
یوولسم څپرکی
فرهنګي او مطبوعاتي بهیر
خوستوال په علم او ادب مئن خلک دي، د خپل اصیل پښتني کلتور سره بې حده مینه لري او پښتونوالي خپل قانون بولي. خوستوالو د هېواد پّ سیاسي، مطبوعاتي، او فرهنګي بهیر کې پراخه ونډه اخیستي. په ادبي او فرهنګي ډګر کې د خوستوالو هڅې د ډېر وخت راهیسې فعالې دي او مهم علمي، ادبي اوفرهنګي شخصیتونه یې ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي. که څه هم تېرو حکومتونو لکه څه ډول چې لازمه وه، خوست پاملرنه نده کړي، خو په هېواد کې وروستیو بدلونونو په رامنځته کیدو سره په خوست کې په نورو برخو برسیره په مطبوعاتي او فرهنګي ډګر کې زیات بدلون رامنځته شوی. مطبوعاتو د خلکو په فکرونو کې لوی بدلون رامنځته کړی. غازي اوونیزه لومړنی فرهنګي ګام وو چې د غازي امان الله خان د واکمنۍ پرمهال یې په خوست کې په خپرونه پیل وکړ، ددې اوونیزې مسوول مدیران عبدالله او محمد حسن وو.[1]
د وخت په تیریدو سره د خوست فرهنګي محول لاپسې وغوړیده، د نادرخان او ظاهر خان د سلطنتونو پرمهال او بیا تر هغې وروسته د خلق د داوود خان د جمهوریت، د خلق ډیموکراټیک جمهوریت او د مجاهدینو په دوره کې د بیلابیلو پېښو او حالاتو په اساس او همدارنګه د بیلابیلو فعالیتونو په اساس د خلکو فکري ډیوه لاپسې ویښه شوه. د خوست ملي راډیو یوازینی غږیز ارګان دی چې د څو لسیزې پخوا یې په خوست کې په خپرونو پیل کړی، او ولس ته یې ستر حدمت کړی، له یوې خوا یې د ولس د ارزښتونو په ساتنه کې رول لوبولی او له بلې خوا یې د ولس د سیاسي پوهې په لوړولو، د فکري ویښتیا په برخه کې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کړي. د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په خوست کې د استقلال ادبي ټولنه لومړنی روزنیز او د فکرونو د راټولیدو ځای وو. په استقلال ادبي ټولنه کې به ځوانانو شعرونه ویل، نظریات به یې یو له بل سره شریکول، د یووالي او همغږۍ درسونه به لوستل کیدل... د استقلال ادبي ټولنې خوست او خوستوالو ته ډېر خدمتونه کړي او د ملګرو څخه چې ددې ټولنې بنسټ یې کېښودلی د خوست ولسونه د زړه له تله ترې مننه کوي، که ووایو چې اوس مهال په خوست کې ټول فرهنګي او ادبي فعالیتونه د استقلال ادبي ټولې زیږنده دي، بې ځایه به نه وي. د نوې ادارې په منځته راتګ سره د خوست علمي، فرهنګي او مطبوعاتي محول بیخي بدلون کړی، په خوست کې بیلابیل فرهنګي مرکزونه او ادبي بهیرونه او ټولنې رامنځته شوي، او تر ننه پورې ګڼې غږیزې، چاپي، تصویري رسنۍ فعالیت کوي او دې وضعیت په خوست کې یو لوی فکري حرکت پیل کړی. که ووایم چې نن ورځ د خوست د ولسونو سیاسي پوهه د بل هر وخت په نسبت څو چنده لوړه شوي بې ځایه به نه وي، چې دا تول برکت د مطبوعاتو او فرهنګي فعالیتونو دی.
د انتقالي ادارې راپدیخوا په خوست کې ډېر شمیر فرهنګي بهیرونو، ټولنو، مدني خوځښتونو، تلویزیونونو، راډیوګانو، مجلو، جریدو، اوونیزو، ورځپاڼو، قومي شوراګانو، علمي مرکزونو.... په فعالیت پیل وکړ، چې ځینې د وخت په تیریدو سره د مختلفو لاملونو په اساس خپل فعالیتونه وتړل او ځینې تر ننه پورې فعالیت کوي او یو شمیر په دې وروستیو کې نوی په فعالیت پیل کړی. په هر صورت نه غواړم چې ډېر بحث وکړم، خو دلته که هغه فعالې دي او یا غیر فعالې، غواړم چې د یو شمیر د نوم په اخیستو بسنه وکړم، او دغه لیست ما د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه ترلاسه کړی.
۱ــ ادبي او کلتوري ټولنې او بهیرونه
استقلال ادبي ټولنه
د خوست علمي ټولنه
سید جمال الدین افغان ښوونیز او کلتوري بهیر
سباوون څرک ټولنه
عبدالباري جهاني ادبي بهیر
څړبن ادبي بهیر
پیر محمد کاروان ادبي او کلتوري ټولنه
تور غر ادبي بهیر
ببرک خان اجتماعي او کلتوري ټولنه
خوست ادبي بهیر
حیدر خیل ادبي بهیر
لښکر ادبي بهیر
پیوستون کلتوري ټولنه
۲ــ غږیزې او تصویري رسنۍ
خوست ملي راډیو تلویزیون( سیمه ییز)
غرغښت تلویزیون( سیمه ییز)
خوست میډیا سنټر( میډیوټیک)
سولې پیغام راډیو
هیلو کاروان راډیون
ځوان غږ راډیو
ولس غږ راډیو
یون راډیو
نن ایف ایم راډیو
اتفاق غږ راډیو( غیر فعاله)
کلید راډیو
۳ــ چاپي رسنۍ
الوېښ جریده
مزل جریده
الماس جریده
خوست مجله
سمون مجله
محبت مجله
ولوله مجله
ملي احساس ورځپاڼه
برېښنا ورځپاڼه
پیوستون مجله
مجاهد غږ
سوداګر
د شیخ زاید پوهنتون مجله
لپه مجله
اوبه مجله
سا مجله
ازانګه
ګام
څاروان
ژمنه
بیړۍ جریده
چینه
چنار کلنۍ مشاعره
ولس ارمان مجله
چنار مجله
تړون اوونیزه
پدې برسیره ډېر شمیر کتابتونونه، ملي او نړیوال تلویزیونونه، رادیوګانې، ملي مجلې، ورځپاڼې..... شته، په خوست کې خپل استازي لري، او خپرونې یې اوریدل کیږي او د چاپي رسنیو ګڼې خوست ته راوړل کیږي.
[1] افغانستان پېژندنه، اورنګزیب ارشاد