
د نړۍ ډیرو تکړه ډاکټرانواو جراحانو ته دغه عملیات له امکانه لرې ښکاري، خو سرگیو کاناویرو، چې د اعصابو د جراحۍ یو ایټالیوي ډاکټر دی وایي، د ۲۰۱۷ کال په وروستیو کې به له یوه انسانه بل ته د سر د پیوند عملیات تر سره کړي.
ډاکټر سرگیو کاناویرو د دغه عملیات لپاره یو داوطلب کس هم مخکې له مخکې پیدا کړی دی. هغه غواړي د ۳۱ کلن ولیري اسپري دینوف سر له تنې بیل او بل انسان ته یې پیوند کړي. ولیري اسپري دینوف، چې د سافټویرونو د یوه شرکت مدیر دی اوس مهال د عضلاتو د کمزورۍ په ناروغۍ اخته دی. دغه عملیات، چې کېدای شي ۳۶ ساعته وخت ونیسي، لومړی به د ولیري اسپري دینوف سر د سانتي ګرد تر ۱۲ درجو پورې یخ او ورسته به یې له تنې بیل کړای شي. په دویمه مرحله کې به د نوموړي سر په ډيره چټکۍ سره د بل انسان پر تنه ونیښلول شي. ټاکل شوې، چې له ډاکټرسرګیو سره به په دغه عملیات کې یو سل کسیز ټیم همکار وي، چې له طبي کارکونو او تکړه جراحانو څخه به تشکیل شوی وي.