
کيری لوګر بل او دپاکستان کړکيچنه وضعه
سريزه
کيري لوګر بل لاملونه او اړتيآ يې
وروستۍ کړکيچنه وضعه
په پرديو خيراتونو ، مرستو او پورونو روږدی هېواد اوس نشي زغملی ، دخيرات ، مرستو او پورونو د ورکړې پر سر دې ورباندې محدويتونه او شرايط وضعه شي . دغه هېواد وارخطا دی ،ځکه خو يې دبهرنيو چارو وزير ديوې ونۍ په موده کې دوه ځله له امريکا څخه ليدنه وکړه . پاکستان چې تل يې لويديځ په دې تير ايستلی چې په کور دننه له داسې ننګونو سره مخامخ دی چې د دوی او د لويديځ ګټو ته ګواښ پيښوي . يوه خبره چې تر ټولو مهمه هم ده، هغه دلويديځ ځيرکتيا ورته ووايو که ناپوهي ! ځکه دغه هيواد له لويديځ څخه د ترهګرو په رامنځ ته کولو کې هم مرستې ترلاسه کړي او اوس يې په له منځه وړولو کې هم د دوی مرستو ته سترګې نيولي دي . هغه څه چې روښانه دي هغه دپاکستان ځيرکتيا ده ، چې پر افغانستان دسرولښکرو دبريد پر مهال دجهادي کړيو په رامنځ ته کولو يې له لويديځ څخه بې خرته مرستې ترلاسه کړې ، وروسته همدغه ځيرکه هېواد دطالبانو پرمټ د دغه جهادي ډلو دځپلو لپاره هم له لويديځ ستر ونډ وواهه . دطالبانو له منځه وړلو پروسه بيا دغه هېواد ته دلنګې غوا په څير تمامه شوه.
دا خو دقضيې يو اړخ دی بل لوري ته دغه هېواد له اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه عربي هېوادونه پر ځان داسې رامات کړي ، چې ته به وايې په نړۍ کې دجهاد باني او دمسلمانانو غمخور يوازنی هېواد چې په دې برخه کې يې ځان اور ته نيولی ، پاکستان دی . خو داسې نه ده دوی ته خپلې ګټې تر هرڅه مهمې دي ، دا خو موږ يو چې سياسي ځيرکتيا مو د امکان تر بريده ټيټه ده چې له تيار خيرات څخه هم وږي او تږي روان يو !!!
کيری لوګر ، لاملونه او اړتيايې
کله چې په تير مارچ کې د امريکا ولسمشر باراک اوباما د افغانستان او پاکستان لپاره خپله نوې ستراتيژي اعلان کړه ورسره جوښت يې دا علان هم و کړ چې امريکا به په راتلونکيو پنځو کالونو کې پاکستان سره هر کال 1.5 بيلون ډالرمرسته کوي چې ټول 7.5 ميليارده کيږي . د دغو مرستو زياته برخه يي ملکي خدمتونو ) ښوونې او روزنې، روغتيايي او د بيا رغاونې کارونو ته( بيله شوې وه ، پاکستان چې تل يي له امريکا څخه تر لاسه شوې مرستې د ملکي چارو پرځای په پوځي چارو مصرف کړي ، امريکا او د سيمې يو شمير هيوادونه يې انديښمن کړي و ، هندوستان چې د پاکستان ستر رقيب دی تل يې له امريکا غوښتنه کوله چې پاکستان سره ټولې شوي مرستې د دوي پرضد کارول کيږي، ترهګرو د ځپلو پرځای له همدغو مرستو له لارې پياوړي کيږي، د ملکي خدمتونو پرځای دغه مرستي د وسلې د جوړيدلو په چارو مصرفيږي او ټينګار يې کولو چې پاکستان سره دې کيدونکې ټولې مرستې مشروطې شي . په خپله په امريکا کې ځينې کړۍ له پاکستان سره په شوو مرستو ډاډه نه و او تور يې لګاوه چې پاکستان سره د امريکا لخوا شوي مرستي په غلطو لارو مصرفيږي او بايد مشروطی شي چې سناتور جان کيرې يو له دغه کسانو څخه و، سناتور جان کيرې په وار وار له خپل حکومته غوښتي و چې د پاکستان څخه دې د شوو مرستو حساب واخيستل شي ، همدا لامل شو چې نوموړي د کيري لوګر بل په نوم يوه مسوده جوړه کړه او د امريکا د مشرانو او ولسی جرګې لخوا ومنل شوه.
دلته دغه بل مهمو ټکو ته اشاره کوو، چې په لاندې ډول دي:
د دغه بل مهم او اساسي ټکي په درې کټه ګوريو ويشلی شو :
1. د امنيتي چارو اړوند مرستو باندې محدوديتونه .
2. د وسلو پر ليږد محدوديتونه.
3. د مرستو حساب ورکول
د دغه بل پر بنسټ پاکستان مکلف دی چې : د ترهګرۍ پرضد د جګړې لپاره مرستې بايد په ريښتيني توګه د ترهګرۍ له منځه وړلولپاره وکارول شي لکه د ترهګرو له ملاتړ لاس اخيستل، هر هغه پوځي او يا د استخباراتو غړی چې د ترهګرو سره اړيکې ولري په ځانګړې توګه هغو ترهګرو سره چې په افغانستان کې نړيوالو ځواکونو ته سر خوږی پيدا کوي او يا په نورو ګاونډيو هيوادونو کې تروريستي عمليات ترسره کوي په نښه کړي له دندي ګوښه کړي او حتی سزا ورکړي .
بل مهم ټکې چې په دغه بل کې ټينګار ورباندې کيږي هغه د القاعدې مخنيوی، پاکستان بايد د القاعدې او د هغوي د ملګرو سازمانونو لکه طالبان،لشکر طيبه او جيش محمد مخنيوی وکړي او دوی پری نه ږدي چې د پاکستان له پولو واوړي او په ګاونډيو هيوادونو کې عمليات ترسره کړي، او د دوی کمپونه په فاټا ، کويټه او مريد کې له منځه يوسي او د ياد شوو سازمانونو د لوړ پوړه چارواکو په نيولو کې مرسته وکړي.
دبل ځينو نورو ټکو ته ځغلنده نظر کوو .
1. د ترهګرۍ او د پيسو د ليږد راليږد قانون پياوړی کول
2. د پاکستان پوځ مکلف دی چې د پاکستان په سياسي او عدلي چارو کی عملا او يا له نورو لارو مداخله ونه کړي.
3. ټولې د ملکې چارو مرستې بايد د پاکستان دملکی حکومت سره وشي
4. د پاکستان دبهرنيو چارو د فاع وزارت اړ دې چې پاکستان ته د ټولو ورکړل شوو مرستو په اړه په هرو ۱۸۰ ورځو کې د کانګريس کميسون ته راپور ورکړي چې ايا پاکستان سره شوې مرستې د بل مطابق مصرف شوي او که نه؟
5. پاکستان اړ دی چې د ديني مدرسو نصاب تر غور لاندي ونيسي او پري نه ږدي چې دغه مدرسې بنسټپالنې ته لمن ووهي
6. پاکستان اړدې چې ورسره د شوو مرستو په اړه په دغه لاندې برخو کې امريکا ته د هر يو په اړه بيلا بيل راپور وسپاري:
7. په قبايلي سيمو کې د القاعدې او طالبانو پرضد شوي عملياتو ارزول.
8. د لشکرطيبه او جيش محمد پر وړاندې د شويو هڅو ارزول.
9. د ترهګرو سره د هر رنګه مرستو څخه لاس اخيستلو ارزول
10. په ګاونډیو هېوادونو کې د ترهګريزو عملياتو د مخنيوي په اړه اقداماتو ارزول.
11. د مدرسو دنصاب نظارت او هغه مدرسې چې عملا ترورستانو ته روزنه ورکوي د هغوی د بندولو په اړه د هڅو ارزول.
12. د ملګرو ملتونو د کنوانسيون د عملي کولو په موخه د ترهګرو مالي حسابونو ګنګل کولو په اړه هڅې.
13. د پاکستان لخوا د اټومي وسلو د خپريدا پرضد د هڅو راپور ورکول.
14. د پاکستان ملکي حکومت بايد پوځ تر خپل واک لاندي راولي او د هغوي د بود جي د استعمال په اړه ځانونه مطمين کول ، د افسرانو او جنرالانو ته دعهدو د ورکولو په اړه امريکا ته راپور سپارل.
د بل د تصويب وروسته دا جوته شوه چې له مالي پلوه پاکستان څومره په امريکا تکيه کړې، که پاکستان سره د امريکا مرستې نه وې نو دغه هيواد به د مالي پلوه له سقوط سره مخامخ شوی وای .
پاکستان سره چې7.5 بيلونو ډالرو مرسته کيږي که يې په هر پاکستانې وويشي نو هر نفر ته به ۳۶۶۰ روپۍ ورسيږي.
دا چې امريکا له پاکستان سره مرستې کوي نو حق لري چې د خپلو مرستو د لګښت په اړه پوښتنه هم وکړي، او شرايط هم کيږدي ، دا نو د پاکستان پورې اړه نه لري چې مرستي دې هم اخلي او شرايط دي هم نه مني.
په پاکستان شرطونه لګول شوي چې د ترهګرۍ پرضد په جګړه کې دې ډيرې لاس ته راوړنې ولري او دغه جګړه دې په ريښتنی توګه مخ ته يوسي دا هغه څه دي چې د پاکستان ولس، پوځ او حکومت يې هم غواړي. د بل په اړه که پوځ انديښنه لري چې ولې يې داشرط رامنځ ته کړی چي پوځ دې له سياست جلا شي دا خو د هر پاکستاني هيله ده ، چې پوځ دې خپلي پوځي چاري پرمخ بوځی او حکومت خپلي ملکي چارې .
خو کله چې بل تصويب شو نو لومړي مخالفين يې پوځ و او په ډير سپين سترګيو رسنيو ته راووتل او دا بل يې دپاکستان د خپلواکۍ پرضد وګڼلو، که په هندوستان کې د پوځ لوی درستيز د دې پرځای چې حکومت سره خپلې انديښنې شريکي کړي رسنيو ته يې ووايي نو هغه به د نوموړي د کار وروستۍ ورځ وي، خو د پاکستان لوی درستيز د دې پر ځای چې حکومت سره خپله انديښنه شريکه کړي رسنيو سره يې شريکه کړه .
پوځ به ولي نه انديښمن کيږي ځکه چې د پاکستان په ټولو ملکي، دفاعي، مالي او سياسي چارو کې مهمه ونډه لري، دوی د افغانستان په څير هيواد لپاره په خپله پاليسي ټاکي..
کله چې دغه بل د پاکستان دواړو جرګو ته د تصويب لپاره وړاندې شو نو په غوڅ اکثريت سره رد شو، دواړو جرګو له حکومت وغوښتل چې د د غه بل منل به د پاکستان خپل واکي له منځه يوسي.
جنرال کيانې سمدلاسه رسنيو ته وويل چې بل د پاکستان خپلواکي د سوال سره مخ کوی نوموړي وويل ، چې موږ به هر ګواښ ته د خپلو ګټو مطابق ځواب وايو او موږ په خپله پوهيږو چې د چا پر وړاندې څه وخت او په کوم ځای کې عمليات ترسره کړو ، او حکومت سره يې لا د وړاندې د بل په اړه خپلې اندي ښنې شريکې کړي دي ، او ورڅخه يې غوښتی و چې د بل په اړه دې د بهرنيو چارو وزير قريشي امريکا ته لاړ شي او هلته دې امريکايې چارواکو سره د پاکستان د حکومت ،سياسی ګوندونو او پوځ لخوا په بل کې د يو شمير مادو د نه منلو خبره شريکه کړي. د بل په اړه پوځ څو وار بيړنۍ غونډې هم کړي او دغه موضوع يې ښه څېړلې هم ده . د پاکستان پوځ انديښنه لري چې د بل منل به د پاکستان په ملي امنت بد اغيز وکړي .
د پاکستان پوځ او استخبارات خو د امريکا لخوا په پوځ باندې د مرستو د څارنې شرايطو انديښمن کړی، او په ډيرو سختو الفاظو يې پر دغه بل نيوکې کړي، د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال پرويز اشفاق کياني په افغانستان کې د امريکا د پوځ اعلی قومندان جنرال ميکرسټال سره هم په يوې غونډه کې د بل په اړه خپلې انديښنې شريکې کړې.
د بل سره يواځې پوځ مخالف نه دی بلکې سياسي او مذهبي ګوندونه لکه د پاکستان د مسلم ليګ نواز ګوند جماعت اسلامي هم د دغه بل د نه منلو خبرې کوي ، او په خپله د حاکم ګوند ترمنځ هم د بل په اړه دنظر اختلاف شته.
پاکستان چې لا د مخه هم له سياسي او امنيتي پلوه په ستونزو کې راګير دی ، سياسي کړۍ لا په خپلو سياسی کړکيچونو کې راګير و ، چې څرنګه د مشرف په اړه سره پريکړې ته ورسيږي او په پاکستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د ډرون حملو په اړه ولس ته څه ځواب ووايي، د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې د ولس اعتماد څرنګه ترلاسه کړي، چې سمدلاسه د بل په اړه خبرې پيل شوې. او سياسي وضعه يو وخت دومره خرابه وه چې ګومان کيدلو چې په پاکستان کې دې يو ځل بيا پوځ د حکومت واګي د مارشلا په نافذولوسره په لاس کې واخلي.
او د بل په اړه لا اوس هم د ولسي جرګې ، مشرانو جرګې، سياسي ګوندونو ،پوځ او حکومت تر منځ اختلافات شته ،چې د همدغو اختلافاتو د لري کولو په موخه د بل مبتکر جان کيري تيره ورځ اسلام اباد ته راغی او ګومان کيږي چې نوموړی به هڅه وکړي چې د بل پر سر د پوځ او سياسي ګوندونو انديښنې لري کړي.
دا چې جان کيري به په خپلو مو خو کې بريالی شي يانه دا يو سوال دې ، خو د بل په اړه د پاکستان ولس بيا بيلا بيل نظرونه لري، زيات شمير پاکستاني او ځينې سياسي ګوندونه لکه حاکم ګوند ، همدارنګه عوامي نشل پارټي او ځينې نورې ډلې چې له پوځي سياست څخه بيزاره دي د بل طرفداري کوي ، او داسې انديښنې په ډاګه کوي چې ولې هغه سياسي کړۍ چې د ډيموکراسۍ لپاره چغې وهي اوس د بل مخالف دي، دوی وايي همدغو سياسي ګوندونو به چغې وهلې چي امريکا د پوځ ملاتړ کوي او بايد د دې پرځای ملکي حکومت ته توجه وکړي، د پوځ پرځای ولس سره مرستې وکړي، خو اوس چې امريکا ددوی خبره منلې او غواړي چې پوځ له سياسته لرې وساتی نو همدغه ساسي ښي لاسي ګوندونه يې مخالفت کوي.
خو يو شمير نور بيا دغه بل د پاکستان په داخلي چارو کې د امريکا لاسوهنه بولي،او له حکومت غواړي چې بايد دوی دې نور د امريکا د ګټو لپاره خپل بې ګناه ولس او پوځ نه قرباني کوي، دوی په دې اند دي چې د بل په منلو سره به موږ خپل ملي اتل ډاکټرقديرخان خان له لاسه ورکړو او د ترهګرۍ پرضد په جګړه کې به مو خپل بی ګناه ولس وژلي وي.
داچې په دغه بل کې به امريکا د پاکستان د ټولو ګوندونو او پوځ غوښتنو ته څه ځواب ووايي دا به وخت ثابته کړي خو يو څه چې روښانه دي هغه داچې امريکا نور نه غواړي چې پاکستان دي راتلونکي مرستې د تير په څير د خپلو شومو اغراضو لپاره وکاروي.
دپاکستان اوسنۍ کړکېچنه وضعه
ديو کال دننه دپاکستان هغه پوځ چې دجګړې له ميدانه ډير د اسلام اباد په قصرونو کې پاتې شوی دوه ځله د داسې دښمن سره لاس او ګريوان کيږي چې په خپله يې په رامنځ ته کولو کې ونډه درلوده .
دغه پوځ دسوات په سيمه کې د طالبانو ديوې ډلې سره مخامخ شو ، خپل نږدې يو ۳ ميليونه هېوادوال يې بې کوره کړل په سلګونو يې ووژل ، خو جګړه لکه څرنګه چې تمه کيده پای ته ونه رسيده اوس هم د سوات سيمه ارامه نه ده . دا ځل له پاکستان سره دامريکا نويو په شروطونو سمبال مرستو دغه پوځ يو ځل بيا اړ کړ چې داځل په وزيرستان کې د طالبانو پر وړاندې عمليات وکړي . خو داځل ښايې طالبان دومره په اسانه په پاکستان کې خپل وروستی مرکز له لاسه ورنه کړي او نه به هم دپاکستان پوځ په دومره اسانۍ سره دغه سيمې ته خپل واک ور وغځوي ځکه :
• دغه سيمه يو غرنۍ سيمه ده او خلک يې هم قصدا له تمدن څخه لرې ساتل شوی دي .
• په افغانستان کې دطالبانو دحکومت له سقوط وروسته وزيرستان د طالبانو د راټوليدو تر ټولو ستر مرکز و او دی .
• دپاکستاني طالبانو د تحريک بنسټ همدغلته ايښودل شوی او لومړنی مشر بيت الله مسيد هم دهمدغه سېمې دی .
• دغه سيمه دالقاعده دبهرنيو غړيو لپاره هم يو خوندي سېمه وه
• همدارنګه په سوات کې د حکومت له خوا ځايې اوسيدونکو ته په ډيرو برخو کې اسانتياوې برابرې شوي وې ځکه خو ډيری سواتيانو نه غوښتل خپل مرفه ژوند په جګړو بدل کړي نو ځکه خو دحکومت واکمني د طالبانو په پرتله غوره ګنله ، حال داچې په وزيرستان کې اوسيدونکي له حکومت داتمه نه لري دوی ډير مذهبي شعايرو او لرغوني کلتور ته ژمن دي او ډير سخت خلک دي نو ځکه خو به پوځ ته ګرانه وي چې په اسانۍ سره په وزيرستان کې دطالبانو اثر او رسوخ له منځه يوسي .
په هر حال حکومت دوه ورځې دمخه پر وزيرستان بريدونه پيل کړي او په ځينو ځايونو کې کې د پرمختګ دعوا هم کړې تر اوسه په دې بريدونو کې د ۶۰ طالبانو او ۵ پوځيانو د وژل کيدو خبرونه دحکومت له خوا ورکړل شوي تر يو لک ډير ملکي وګړي کډه کولو ته اړ شوي دي او اته لکو نورو دکډه کولو اټکل شوی دی ، دپاکستان پر ټولو سيمو د ويرې څپه خپره ده ، په لاهور کې د درې ورځو لپاره ښوونځي تړل شوي د بريدونو دمخه هم په پاکستان کې د دوه اونيو په موده کې ۹ بريدونه وشول چې په سلګونو پوځي او ملکي وګړي په کې ووژل شول . دا خو دجګړې پيل دی چې وروسته به څه کيږي ورته به منتظر شو ، خو پوښتنه دا ده چې ولې دپاکستان پوځ د دې عملياتو او قربانيو لپاره دا وخت وټاکلو ؟ ځواب يې واضح دی . دامريکا څخه د کيری لوګر بل په چوکاټ کې د لا ډيرو امتيازاتو ترلاسه کول دي دا نوهغه څه چې دغه پوځ ورباندې روږدی شوی ځکه خو په هيڅ هم اړ نه دي .