د ژوند سکون په څه کي دی؟


17 April 2016
ایا کله مو له ځان څخه پوښتلي دي چي دژوند هدف موڅه دي ؟
موږ او تاسي په ټولنه کي زیات داسی اشخاص وینو چي دخپل ژوند څخه نا راضه بريښي او نا راحتی احساسوي او د خپل ژوند څخه سر ټکوي خو دوي پدي نه پوهیږي چي زموږ خوشحالي او سکون په څه کي دی د انسان ژوند په دنیا کي یوحکمت دی او د انسان د پیداکولو څخه د الله (ج) رضاعبادت دی او د الله (ج) سره روابط جوړول ددی دنیا سکون او د ابدي دنیا کامیابي ده د ژوند د سکون لپاره د اسلام مقدس دین د سوري لاندی زنده ګی تیرول دي چی په یو څو نقطو باندی پابندي لازم ده
۱. د پنځه وخته لمونځ پابندي ده
۲. صبر رسول الله (ص) فرمایی د نا وړه خبری په اوریدو مه خفه کیږه او د انتیباق لاس مه پورته کوه او دهغه په مقابل کي صبر او زغم څخه کار واخله الله (ج) په صابرینو باندي سلام وایی(سلام علیکم بما صبرتم)
۳. متقابل احترام که غواړی چی عزتدار شی او د قدر وړ شخص وګرځي نو دخلکو قدر وکړه چي خلک ستا قدر وکړي
۴. اخلاق تر ټولو یی ښه خوی او اخلاق دي چي دا مو د ژوند سکون ته لا نږدي کوي
۵. د نفس سره په کلکه مبارزه کول دي
۶. کهغواړي چي روښانه او خوشحاله ژوند ولری نو له خپل ځان څخه یی وغواړه
۷. د مور او پلار اطاعت د خوشحالیو سرچینه ده
۸. په خپل وخت خوب وکړه د ورځی خوندور پیل په وختي پاڅیدو کي دی
۹. بښنه د نړی منلي او ستر خلک هغه ديچي بښنه کوياو د نورو غلطي وربښي
۱۰. هغه څه چي الله (ج) درته درکړي دي خوشحاله پری اوسه
۱۱. د تکبر او د لویی د نوم سره دوښمني پیدا کړه
۱۲. دهغه سړی دوستی پسي کډه وګرځوه چي په نيکي قایل وي ویل او کول یی دواړه یو وي هغه چي عقل یی په غصه غالب وي
۱۳. هرسهار تلاوت کول او له حرامو څخه ځان ساتل
۱۴. نیکه ښځه او ماشومان هم د ژوند سکون دی
۱۵. خپل ورزش يا سپورت ته ادامه ورکړي
۱۶. خاموشي زما په نظر خاموشي هم د ژوند یوه خوندوره برخه ده ځکه یوه بي ځایه خبره زموږ ډیري پرځای خبري له منځه وړلی شی
۱۷. وایم که اسلام مقدس دین ته زیاته توجه وشي نو سکون پکي پریمانه دی
Type a message...
5