
عبدالواحد رضوانزی
د بي بي سي په پښتو انټرنیټ پاڼه مې کوېټه مېشت د پښتو ژبې د نامتو شاعر او لیکوال ښاغلي درویش دراني ځانګړې مرکه ولوسته، د پښتو ژبې د بقا او پایښت په اړه یې ډېرې اندېښنې شریکې کړي وي، د پښتو ژبې راتلونکي ته ډېر اندېښمن دی. نوموتی شاعر ښاغلی درانی وایي: پښتانه باید دا پرېکړه وکړي چې موږ پښتانه پاتې کېدل غواړو او کنه؟؟ د بي بي سي د خبریال داوود اعظمي د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي دراني وویل: د پښتو ژبې راتلونکی، په ځانګړې ډول په پاکستان کې ډېر د اندېښنې وړ دی.
د نوموړي په وينا تر څو چې پښتو ژبه تعليمي نظام ته نه وې راغلې، د زوال او پر شاتګ مخنيوی يې نشي کېدلای. د ښاغلي دراني په وينا يوه لويه ستونزه دا ده چې اوس پښتانه خپله د خپلې ژبې په باره کې د کمترۍ په احساس اخته دي. د ده په وینا لومړی بايد خپله ولس دې ته تيار کړل شي چې د پښتو ژبې زده کړه خپل لومړیتوب وګڼي .نوموړی وايي پښتو ژبه بېړنۍ ژغورنې ته اړتيا لري.
هو، د ښاغلي دراني اندېښنې په ځای دي، او د دراني مرکې د پښتو ژبې د پایښت او راتلونکي په اړه زما اندېښنې لا زیاتې کړي. پښتو ته په هر ډګر کې خدمت کول په کار دي، په علمي ډګر کې د بډایه علمي کتابونو لیکل او ژباړل د دې ژبې د غښتلتیا لومړنی قدم دی، له اکاديمیک او علمي پلوه پښتو د ارزښتمنو کتابونو له نه شتون ډېره کړیږي، په دې ډګر کې دا ستره خلا د دې لامل شوې ده چې پښتانه محصلین د اکاډیمیکي تندې ماتولو په پار پارسي او یا نورو ژبو لیکل شویو کتابونو او مقالو ته مخه کړي، په بیګانه ژبو زده کړه د دې لامل شي چې بیا محصلین د خپلې ژبې د لیک او لوست وړټیا نلري. درويش درانی وايي: د دې وخت را رسېدلی چې پښتانه پوهان، مشران او سياسي فعالان بايد اوس دا پرېکړه وکړي چې ايا موږ پښتانه پاته کېدل غواړو او که نه ؟
پاکستان مېشت پښتانه خو د خپلې ژبې د پایښت او ژغورنې له سخت کشمکش سره مخ دي، هلته ماته ګوډه پښتو په ژبو اوړي رااوړي، نه یې څوک لوستلی شي اونه هم لیکلی. تر دې لا زیات اندېښمنوونکي خبر دا ده چې په زرګونه افغان مهاجر په پاکستاني ښوونځیو او مدرسو کې زده کړې کوي، هغوی هم د هغه ځای د پښتنو په سرنوشت اخته شوې دي، هغه افغان مهاجر چې پاکستاني مدرسو کې دیني زده کړې کوي، هغوی د دې سربیره چې په پښتو لیک او لوست نشي کولای، د ملایانو له دې تبلیغاتو سخت اغېزمن شوې چې د جنت ژبه عربي ده، هغوی د پښتو سره ډزې دي د جنت په نشه کې یې پښتو تر پښو لاندې کړې ده او په عربي غږېږي، که کوم ټکی پښتو وایي هم، نو اردو او عربي الفاظو سره یې مختلط کړي او ملا یې ورماته کړي. حکومت باید دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي، په پاکستاني مدرسو کې تربیه شوې د فتواګانو له پنډونو سره د فرهنګي یرغل استازي هم دي.
د پښتو په غوړېدا کې تر ټولو وروستی ستر پرمختګ د ګوګل نړیوالې شبکې ته د پښتو ژباړن وراضافه کول و، دا آنلاین ژباړن د پښتو ژبې په بډاینه کې کلیدي او اساسي رول لوبوي، د ګوګل پښتو ژباړن ګوګل ته په وراضافه کېدو هڅاندو پښتنو لیکوالانو، استادانو او ژبپوهانو ته کرار کیناستل نه دي په کار، د ګوګل پښتو ترجمان لا اوس هم ډېر کار ته اړتیا لري، په ژباړه کې لا هم ډېرې ستونزې شتون لري، ډیری وخت ژباړن د لغاتو مانا نه ورکوي، او جملې خو د زمانې او ګرامر له پلوه ماتې ګوډې بې مفهومه او بې مانا وي.
د ګوګل پښتو ژباړن لا غښتلی کول د جملو جوړښت او په ګرامر برابرول یې ډېر کار ته اړتیا لري، پښتونپاله لوستي ځوانان، استادان او ژبپوهان باید دا چاره لا ګړندۍ کړي، پښتو ژباړن تر وسه غني او شتمن کړي.
د پښتو د غوړېدا، پراختیا او غښتلتیا په هیله