوښتنو او احساساتو د پاراولو باعث شي زه د يو ځوان په صفت يو څو پوښتنې لرم تاسې مشران يې ځواب کړی؟ اول دا چې مخکې له دې نه چې په خپلو پوښتنو شروع وکړم غواړم چې درته په زغرده واويم، چې ډاکټر صيب اشرف غنی احمدزی مې د رهبر په صفت منلی!او حامد کرزي ته د شراو فساد د ډلې د مشر په توګه بياهم د ډاکټر عبدالله عبدالله په پرتله ترجيح ورکوم،او د شراو فساد ډالۍ ته په زغرده اعلان کوم
چې د پګړۍ سړي په شمار دی ،او زما هغه پلار او نيکه ته دی چې ګپ ورکړی دلوی ميرويس نيکه د تصويرونو نه په سوّ استفادې نه شي کولی چې دغه قتل عام ته کوم چې په پښتنو روان دی جاري وساتی،نه نه هيڅ کله يې نه منم!
اوس راځم خپلو سوالونو ته د لمړي سوال د مطرح کولو نه وړاندی غواړم چې يو څه رڼا ، پرې واچوم د ۵۷ کال د نظامي کودتا په ورځ چې کله د کابل راډيو ته يو شمير خلکي او ستمي عناصر ننوتي وو، او ورسته د نورو ډلګيو ارګ محاصره کړی و دې ډلګۍ د راډيو سره د تيليفون په مټه ارتباط نيولی و او د ،دوی نه يې پوښتنه کړي وه چې داود خان چې د افعانستان قانوني ريس جمهور دی ژوندی و نيسو او که څه ورسره واکړو ؟ غلام دستګير پنجشيری چې په ډير احساساتی او روسی تقليد يې خبرې کولې د راډيو نه يې امر کړی ورکړ چې داؤد زموږ ژوندی نه دی په کار ختم يې کړئ،د هماغې نېټه نه ۲۵کاله وروسته يې خپل ستمي زهر وښودل او د ملي خآين او خاورې پلورنکی احمدشاه مسعود ته د ملي رهبر پّه نوم ليکنې کوي
او د هماغه اامپرياليزم په غيږ که د بې غيرتۍ ډوډی خوري د کوم په مقابل که يې چې په سلهاو زره په وطن مين زلمي د سوسياليزم په نوم د خاورې سره خاورې کړل!!!
اول سوال ۱- ايا تاسې پښتانه مشران کولی شئ چې موږ ته يعنی د نوي نسل ته دا را په ګوتو کړئ چې سردار محمد داود خان چا وا واژه؟ ولی يې واژه؟او د چا د ګټو قرباني شو؟هر قسم ځواب چې راکوی منم يې خو يو ځواب نه منم هغه دا چې خلکي يا ستمي او اخواني مشران يې د تورو تمبو شا ته اچولي ول،ډير ښه کار يې کړي او يواځينی اشتباه نه بلکې د افغان دوستي احساس و چې دوی يې ژوندي پريښودل.
۲-ايا پښتانه مشران پدې پوهيږي چې موږ د نړۍ د لويو،لويو استخباراتي شبکو نه جلا لکه(موساد،سی ای اې،ايم۱۶،اف اس بی،ای اس ای)يو بل کورني دښمن لرو چې هغه ته وايې ستم ملي؟!!!
۳-ايا پښتانه مشران پدی پوهيږی چې ستميان مخامخ وايې چې زه هم پښتون يم،او د شا نه په سړی وار کوي؟
۴-ايا پښتانه مشران پدې پوهيږي چې ستميان که په خپلو منځو کې سل کلن دښمنان هم وي خو پښتنو ته سره يو دي؟!!!
۵-ايا پښتانه مشران پدې پوهيږی چې ستميان پښتنو ته په دسيسه جوړولو که ډير ماهردي ،مکار او فريبکار دي او دوی هيڅکله هم د موږ دوستان نه شي جوړيدای؟
۶-ايا پښتانه مشران پدې پوهيږی چې ستميان پدی پښتون وژنه کې چې په ډليزه توګه سر ته رسيږي لاس لری ،لاس څه چې خپل فرض يې ګڼي؟
۷- ايا پښتانه مشران پدې پوهيږي چې ستميان د پښتنو د رهبرانو په وژنه کې مستقيم لاس لر ي ،لکه دسردار محمد داود خان،ډاکټر نجيب الله،اصف شور،جعفر سر تيراو نور ...؟
۸- ايا پښتانه مشران پدی پوهيږی چې ستميان د موږ سره دومره پخه او اساسي دښمني لري چې د موږ په سر او مال،او ناموس هم نه دي تړلي چې ښه نمونه يې د تخار د خواجه بهاالدين د پښتنو خويندو او ماشومانو بندي کول او په ناموس د تيري ګواښلو کې ستميان مستقيم لاس لري؟
۹-ايا پښتانه مشران په دی پوهيږي چې روسان ،او امريکايان دواړو ستميانو د پښتنود ځپلو په موخو افغانستان ته راوستلي دي؟
۱۰- ايا پښتانه مشران پدې پوهيږي چې ستميان اوس غواړي چې د شر او فساد دډلګۍ پخواني جنګي جنايتکار ډاکټړ عبدالله د لمړۍ دورې ته را مخکې کړي،او د ګټلو په صورت که به لمړی دوی ټول پښتانه سياست وال وځپي،اوپدې شکل به دويمې دورې ته لار اواره کړي چې لطيف پدرام راوالي چې هم دافغانستان نوم واړاوي،او هم به د ډيورند کرښه په رسميت و پېژني چې پدې سره به د ملي خآين او د شلمې پېړۍ مشهور جنايتکار احمدشاه مسعود ارمانونه په جهنم کې پوره شي .
په درناوي
بريالی صميم تڼي