څنګه ښه زده کړه کولی شو؟

 
دا یوه داسي موضوع ده چې زمونږ زیاتره ځوانان او خویندې ورسره مخ دي.زیاتره وخت ځوانان له دی امله خپلې زده کړي پریږدی چې وایی زمونږ نه زده کیږی .الله تعالی هر انسان ته خاص استعداد ورکړی دی ،دا غلطه خبره ده چې وایی زمونږ درس نه زده کیږی .درس زده کیږی مګر کوشش غواړی ،میتود او طریقه غواړی .څنګه مونږ زده کړه وکړو څه ډول مطالعه وکړو.څرنګه چې هر څه یوه طریقه او لار غواړی نو همداسی مطالعه کول هم خپل اصول او نکات لری .
اول:په لوړ اواز درس مه تکراروی:
کوشش وکړی ،کله چې مطالعه کوی نو مطالب په لوړ اواز مه تکراوری صرف سترګې او معز مو په کار واچوی او مطالعه وکړی ،ځکه په لوړ اواز لوستل د ستړیا او ناراحتۍ سبب کیږی.او د نورو خلکو د مزاخمت سبب هم ګرځی.دا عادت په زیاترو ځوانانو کې لیدل کیږی چې درس په لوړ اواز تکراروی.مګر کله چې تاسی په لوړ اواز درس تکراوری ستاسي مغز مهم رول په مطالعه کې نه لوبوی نو هڅه وکړی په جریان دمطالعه کې په لوړ اواز درس تکرار نه کړی.
دوهم: مهم مطالب ولیکۍ:
کله مو چې مطالعه وکړه نو مهم مطالب له ځان سره ولیکي ،ترڅو دبیا تکرار او تمرین پر وخت له تاسی کمک وکړی او خپل هغه د ضغف نقطې درته معلومیږی شي ،چې کومې مو نه دی یادی کړی.که چیرته تاسي مطالعه پای ته ورسوله او بیا وغواړی موضوغ تکرار کړی نو تاسی کولی شی له خپل لیکل شوی لنډیز څخه استفاده وکړی.
دریم:په مطالعه کې مو بدلون راولی:
کله چې تاسي له مطالعې ستړی شوي نو کوشش وکړی د مطالعې طریقه مو بدله کړۍ.که مو لوستل کول او ستړی شوی نو لیکل وکړی .کوشش وکړۍ خپله انرژی نه یوازې په یو فعالیت مصرف کړی بلکې خپل فعالیت او طریقې ته بدلون ورکړی ترڅو تاسي له ستړیا وژغول شي.
څلورم: د مطالعې وخت:
وخت هم پر مطالعې مهم اثر لري،ځني ساعتونه د مطالعې لپاره ډیر مناسب دی مګر ځني وخت حتی ضرر رسوی.د سهار وختې وخت چې تاسو روزمره کارونه نه وی شوی کړی او د شپې اخری وخت ستاسي د مطالعې لپاره بهترین وخت دی ځکه ستاسي مغز ارام وی او ذهنی ستړیا هم نه احساسوی.
پنځم: د مطالبو تکرار:
هڅه وکړی چې خپل درس په تیزۍ سره بیا تکرار نه کړی بلکې ځان ته کافي وخت ورکړي .ځني شاګردان په وخت دامتخان کې چې کله امتخان ته لس دقیقې وخت پاتې شی نو زر زر مطالعه کوی مګر دوي نه پوهیږی چې په دی سره ددوي یادکړل شوی درس هم ګډوډ کیږی او د ذهن څخه یی اوځی نو د مطالعې لپاره کافی وخت ورکړی او د زر زر بیا تکرار څخه مخنیوی.
شپږم: مهم موضوعات په نښه کول:
کیدای شي تاسي ځانته مهم نقطې په نښه کړی او دبیا تکرار په وخت کې یی په دقت سره ولولي او یا په کوم ځای پوه نه شوی نو هغه ځای په نښه کړه او د چا څخه مرسته وغواړه.
اووم:په صنق کې درس ته توجه او دقت :
هڅه وکړی صنف کې استاد ته متوجه اوسی او چې په کوم ځای پوه نه شوی په اخترام سره له استاد څخه پوښتنه وکړی .
اتم: زده کړی ته مو ذهنې تصویر جوړ کړی:
کله چې مو څه زده کړل کوشش وکړی په ذهن کې ورته تصویر جوړ کړی او مجسم یی کړی چې ستاسي مطالعه په زیاته شی.
نهم: مخکې له ځان سره ولولی:
کله چې غواړی یوه موضوع ښه یاده کړی نو داستاد مخکې یی له ځان سره ولولی چې یوه اندازه څه مو زده شی اوبل تاسی ته هغه څه په نښه شی ،چې تاسي پرې نه پوهیږی