
د ټايمز انلاين رسنۍ د يوې مقالې په خپرولو سره ليکلي ، چې امريکا غواړي هغه افغان کليوال، چې د طالبانو په ليکه کې جنګيږي راخپل کړي او د ځان لپاره يې اجير کړي .
دغه رسنۍ په هغه مقاله کې ، چې ((د طالبانو له پښو غورځولو په موخه ، اوباما افغانانو ته د نغده ورکړې لپاره چمتو دی )) ليکي : بارک اوباما په داسې مهال کې ، چې د افغانستان د کړکيچ نه د وتلو لپاره له خپلو سلاکارانو سره په نوي ستراتيژۍ سوچ کوي ، په دې فکر کې دي ، چې د طالبانو په ليکه کې جنګيالي د پيسو په بدل کې راخپل کړي .
د افغانانو په هکله دا خبره مشهور ده ، چې افغانان اجير کيدی شي خو اخستل کيدی نشي ، د پيسو د ورکړې په مقابل کې مقابل لوري ته رامات کړای شي او د امريکايانو د وژل کيدو او لوړو لګښتونو څخه مخنيوی وشي .
د امريکا سنا ځينې پلټنې ، چې په دې وروستيو وختونو کې په ډاګه شوي ښيي ، چې يوازې په سلو کې پنځه تنه طالبان سره د عقيدوي ګروهې له امله يوځای شوي دي او په سلو کې 70 سلنه يوازې په ورځ کې د لسو ډالرو معاش د تر ﻻسه کولو لپاره له طالبانو سره يوځای شوي دي . د يادونې وړ ده ، چې د نورو پاتې 25 سلنې په هکله څه نه دي ويل شوي .
د سنا د ياد شوي رپوټ له مخې ،که چېرې د امريکا دولت د دغه جنګياليو لپاره دوه چنده معاش ورکړي ، نو په ورځ کې به دا لګښت 300 زرو ډالرو ته ورسږي ، په داسې حال کې چې همدا اوس امريکا په افغانستان کې د جګړې لپاره 165 ميليونه ډالره لګښت لري .
ټايمز انلاين د دغه ميتود په هکله وايي ، چې په عراق کې د 100 زرو سنيانو په اجير کولو سره ، چې د مياشتې 300 ډالره معاش يې د سړي پر سر تر ﻻسه کولو ، ښې پايلې درلودې .
نوموړي رسنۍ وايي ، چې دغه ايډيا يا مفکوره مخالفين هم لري او وايي ، چې په افغانستان کې دا ميتود کار نه ورکوي او طالبان په يوسياسي خوځښت بدل شوي دي .
په هر صورت د اوباما لپاره به د دې پرېکړې کول هم اسانه کار نه وي ، چې د امريکايي جنرال مک کريستال په غوښتنه ، افغانستان ته دې څلوېښت زره نور سرتيري وليږل شي ، ځکه په امريکا کې د افغانستان له جګړې سره مخالفت ورځ په ورځ زياتيږي او سنا هغې چار لپاره پيسې ورکوي ، چې د خلکو له خوا يې پلوي وشي .