د ميوند فدايو څو شعرونه

خدايه ولي؟ ------2007-07-26

خدايه ولې دې پيدا په دې جهان کړم
بيا دې ولې جوړ له خټې دې انسان کړم
خدايه ولې دې کړم ګډ په مذهبونو
بيا دې ولې کړل تقسيم دوی په ښاخونو
خدايه ولې دې جوت کړم دې پيړۍ نه
بيا دې ولې کړلم وروسته دې بيړۍ نه
خدايه ولې دې زرغون کړم پښتنو کې
بيا دې ولې بدبيني راکړه په زړو کې
خدايه ولې دې کړم خاورې له کابله
بيا دې ولې کړم دښمن ورله پخپله
خدايه ولې دې په عشق مبتلا کړم
بيا دې ولې خپل ضمير لره بلا کړم
خدايه ولې دې کړم ځوان له ماشومتوبه
بيا دې ولې له پيری نه کړم ناسوبه
خدايه ولې دې ځواکمن دومره شيطان کړ
بيا دې ولې په مابين کې دې انسان کړ
******
2007-07-20
د محبت سمبول ---------

ستا له کوڅې وګرځم
د ستا له دره قربان
ته مو د زړونو تسکين
ستا له هنره قربان
ستا له خمبا زو ګوتو
شم په سل ځله وارئ
ته يې د نياو زيږنده
ستا د چل وله وارئ
ته د نفرت فضا کې
د محبت سمبول يې
ته مو د ستړي ژوندون
د ستر راحت سمبول يې
ته د بزمونو سالار
د خراباتو دنيا
ته مو جنت او دوزخ
د منا جاتو دنيا
تا په ترخو څاڅکو کې
دی محبت شيندلی
تا په ويرجن ماښام کې
عجيب مسرت شيندلی
ته له ناخوالو ليرې
نفرت دې نه خوښيږي
ته يې د مينې وږئ
ثروت د نه خوښيږي
ته مبارز د وخت يې
ستا دښمنان بې شمېره
له هر محراب د ولي
ستا حريفان بې شمېره
زمونږ لاسونه لپه
الله دي تل وساته
پدې اغزن ماحول کې
الله د ي ګل وساته
25/5/2007
****
2007-07-17
ساقي ----------

ســاقي خم په تشېدو دی په ســـاغــــــــــر کــــــــې د نم نشته
لا مـــــــې هوش کـــېــــوتــــــۍ نه دی مازېګر کې د نم نشته
د فـــلـــک تندی د تـــرــو دی هــر يوګل دی مړاوې مړاوې
ســتــا شــبــنــم په اجـــاره دی کــــه ســحـــر کــې د نــم نشته
بـــيـــګانــــــه يـــمــــه زاهـــــده د ثــــــواب او ګــنــاهـــونــــــو
ستـا جـنت د خـــوب لـيده دي په کــوثــــر کــې د نـــم نشته
شــېخـــه مــلا د ټـــکــيدلـــي کـــه په ســـترګــو دې پرده ده
د ريا پــــه نــيـــلــي ســـور يـــې کـــه پـــه ســر کې د نم نشته
چــې جانان درته موسکی شو تا له څېرمې کوڅه پرېښوه
فـــدا هـــــوش درنـــــه ياغـــي کــــه نــظـــر کـــې د نـــم نـشـته
***
2007-07-25
غزل ------

نه مې غاړه کې زنار دی نه مې بت لره سجده ده
اقتدامې له خيام ده او معبد مې ميکده ده
نن مې هوش په ډوبيدودی جنون ويښ شو سترګي مږي
ساقي جام دي دوزخي وو که دي سترګو کې لمبه ده
د الست په ورځ رضوان راسره ژمنه پخه کړي
ويلې څکه يې څو دي وس وي جنت زما په اجاره ده
ستا کمان به شي زړه چاودی که يې راز د فدا ولوست
هر يو تير به دي خطا ځي که دي نښه څو پخه ده