
دامريکايانو يوې ټولنې ، چې دمسلمانانو چارو کارپوهان په کې کار کوي په خپل نوې راپور کې کاږي : په ګرده نړۍ کې دمسلمانانو شمېر 1,57 مليار ته ورسيده په بله مانا دنړۍ په کچه په هرو څلور کسانو کې يو مسلمان دی . د دين او عام ژوند دغه امريکايي ټولنه وايي : دا راپور دنوروهغو په پرتله هر اړخیز دی اودهغوکسانو شمېرې هم رااخستې دي ، چې نوي مسلمانان شوې دي او ددوی دیموګرافي نخچه یې هم انځور کړې ده او په پای کې یې له مسیحانو سره پرتله کړې دي ،چې اوس شمېر د 2,2,-2.1 مليار ترمنځ دی .
په امريکا کې دپرنسټون دپوهنتون استاده آماني جمال وايي : دا راپور دا انګیرنه له منځه وړي ، چې پخوا به یې ویل مسلمانان عربان او عربان مسلمانان ، له بل پلوه بريان ګریم ، چې په همدغه موسسه کې دڅیړونکو مشر دی CNN ته وویل : دمسلمانانو دشمېر په اړه هېښ شوم نوموړې زياتوي دا تر ټولو ستر ه شمیره ده پخواني اټکلي ارقام خو 1,8 شاوخوا و .
دا راپور ، چې په دريو کلونو کې کښل شوې دی او ( په نړۍ کې دمسلمانانو نخچه ) نومیږي زياتوي په المان کې دمسلمانانو شمېر له لبنان څخه زيات دی همدارنګه په چين کې دمسلمانانو شمېر له سوریې څخه زيات دی او په روسیه کې د مسلمانانو شمېر د اردن او لیبا له مسلمانانو زيات دی او په اتيوپيا کې دمسلمانانو شمېر د افغانستان له مسلمانانو سره برابر دی .
راپور همدارنګه زياتوي : دمسلمانانو دثقل مرکز منځنی ختیځ دی او دمسلمانانو ډیره برخه په اسيا کې مېشته ده دلته دنړۍ دمسلمانانو 60% سلنه پرته ده او 20% مسلمانان په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې مېشت دي 15% دسویلي افریقا په هېوادونو کې او 2,4% په اروپا کې او 0,3% په شمالي او لاتيني امريکا کې . راپور زياتوي نږدې 317 میلونه مسلمانان ( دنړۍ دمسلمانانو پنځمه برخه ) په داسې هېوادو کې مېشت دي ، چې مسلمانان یې اکثریت نه جوړوي . دمسلمانانو 3/4 برخه په پنځو داسې هېوادونو کې اوسیږي ، چې هلته مسلمانان لږه کي دي لکه هندوستان ( 161میلونه مسلمانان ، اتيوپيا 28 میلونه مسلمانان ، چين 22 مسلمانان ، روسیه 16 میلونه مسلمانان او تنزانیه 13 میلونه مسلمانان ) .
راپور کاږي : دنړۍ دمسلمانانو درېیمه برخه په لسو هېوادونو کې اوسیږي شپږ یې په اسيا کې دي لکه ( اندونیسيا ، پاکستان ، هندوستان ، بنګلادیش ، ایران او ترکیه ) درې یې په شمالي افریقا کې دي لکه ( مصر ، الجزایر او المغرب ) او يو یې په سویلي افریقا کې دی لکه ( نیجیريا ) . اندونیسيا دمسلمانانو دنفوس له کبله تر ټولوستر هېواد دمسلمانانو شمېر یې 203 میلونو ته رسیږي په بله مانا دګردۍ نړۍ دمسلمانانو 13% برخه جوړوي .
د راپور دمعلوماتو له مخې په اروپا کې دمسلمانانو شمېر 38 میلونه دی ،چې له 4 زيات یې يوازې په المان کې استوګن دي ددې ترڅنګ 4.6 په امريکا کې دي .
په هرو لسو مسلمانانو کې ( 9 ) یې سني مسلمانان دي او پاتې يو ېې شیعه دی په ایران کې درېیمه برخه شیعه دي .