
توبه له قبر نه ايميل راغلی!!! ببرک کارمل راته ايميل کړی !!! او ليکلي يې دي : سلام!!! زه ببرک کارمل يم ، پاسنی ليک د قبر نه او په قبر کې د دوزخ د يوې برخې نه در ليږم ؟تا ته به ډير سوالونه پيدا شي ؟ خو زه کوښښ کوم چې ستا ټولې پوښتنې پدې ايمل کې در ځواب کړم؟ او ته يې صرف پښتو ته وژباړه .
اول خو تا ته طبعآ پوښتنه پيداکيږي چې کمپيوټر دې څنګه پيداکړ؟ زه چې کله جهنم ته راغلم نو ټول يې را وا پيژندل، او زه يې هم د شوروی اتحاد ،د کمونستانو جهنم ته وروليږلم،چې دلته د جهنميانو رئيس يې بريژنيف ټاکلی و ، ځان مې وروپيژاند،اول خو ډير را ته په ښّه په قهراوغوسه شو، خو ما ور ته وويل چې په قهر او په غوسه نه کيږي ، که چيرې زه اوته سره بې اتفاقه شو امپرياليستان به مو اووم جهنم ته ورليږي، ته دا کمپيوټر خو لږ راکړه يار چې يو ايميل خو وليږم ! سړی نور هم په غوسه شو او ويې ويل چې قسم په ودکا چې امپرياليستانو ته جاسوسي کوې ،ما ورته وويل چې قسم په ودکا چې لار درباندې نه جوړوم،لنډه دا چې سړي ته مې بيا ګپ در ته ورکړ،را ته ويې ويل چې کمپيوټر به درکړم خو په يوه شرط چې زه به ستا ليکل شوی ايميل لولم،ما ور ته وويل چې په دواړو سترګو . پدې سره يې يو پيک ودکا ځان ته واچوله،او يو پيک يې هم ما ته واچوه،او د واره په يوه غږ مو جنګ ورکړ،ما ورته وويل چې بچيش يو بل هم وا چاوه او يو شعار هم ووايه! ؟
د شورويانو خو مې يو عادت خوښ دی ، چې ودکا ولري سپموي يې نه ، بريژنيف دوه نور پيکونه هم جوړ کړل ،او شعار يې د مرګ پر امريکا ختم کړ!ما وارته وا ويل چې ولي خوله د ماتيږي چې افغانانو ته هم مرګ وا غواړي ؟هغه را ته وويل چې ستا په خوله خو مې يو ځل افغانانو ته مرګی غوښتی و او ګپ دې راکړی و ، بچو اوس ګپ نه شې راکولی؟ ما ورته وويل ولې ولې رئيس صيب ولې دومره سخت په غوسه شوې ،ده وويل:ځوی ! که په هغه وخت کې د دوه مليونه بې ګناه افغانان را باندې په خپلو وينو نه وای لمبولي، قسم په ودکا چې نه به د موږ امپراطوري ړنګيدی ،او نه به هم امريکايانو داسې د خلاص زړه بد معاشي کولی، ما ورته وويل چې رئيس صيب ته او س هم احمق پاتې شوی يې اوس زما او ستا شعارونه د قبليدو وړ نه د ي ! ده راته وويل ځوی د شيطان شعارونه تر محشر ورځې پورې د قبليدو وړ دي!ما ورته وويل : او بادار قسم په ودکا چې دا خو مې د ياده وتلي دي ! ده راته وويل چې بچو داسې شک مې درباندې کيږي چې کوم شيطاني پلان را ته جوړ نه کړې د امريکايانو سره د ګوتې را ته پټې نه وي، ته خو نه په خور تړلی يې نه هم په مور!!!
ما ور ته و ويل چې رئيس صيب لکه چې نيشه شوې،اپلتي ولې . ده را ته وويل چې نه نه ځوی ،داسې نه ده زه نيشه نه يم خبره پدې کې ده چې وطن د خور او مور حيثيت لري تا چې خپل وطن په يو بوتل ودکا قربان کړ نو په ما به څه زړه وسوځوې؟ ګوره رئيس صيب داسې غير مسولانه خبرې مه کوه، ما خپل وطن نه دی خرڅ کړی، د افغانانو وطن وو افغانان پوی شه او کار يې،ولې د ياده دې وتلي چې هغه انګريز هم څلويښت کاله په پل خيشتی جومات کې لمونځ ورکړی و ،دا چې افغانان غافل دي او نا خبره دي زما يې څه . ده را ته وويل چې ځوی ! ته په خپلو کارونو کې ښه يې خو ستاسو ستميانو مې يو کار نه دی خوښ هغه دا چې د شا نه وار کوئ ؟ او زه دلته په جهنم کې هم ستا نه ډاريږم چې د شا نه راباندې وار و نه کړې!؟ما ور ته وويل چې رئيس صيب موږ تاسې خو تاريخي ريښې لرو،او تاريخي د افغان شوروي دوستي وه ،دا چې ما په افغانانو د شا نه وار وکړ يا د مخه دا پر ما فرض وه،افغانان زموږ تاريخي د ښمنان وو او ما هم وځپل خو ستاسو په کمک،ده را ته وويل چې واوره ځوی دا خومنې، ما ورته وويل چې اوه بادار څوک چې دا نه مني هغه به د افغانانو په څير وي چې موږ د هغوی نه سو استفاده وکړه او خپل وطن مو پرې وران کړ،خو دوی يې نه مني !!!
په ډيره وطني مينه
بريالی صميم تڼي.